د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د پاکستان کورنيو چارو وزير څرګندونو ته د طالبان غبرګون: افغانستان بې‌څښتنه نه‌دی


کابل کې د طالبانو موټريز کتار، انځور - ارشيف
کابل کې د طالبانو موټريز کتار، انځور - ارشيف

د طالبانو دفاع وزارت د رانا ثناالله د خبرو په اړه غبرګون وښود او ویې ویل چې، افغانستان بې څښتنه نه‌دی.

په هغې اعلامیه کې چې یکشنبه ناوخته د طالبانو دفاع وزارت په دې تړاو خپره کړې راغلي، سره له دې چې د شواهدو له‌مخې د پاکستاني طالبانو مرکزونه په دننه پاکستان کې دي د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.

لومړی به موږ افغانستان ته چې زموږ اسلامي ورور هېواد دی ووایو چې دا پټن‌ځایونه له‌منځه یوسي

په اعلامیه کې طالب چارواکو د رانا ثناالله څرګندونې بې‌اساسه او پاروونکې بللي او ګواښ یې کړی چې د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وړمه ورځ په یوه ټلوېزیوني مرکه کې وویل، د هغو کسانو پر ضد ګام اخیستل کېدای شي چې پر پاکستان بریدونه کوي.

رانا ثناالله د یوې پوښتنې په ځواب کې چې افغانستان کې د پاکستاني طالبانو په مرکزونو برید کولای شي وویل: "ګورئ په خپل وخت سره، کله چې دا مسایل مخته راشي، لومړی به موږ افغانستان ته چې زموږ اسلامي ورور هېواد دی ووایو چې دا پټن‌ځایونه له‌منځه یوسي او دا خلک موږ ته وسپاري، خو که چېرې داسې ونه شول، هر هغه څه چې تاسې وویل، ممکن دي."

پاکستاني چارواکي اندېښمن دي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د پاکستان په خاوره کې ترهګریز بریدونه دوه چنده زیات شوي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو د مرکز د شمېرو په اساس ټي‌ټي‌پي د ۲۰۲۱ کال له اګست د ۲۰۲۲ کال تر اګست پورې په پاکستان کې شاوخوا ۲۵۰ بریدونو ترسره کړل چې په پایله کې یې ۴۱۳ کسان وژل شوي او ۷۱۹ نور ټپيان دي.

د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو تېر ۲۰۲۲ کال د اپرېل په شپاړسمه د خوست د سپېرې ولسوالۍ څلور کلي په دې دلیل بمبار کړل چې ګواکې هلته د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو مرکزونه وو.

په هغه برید کې تر پنځوسو زیات ملکیان مړه او شاوخوا دېرش نور ژوبل شول.

په هغه برید کې تر پنځوسو زیات ملکیان مړه او شاوخوا دېرش نور ژوبل شول.

د اپرېل په ۱۵ هم د کونړ په شلتن کې په هوايي بریدونو سره یوه ښځه او دری ماشومان ووژل شول.

د طالبانو حکومت په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو د پټن‌ځایونو موجودیت تل رد کړی خو پاکستاني چارواکي مدعي دې چې ټي‌ټي‌پي له افغانستانه پر پاکستاني پوځيانو او خاوره باندې بریدونه پلان او ترسره کوي.

تحریک طالبان پاکستان بیا خپله ویلي چې، دوی خپل بریدونه د پاکستان دننه همغږي کوي.

د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال
د ټي‌ټي‌پي وسله‌وال

تر رانا ثناالله څو ورځې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري واشنګټن ته په سفر کې وویل چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان لپاره سره کرښه ده او که د ده په خبره د افغانستان طالبان د دې ډلې ملاتړ ته دوام ورکړي نو دا به د دواړو هېوادونو په اړیکو بد اغېز واچوي.

پاکستاني چارواکي داسې وخت د ټي‌ټي‌پي د له منځه وړلو لپاره د تازه پلانونو او هوډ څرګندويي کوي چې دې وسله‌والې ډلې د ۲۰۲۳ کال په مخه خپل نوي تشکیلات هم اعلان کړي.

په هغه خبرپاڼه کې چې د دغه وسله‌وال سازمان له‌خوا رسنيو ته لېږل شوې، راغلي چې ابو منصور عاصم د امير په توګه او مولوي سليم حقاني د استخباراتو د مشر په توګه معرفي شوي دي.

خبرپاڼه د یوه حکومتي شکله جوړښت خبر هم ورکړی چې والیان او وزارتونه هم په‌کې شامل دي.

XS
SM
MD
LG