د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۳

جرمني د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د حدودو عملي کول ناوړه عمل وباله

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د طالبانو له‌خوا په عام محضر کې د حدودو عملي کېدو ته جرمني په خپل غبرګون کې دا یو ناوړه عمل بللی.

جرمني په درو د افغانانو وهل له انساني کرامت سرغړونه بللې.

په افغانستان کې د جرمني سفارت چې اوس له برلین او دوحې فعالیت کوي په خپله رسمي ټویټرپاڼه لیکلي، دوی په درو د افغانانو وهل غندي.

په ټوېټ کې راغلي: "په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانان یو ځل بیا په عام محضر کې په درو وهل کېږي. موږ د انساني کرامت دا ناوړه عمل په کلکه غندو."

جرمني طالبان مکلف ګڼي چې د نړیوالو قوانینو او د شکنجې د مخنیوي په برخه کې د ملګرو ملتونو کنوانسیون رعایت کړي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جرمني دې غبرګون ته خورا تُند عکس‌العمل ښودلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي دې ټویټ ته په ځواب کې لیکلي، د شریعت عملي کول عدل دی.

هغه جرمني په نژاد پرستۍ او د اجباري کار کولو په کمپونو لرلو تورن کړی او دا ډول څرګندونې یې د اندېښنې وړ بللي.

له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نړیوالو بشر پاله سازمونو او تر خوا یې د ځینو هېوادونو له‌خوا په عام محضر کې د افغانانو په درو وهلو ته غبرګون ښودل، د اسلام سپکاوی بللی و.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د طالبانو له‌خوا په لوګر کې د ۳ ښځو په ګډون د ۱۲ تنو په درو وهل د دې لامل شول چې یو ځل بیا طالبان د بشري حقونو په نقض او تر خوا یې له انساني کرامت په سرغړونې تورن شي.

طالبان دغه شان ډول تورن دي چې له ښځو سره جنسیتي تبعیض کوي او د هغوی د زده‌کړو، کار او ټولنیز او سیاسي مشارکت پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي دي.

خو دوی بیا له خپلو دې پرېکړو دفاع کوي او وايي، د اسلامي په چوکاټ کې یې ښځو ته حقوق ورکړي، هغه چوکاټ چې تر اوسه یې طالبانو په اړه یو روښانه تعریف نه‌دی وړاندې کړی.

راپور له دې برخې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG