د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

يوناما: افغانستان کې دې بشري حقونو ته درناوی وشي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما د ټویټونو په یوه لړۍ کې چې وروستی یې پرون او لومړی یې د ډسمبر په لومړۍ نېټه خپور شو د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې مواد خپاره کړي او ورسره یې لیکلي چې، ټول افغانان د کرامت، برابرۍ او ازادۍ مستحق دي.

د دې اعلامیې په نهمه ماده کې چې پرون یوناما خپره کړه راغلي دي چې، هېڅوک نه‌شي کولای ما په غیرقانوني ډول ونیسي، توقیف مې کړي یا مې په ناحقه له خپل هېواده وباسي.

هېڅوک حق نه‌لري چې ما شکنجه کړي، زه د ژوند حق لرم او باید په ازادۍ او امنیت کې ژوند وکړم

یوناما له دې مادې سره لیکلي دي چې افغانستان د بشري حقونو نړیواله اعلامیه لاسلیک کړې ده نو د دې اعلامیې هرې مادې ته یې باید درناوی شي.

هېڅوک حق نه‌لري چې ما شکنجه کړي، زه د ژوند حق لرم او باید په ازادۍ او امنیت کې ژوند وکړم، زه ازاد او له نورو سره مساوي پیدا شوی یم او له ټولو انسانانو سره باید یو ډول چلند وشي، په ترتیب سره د نوموړې اعلامیې لومړۍ، درېیمه او پنځمه ماده ده چې یوناما د ډسمبر له لومړۍ نېټې په را وروسته ورځو کې پر خپل ټویټر خپرې کړي.

د يوناما لوګو
د يوناما لوګو

ملګري ملتونه داسې مهال د بشري حقونو د موادو د عملي کېدو پر اړتیا ټینګار کوي چې په افغانستان کې په تېرو څه کم شپاړسو میاشتو کې طالبان واکمن دي او د دوی حکومت د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن دی.

د ښځینه او نارینه فعالانو او خبریالانو بندي کول، د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیزونه، د رسنیو او بیان پر ازادیو محدودیتونه، په پخواني نظام کې د کار په تور د خلکو نیول او له دندو ایستل او لسګونه نور هغه موارد دي چې د طالبانو حکومت پرې تورن دی، خو ډېری دا محدودیتونه پر ښځو متمرکز دي.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې د ښځو د حقونو مدافع فعالانو د نومبر په ۲۷مه په لندن او څو نورو لویو ښارونو کې د افغان ښځو په ملاتړ لاریونونه پیل کړل چې د پلان له‌مخې د ډسمبر تر لسمې نېټې پورې دوام کوي او په ترڅ کې یې د افغان ښځو د حقونو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کېږي.

طالبان وايي چې د افغان ښځو حقونه د اسلامي اصولو په رڼا کې خوندي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د لیندۍ په اوومه ازادي راډیو ته وویل، اسلامي نړۍ د بشري حقونو په اړه ځانګړی تعریف لري او په افغانستان کې باید خلک خپل حقوق د اسلام له زاویې وغواړي.

د طالبانو ویاندویان چې کله هم په نورو اسلامي هېوادونو کې د ښځو د حقونو یادونه کېږي وايي چې د افغانستان شرایط جلا دي.

XS
SM
MD
LG