د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

خواجه اصف: افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي


د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف

پاکستان دفاع وزارت ادعا کوي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د کارول کېدو په اړه د پاکستاني حکومت د ادعاوو دوام.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، که څه هم د طالبانو حکومت هوکړه کړې چې افعان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کېږي، خو دی ادعا کوي چې پاکستاني طالبان ټي ټي پي په افغانستان کې د پاکستان پر ضد بریدونه پلانوي.

اصف تېره شپه له 'جیو نوز' په نوم له یو پاکستاني خصوصي تلوېزیون سره په مرکه کې وویل، په دې اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې روانې دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې مخکېني پاکستاني سفیر منصور احمد خان په یوه مقاله کې چې عرب نیوز تازه خپره کړې، ویلي چې د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارول کېدو په برخه کې طالبانو د دوحې په هوکړه عمل نه دی کړی.

منصور احمد خان ویلي په ۲۰۲۲ کال کې القاعده او داعش په افغانستان کې خپلو ترهګریزو فعالیتونو ته دوام ورکړ او د تاجیک او ازبیک وسله والو تر څنګ د پاکستاني طالبانو خوځښتونه د منځنۍ اسیا پاکستان او چین لپاره د اندېښنې وړ دي.

په افغانستان کې د پاکستان مخکېنی سفیر منصور احمدخان
په افغانستان کې د پاکستان مخکېنی سفیر منصور احمدخان

خو د طالبانو حکومت یو وار بیا ډاډ ورکوي چې افغان خاوره به د ګاونډيو په ګډون د نړۍ د هیڅ هېواد پر ضد استعمال نه‌شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه پر خپل ټویټر د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې د تاسف وړ بللي او لیکلي دي چې، طالبان د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو سره حسن ګاونډيتوب په روحیه ښې اړیکې غواړي.

ښاغلي مجاهد لیکلي دي چې د وضعیت د کابو کېدو لپاره پاکستانی لوری هم مسولیت لري او د بې‌بنسټه خبرې د هیڅ اړخ په ګټه نه‌دي.

افغانستان کې د پاکستان د پخواني سفير د منصور احمد خان په مقاله کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو پنځو میاشتو کې له ګاونډیو او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د دوی اړیکو خوشبیني پیدا کړه، خو د نوموړی په خبره وروسته ایډیالوژیکو طالب چارواکو د حکومت مهم پوستونه په واک کې واخیستل او استدلال يې دا و چې له سترو قدرتونو سره منځلاري چلند پایله نه ده ورکړې.

په دې مقاله کې راغلي چې طالبان دغه شان د افغانانو ترمنځ د ډیالوګ او یو ټولګډونه نظام د جوړېدو په اړه هم له خپلو ژمنو په شاه شول.

منصور احمد خان په کابل کې د سفارت پر مهال یو له جنجالي څېرو څخه بلل کېده او تر ډېره د طالبانو د حکومت په کورنیو چارو کې په لاس وهنه تورن و.

دا په داسې حال کې ده چې نړیوالو هم په وار وار له طالبانو غوښتي چې په افغانستان ټولګډونه حکومت رامنځته کړي، خو طالبانو خپل حکومت ټولمشوله بللی دی.

په ورته وخت کې د پاکستان د ملي امنیت کمېټې په خپله تازه ناسته کې خبرداری ورکړی چې هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې ترهګرو ته خوندي پټنځایونه ورکړي.

د دې ناستې په اعلامیه کې ویل شوي چې پاکستان د خپلو خلکو د ساتنې ټول حقونه لري.

که څه هم په اعلامیه کې د افغانستان نوم نه دی اخیستل شوی، خو له دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله ادعا کړې وه چې پر پاکستان ډېری حملې په افغان خاوره کې پلانېږي.

نوموړي ویلي ښايي د افغانستان په خاوره کې په هغو کسانو برید وشي چې پر پاکستان حملې کوي.

خو د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خبرې بې بنسټه وبللې او په یوه اعلامیه کې يې وویل چې افغانستان بې څښتنه نه دی.

په دې اړه د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي وو چې دغه ډول څرګندونې به د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ورسوي او په کې ویل شوي وو چې دوی د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د دفاع لپاره چمتو دي.

پاکستان په داسې حال کې د دې هېواد پر ضد د افغان خاورې د کارول کېدو ادعا کوي چې دغه هېواد په خپله هم د طالبانو په ملاتړ تورن دی.

د افغانستان تېر جمهوري نظام مخکې په وار وار ویلي وو چې پاکستان د افغان حکومت پرضد جنګېدونکو طالبانو ته خوندي پټنځایونه ورکړي او اسانتیاوې یې ورته برابروي، خو پاکستان هغه مهال دغه ادعاوې رد کړې وې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG