د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

د عربستان او چین مشران: افغانستان دې د ترهګرو او  تُندلارو په امن ځاله نه اوړي


د خلیج د همکاریو شورا د سرمشریزې د ناستې انځور
د خلیج د همکاریو شورا د سرمشریزې د ناستې انځور

د سعودي عربستان او چین مشرانو ویلي باید ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان بیا د ترهګرو په امن ځاله وانه وړي.

د خلیج د همکاریو شورا د سرمشریزې په اعلامیه کې د افغانستان د اړوندو مسایلو له هغې ډلې امنیت او ثبات او بشري حقونو باندې یادونه شوې.

دا سرمشریزه پرون په ریاض کې ترسره شوه.

د خلیج د همکاریو د شورا د غړو هېوادونو سربېره د چین ولسمشر شي جین پنګ هم په کې ګډون کړی و.

د چین ولسمشر شي جین پنګ
د چین ولسمشر شي جین پنګ

د شورا مشرانو د انرژۍ، اقتصاد، د همکاریو د پراختیا سربېره د سیمې او ترهګرۍ اړوند ځینې مساییل یاد کړل چې افغانستان یې یوه مهمه برخه جوړوله.

په اعلامیه کې مشرانو په افغانستان کې د امنیت او ټیکاو پر پياوړتیا ټینګار کړی.

د خلیج د شورا مشرانو او چین په افغانستان کې په واکمنو طالبانو غږ کړی چې ډاډ ورکړي د افغانستان خاوره بیا د ترهګرو په امن پټنځای وانه وړي او یا ترې د مخدره موادو کاروبار روان وي.

په اعلامیه کې د طالبانو له چارواکو غوښتل شوي چې د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو، ګټو او ازادیو د تامین په برخه کې خپل مسوولیتونه ادا او یو ټولشموله حکومت جوړ کړي.

د خلیج د شورا تر سرمشریزې مخکې د ورځې په جریان کې د سعودي عربستان پادشاه سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او وليعهد او صدراعظم محمد بن سلمان د چین له جمهور رییس شي جینپنګ سره په جلا ناسته کې هم د افغانستان په اړوندو مسایلو بحث کړی.

د سعودي دولتي خبري اژانس لیکلي چې دواړو لوریو له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو په چټکتیا خبرې کړي څو په مټ یې د افغانستان د بشري حالت د لا خرابېدو مخه ونیول شي.

دوی هم د افغانستان امنیت او ثبات مهم بللی او ټینګار یې کړی چې باید ډاډ حاصله شي افغانستان د ترهګرو او تُندلارو په امن ځاله وانه وړي.

طالبانو مخکې ډاډ ورکړی چې دوی چاته اجازه نه ورکوي د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي او هم یې ټینګار کړی چې د مخدره موادو د قاچاق په وړاندې کلکه مبارزه کوي.

بحرین، کوېټ، عمان،قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د خلیج د همکاریو د شورا غړي دي چې له چین سره د ستراتیژيکو همکاریو تړون لري.

له دې ډلې هېوادونو قطر، متحده عربي امارات، سعودي عربستان او چین له طالبانو سره نږدې اړېکې پالي.

قطر له کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او دمګړۍ له طالبانو سره د بهرنیو او لوېدیځو چارواکو اکثرې ناستې د قطر په کوربه توب ترسره کېږي.

همدارنګه متحده عربي امارات هم له طالبانو سره په بېلابېلو برخو له هغې ډلې د هوايي ډګرونو د کنټرول او څار لپاره همکاري کوي.

چین بیا له لومړي سره د طالبانو لپاره د همکاریو ډاډ ورکړی او له هغو محدودو هېوادونو دی چې د طالبانو ډپلوماټیکه استازولي پکې فعاله ده او طالبانو یې هم

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG