د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

سپين بولدک – چمن دروازه کې نښته؛ طالبان: لومړی ډزې پاکستانی عسکرو وکړې


سپين بولدک - چمن دروازه
سپين بولدک - چمن دروازه

پرون پنج شنبه په روانه اوونۍ کې دویمه ورځ وه، چې د طالبانو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ شخړه وشوه.

اسوشیټډ پریس اژانس د پاکستاني چارواکو په وینا وايي، په دې پېښه کې لږ تر لږه یو تن هغه وخت ووژل شو او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ تنه نور ټپیان شول، چې د طالبانو ځواکونو پر چمن د هاوان مرمۍ وویشتلې.

پاکستانۍ رسنیو هم د یوه تن وژل کېدو او څو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

د پاکستان رسنۍ وايي د طالبانو له‌خوا توغول شوي دوه هاوانونه د چمن په چنګېز ساحه کې د ملکیانو پر استوګنیزو ساحو لګېدلي دي.

دا نن چې کوم جنګ و، په دې کې ۲۰ تنه ټپیان شوي

سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو له‌خوا بې‌باکه انداختونه روان وو، چې پاکستاني ځواکونو یې په وړاندې سنجول شوی اقدام وکړ.

د چمن یوه ځايي اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د خپل نوم له ښوولو ډډه کوله، تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، په شخړه کې چې د شپې پای ته ورسېده، شا و خوا ۲۰ تنه ټپیان دي.

نوموړي وويل: "د ماښام د اذانونو پر مهال هم د ډزو غږونه اورېدل کېدل. دا نن چې کوم جنګ و، په دې کې ۲۰ تنه ټپیان شوي، چې د ۴ روغتیايي وضعیت نازک ښوول شوی دی. له خطر سره مخامخ وو. اوس خو جنګ درېدلی دی."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په سپین بولدک کې هم د لږ تر لږه ۲ ملکیانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی، خو طالبانو نه خپل لوري ته نه هم په سپین بولدک کې ملکیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په باب څه ویلي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې طالبانو غوښتل په شیرو اوبو سیمه کې پوسته جوړه کړي، چې پاکستان یې مخنیوی کړی دی.

"زموږ ډېر ملګري چې د حادثې شاهدان وو، وايي چې د پاکستاني چارواکو له‌خوا پر موږ ډزې شوې دي

د سپین بولدک یوه اوسېدونکي شفیق پښتون ازادۍ راډیو ته وویل: "زموږ ډېر ملګري چې د حادثې شاهدان وو، وايي چې د پاکستاني چارواکو له‌خوا پر موږ ډزې شوې دي، هلته خلک مجبوره کړای شوي چې دغه ځایونه ورته پرېږدي."

په سپین بولدک کې سرچینې وايي، د پاکستان لوری له کلونو راهیسې غواړي د افغانستان درې کلي معزل، لقمان او شیخ محمد لاندې کړي او هلته ځايي کسان نورو سیمو ته په کډې کولو مجبور کړي، خو پاکستان په دې باب څه نه‌دي ویلي.

د ۱۳۹۶لمریز کال په غبرګولي/ جوزا میاشت کې هم لقمان او جهانګیر سیمو پر مالکیت د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونه په شخړه اوښتي وو.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د پرونۍ شخړې په باب د طالبانو دفاع وزارت پرون ناوخته په یوه وضاحت کې ویلي، په سپین بولدک کې د پاکستاني سرتېرو له‌خوا یو وار بیا ډزې پیل شوې او جګړه ونښته.

د طالبانو دفاع وزارت زیاتوي وايي، چې د دوی حکومت د هرې ستونزې لپاره خبرې معقوله لار ګڼي.

تېره یکشنبه هم په سپین بولدک- چمن کې د طالب وسله‌والو د پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ شخړه کې ۸ پاکستاني وګړي او یو طالب وژل شوی وو.

هغه وخت هم پاکستان د شخړې د پیل ملامتي پر طالبانو او طالبانو یې د پیل ملامتي پر پاکستان اچوله.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG