د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۳

طالب چارواکي: له پاکستاني لوري سره مو مذاکرات کړي


سپين بولدک - چمن دروازه
سپين بولدک - چمن دروازه

په کندهار کې طالب چارواکي وايي، تېره شپه یې له پاکستاني لوري سره چمن دروازه ته څېرمه له پرونۍ نښتې وروسته مذاکرات کړي.

يوه ویډیو چې د کندهار لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند حاجي زید نن سهار ازادي راډیو ته رالېږلې، په‌کې ليدل کېږي د کندهار په سپین بولدک کې په ډیورنډ کرښه د چمن دروازه، کې نن سهار سلګونه کسان له دواړو خواو تګ راتګ کوي.

دا لاره پرون د طالبانو او پاکستاني عسکرو ترمنځ دروازې ته نږدې له سختې نښتې وروسته د څو ساعتونو لپاره وتړل شوه.

په دې نښته کې چې دواړه لوري یې پړه په یوه او بل اچوي د هاوان او توپ ډزې هم شوي.

حاجي زید نن سهار ازادي راډیو ته وویل، نښته کې د دوی یو عسکر وژل شوی او د درې ملکیانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

نوموړي په خپلو پیغامونو کې لیکلي، له نښتې وروسته، تېره شپه دواړو لوریو مذاکرات کړي او هوکړه یې کړې چې هر ډول ستونزې به د خبرو له لارې حلوي.

سپين بولدک - چمن دروازه
سپين بولدک - چمن دروازه

په سیمه کې یو شخص چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، اوس وضعیت نورمال دی.

نوموړي وويل: "د اوس لپاره دروازه په عادي ډول خلاصه ده، هیڅ مشکل نه‌شته."

خو پاکستان بیا پر دې پېښه سخت غبرګون ښودلی.

"د اوس لپاره دروازه په عادي ډول خلاصه ده، هیڅ مشکل نه‌شته.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او د پوځ د عامه اړیکو ریاست په دوو جلا جلا خبرپاڼو کې خپل لورته د ۶ کسانو وژل کېدل او د ۱۷ نورو ټپي کېدل تایید کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپله خبرپاڼه کې لیکلي: "دا ډول پېښې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورور ګلوۍ اړیکې زیانمنوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، د دواړو لوریو مسوولیت دی چې د ملکي وګړو ساتنه وکړي.

سپين بولدک - چمن دروازه
سپين بولدک - چمن دروازه

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم نن سهار په خپله ټویټرپاڼه دا پېښه د خواشینۍ وړ بللې او غندلې یې ده.

هغه له طالبانو غوښتي، باید ډاډ ورکړي، چې راتلونکې کې دا ډول پېښې تکرار نه‌شي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې طالب ځواکونه او پاکستاني عسکر پاکستان سره په دروازو یا د ډیورند کرښې په اوږدو سره نښلي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځله ورته پېښې تکرار شوې دي.

وروستۍ هغه یې د نومبر په ۱۳مه وه چې د طالبانو له قوله، یو نا پېژندل شوي کس په پاکستاني عسکرو ډزې وکړې.

په دې پېښه کې دوه پاکستاني عسکر ووژل شول او دا لاره د پنځو ورځو لپاره وتړل شوه.

پاکستان پر دې هم تورن دی چې له افغانستان سره په ډیورنډ کرښه د خپلو دروازو د بندېدو او خلاصون څخه سیاسي ګټه پورته کوي، هغه چې زیان یې ملکي افغانانو او سوداګرو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG