د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

د بشري حقونو د څار سازمان کلني راپور کې د افغانستان په اړه څه ويل شوي؟


د بشري حقونو د څار سازمان، د ۲۰۲۲ کال په کلني راپور کې ویلي، چې طالبانو د پخواني حکومت چارواکي او د امنیتي ځواکونو کارکوونکي وژلي او یا یې هم نادرکه کړي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، طالبانو خلک د داعش ډلې د خراسان څانګې د غړیتوب په تور په صحرايي محکمه کې اعدام کړي دي.

د بشري حقونو د څارن سازمان په راپور کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو ویل شوي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا (یوناما) د ۲۰۲۲ کال د اګست په میاشت کې یو راپور خپور کړ، چې په‌کې د طالبانو د ځواکونو له‌خوا د خلکو د وژلو یا ورکېدو ګڼې پېښې په‌کې په ګوته شوي چې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې څخه را په دې خوا تر سره شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دا تل ممکنه نه‌ده چې تشخيص شي، وژل شوي کسان د حکومت پخواني کارکوونکي او که د داعش ډلې احتمالي غړي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د تېر کال په اوږدو کې د طالبانو امنیتي ځواکونو، د داعش ډلې احتمالي غړي، او پخواني امنیتي افسران او پلویان یې له محاکمې پرته نیولي، شکنجه کړي او وژلي دي.

"زما په کور یې چاپه واچوله، بویې تلم، د پښو نوکان یې راته وایستل

په همدې حال کې د جمهوري ریاست یو پخوانی پوځي چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم واخیستل شي، ادعا کوي چې د طالبانو له‌خوا نیول شوی او شکنجه شوی دی.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "زما په کور یې چاپه واچوله، بویې تلم، د پښو نوکان یې راته وایستل، په دورو یې دومره ووهلم، چې اوس هم نه‌شم ګرځېدلی، د ملا مرۍ مې تورې شوي دي، د زنګانه سترګه مې بې‌ځایه شوې وه، اوس هم سم په لاره نه‌شم تللای چ، یوه یا یوه نیمه میاشت کېږي چې خوشي يې کړم، د څارنې په وخت کې یې ډېر ووهلم، زه ورزشکار وم چې دومره وهل مې وزغمل که نه اوس به ختم وم."

د پخواني پوځ يو سرتېری، انځور - ارشيف
د پخواني پوځ يو سرتېری، انځور - ارشيف

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع تکور د دغه پخواني عسکر د ادعا او د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

خو د طالبانو د حکومت وياندويانو تر دې مخکې د پخوانيو پوځيانو د ربړونې او وژلو ادعاوې رد کړې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پخواني جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت د جنرال، محمد ابراهیم جهادیار خپلوانو ازادي راډيو ته ویلي و، چې نوموړی د اکتوبر په ۲۷مه د طالبانو له‌خوا نیول شوی او د چهارشنبې په ورځ وژل شوی دی.

خو د طالبانو حکومت د دفاع وزارت دغه ادعا رد کړه.

د بشري حقونو د څار سازمان د روان کال د غبرګولۍ په نیمایي کې په یوه بل راپور کې د افغانستان په ختیځ کې طالبان د یو شمېر خلکو په اعدامولو او نا درکه کولو تورن کړي دي.

په دغه راپور کې د بشري حقونو د څار سازمان د اسیايي برخې مرستیالې پاتریشیا ګوسمن له قوله ویل شوي، چې دوی په ننګرهار کې د یوه تش کانال په اړه څېړنه کړې چې د هغې په وینا د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه د ۲۰۲۲ کال د اپرېل تر منځ له سلو ډېر جسدونه د دې کانال څخه ایستل شوي دي.

خو هغه مهال هم د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل، چې د دغه راپور موندنې حقیقت نه‌لري.

د بشري حقونو د څار سازمان په نوي راپور کې د داعش د بریدونو چې تر ډېره په‌کې هزاره وګړي په نښه شوي، هم یادونه شوې.

په راپور کې دا هم راغلي چې د طالبانو ځینو مشرانو ژمنه کړې چې د لسبین، هم‌جنسبازانو، دوه جنسیتي او نرښځیانو د حقونو پر وړاندې به لا سخت چلند وکړي.

د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) په خپل راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې تر واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو د ګڼو قوانینو او تګلارو پلي کولو ته دوام ورکړی چې د ښځو او نجونو پراخ بنسټیز حقونه یې په کې تر پښو لاندې کړي چې د تګ او راتګ ازادي، د کار او معیشت حق، ښوونې او روزنې او روغتیایي پاملرنو ته د نه لاس‌رسي حقونه هم په‌کې شامل دي.

يو شمېر افغان مېرمنې
يو شمېر افغان مېرمنې

په راپور کې ویل شوي چې طالبانو هغه رسنۍ چې د دوی پر حکومت یې نیوکې کولې، بندې کړي دي، د مدني ټولنې بنسټونه یې اړ کړي چې خپل فعالیتونه ودروي او هغه دولتي دفترونه یې لغوه کړي چې د بشري حقونو د ترویج یا ساتنې لپاره یې کار کاوه.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په یوه بله برخه کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ او په افغانستان له اقتصاد سقوط ورسته بشري ناورین پراخ شوی او د دغه کال په ترڅ کې د افغانستان له ۹۰ سلنې څخه زیاتو وګړو د خوړو خوندیتوب نه درلود.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG