د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۵

ډیپلوماټ: پاکستان کولای شي په افغانستان کې د 'ټي ټي پي' پر ضد جګړه وغځوي


د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال
د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي وسله وال

د افغانستان په اړه نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه

ډیپلوماټ:

ډیپلوماټ خپرونه، تر دې سرلیک لاندې چې پاکستان کولای شي د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې مبارزه په افغانستان کې د دې ډلې پناه ځایونو ته وغځوي، د یوې لیکنې د پیل په کرښو کې لیکي، واشنګټن په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډله د نړیوالو ترهګرو ډلو په فهرست کې شامله کړه چې دا د دغسې ډلو د ځپلو لپاره د امریکا او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د بیا پیلولو څرګندوی ده.

ډیپلوماټ لیکي، د تحریک طالبان پاکستان ډلې د نومبر په ۲۸مه د پاکستان له حکومت سره اوربند چې د افغان طالبانو په منځګړیتوب رامنځته شوی و، مات کړ او خپلو وسله والو ته یې امر وکړ چې حملې بېرته پیل کړي.

د ډیپلوماټ په لیکنه د اوربند له ماتېدو وروسته دې ډلې په پاکستان کې د امنیتي ځواکونو پر ضد حملې زیاتې کړي چې ښایي اسلام اباد یې په غبرګون په پاکستان کې پر هدفونو د حملو د زیاتوالي ترڅنګ پر دې هم غور وکړي چې د نورو سیمه ییزو او نړیوالو متحدینو په همکارۍ د دغې ډلې پر وړاندې جګړه افغانستان ته وغځوي.

ډیپلوماټ لیکي، د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټي ټي پي او د هند د نیمې وچې لپاره د القاعده څانګه د ځانګړو نړیوالو ترهګرو ډلو په توګه وپېژندلې.

متحدو ایالتونو همدارنګه د ټي ټي پي مشر قاري امجد چې د پاکستان په شمال لوېدیځ کې حملې ترسره کوي، د نړیوالو تروریستانو په فهرست کې شامل کړ.

د ډیپلوماټ په لیکنه په اوس وخت کې د امریکا دغه اقدام له دې پلوه د پام وړ دی چې داسې ښکاري، پاکستان د ټي ټي پي په ځپلو او په افغانستان کې یې د پټنځایونو او اړیکو پر وړاندې مبارزه کې له متحدو ایالتونو سره له نږدې کار کوي.

د ډیپلوماټ په وینا د ترهګرو ډلو په توګه د دغو ډلو پېژندل په حقیقت کې افغان طالبان له دې منع کوي چې ورسره همکاري وکړي.

ډیپلوماټ وړاندې لیکي، داسې ښکاري چې د ټي ټي پي پر وړاندې د زیاتو اقداماتو لپاره پر افغان طالبانو د پاکستان فشارونو مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې او که دوی بیا هم د ټي ټي پي ملاتړ ته دوام ورکړي، دا به د پاکستان د پوځ پر نوي مشر پورې تړلې وي چې د افغان طالبانو پر وړاندې څه ډول پالیسي غوره کوي.

خو افغان طالبان وایي، هیڅکله به چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو پر ضد د ګواښ په توګه کار واخلي.

نېشنل انټرسټ:

امریکایۍ نېشنل انټرسټ خپرونې په افغانستان کې د امریکا د دولسیزو جګړې ته پام اړولی او په یوه مطلب کې تر دې سرلیک لاندې چې د تل لپاره جګړې، د بحران پر وړاندې د لوی ځواک غبرګون کمزوری کوي، لیکي، د تېر۲۰۲۱ کال په دوبي کې په افغانستان کې د ملت جوړونې لپاره د دوو لسیزو د هڅو ناکامي په رسنیو کې اعتراضونه او د بوش د وخت هغه بحثونه بیا راژوندي کړي چې وایي، په هرځای کې د امریکا د نظم د له منځه وړلو لپاره یوې محتاطانه مداخلې ته اړتیا وه.

نېشنل انټرسټ لیکي، منطق دادی چې که هره جګړه ونه شئ ګټلی، د دې تمه نه شي کېدای چې د نورو له خوا پیل شویو جګړو ته ځواب ووایئ.

د خپرونې په لیکنه، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو نږدې شپږ میاشتې وروسته د اوکراین جګړه پیل شوه او له دغې جګړې سره د افغانستان د جګړې د تړلو لپاره لېوالتیا ځکه شته چې په یوه هېواد کې د امریکا کمزوري په یو ډول نه یو ډول په یوه بل هېواد کې د بحران سبب کېږي.

خو د خپرونې په لیکنه، د اوکراین جګړې بل ډول وښوده او زیاتوي، دا چې په دغه جګړه کې د امریکا د مداخلې په اړه څه فکر کېږي یا هغه د امریکا د ګټو لپاره څومره مهمه ده، حقیقت دا دی، اوس چې د افغانستان د جګړې بار د واشنګټن له اوږو سپک شوی، د روسیې د یرغل په وړاندې له کییف سره د پوځي او بشري مرستو چاره یې ورته اسانه کړې ده.

XS
SM
MD
LG