د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۳

د ټي ټي پي مشر: د جګړې لپاره په خپله د پاکستان له خاورې ګټه اخلو


د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي
د ټي ټي پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي

ډیپلوماټ:

ډیپلوماټ خپرونې د پاکستاني طالبانو له لوري د حملو زیاتوالي ته پام اړولی او د پیل په کرښو کې لیکي چې د پاکستان کومانډو ځواکونو د ډسمبر په ۲۰مه په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ترهګرۍ ضد په یوه مرکز کې چې د ټي ټي پي وسله والو په کې د دې مرکز یو شمېر چارواکي او امنیتي کسان برمته کړي وو، د ژغورنې په عملیاتو کې د دې ډلې ۲۵ تنه ووژل.

د ډیپلوماټ په لیکنه تر دې پېښې څو ورځې مخکې په دې مرکز کې په بنو سیمه کې پروت دی، د تحریک طالبان پاکستان ډلې وسله والو یو شمېر پولیس او نور کسان برمته کړي وو چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د څانګې په وینا د عملیاتو په نتیجه کې ۳۴ برمته شوي د یرغملو له منګلو ازاد کړای شول.

پر دې مرکز ځانکړو ځواکونو دغه عملیات وروسته له هغې وکړل چې د خپرونې په لیکنه د دې ډلې ترهګرو له شرط پرته له تسلیمېدو ډډه وکړه.

د ډیپلوماټ په لیکنه دوی په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د افغانستان خاورې ته دې د خوندي تلو امکان ورته برابر شي.

ډیپلوماټ لیکي، د پاکستان امنیتي ادارو د دغې پېښې په اړه له افغان طالبانو هم چې ویل کېږي له ټي ټي پي سره نږدې اړیکې پالي، د مرستې غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د تحریک طالبان ډلې پر دې سربېره په دې وروستیو کې په پاکستان کې وروسته له هغو حملو ته زور ورکړی چې تېره میاشت یې د پاکستان له حکومت سره شوی اوربند چې په کابل کې د واکمنو طالبانو په منځګړیتوب رامنځته شوی و، پای ته ورساوه.

ډیپلوماټ خپرونې د ټي ټي پي د مشر نورولي مسید هغه څرګندونې هم رااخیستې چې د دې میاشتې په پیل کې یې کړي او دا خبره چې ګواکې دا ډله په کابل کې د افغان طالبانو د رژیم له ملاتړه برخمنه ده، رد کړه.

هغه تور چې ډېرو پاکستاني جګپوړو چارواکو پورې کړی دی.

مسید ویلي، دوی په پاکستان کې جګړه کوي او د همدې هېواد له خاورې کار اخلي.

افغان نارینه محصلان له ټولګیو وځي څو د هغو مېرمنو ملاتړ وکړي چې طالبانو هغوی د جنسیت په وجه له زده کړو منع کړي دي.

دا د بریتانیا څخه د خپرېدونکې اینډېپنډېنټ ورځپانې سرلیک دی.

ورځپانې وړاندې په مطالب کې لیکي، یو شمېر نارینه محصلان له ټولګیو وتلي او د افغانستان د پوهنتونو ګڼو استادانو د طالبانو د هغه سخت دریځ اقدام په اعتراض کې استعفاوې وکړې چې په تعلیمي موسسو کې يې ښځینه زده کوونکې له زده کړو منع کړي دي.

د ورځپانې په ټکو که څه هم د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ددې وزارت له پرېکړې دفاع وکړه او ښځینه زده کوونکې يې په دې تورنې کړي چې حجاب يې په سمه توګه نه دی رعایت کړی او په ځینو داسو پوهنځیو کې زده کړې کوي چې د افغاني کلتور سره سمون نه لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG