د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

ټلګراف: 'بلال السوداني' په افغانستان او ټوله نړۍ کې د داعش د بريدونو تمويلوونکی و


د داعش وسله‌والو بيرغ
د داعش وسله‌والو بيرغ

ټلګراف ورځپاڼه:

  • د برېتانیا چاپ ټلګراف ورځپاڼې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د هغه مخکښ غړي د وژل کېدو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی چې د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړۍ چاودنې تمویلوونکی بلل کېږي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې هغه مهال چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې و، د کابل په هوايي ډګر کې یوې ځان وژونکې چاودنې له سلو زیات افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل.

بلال السوداني د چهارشنبې په ورځ د سومالیا په شمال کې د امریکا د کومانډو ځواکونو په برید کې ووژل شو.

له هغه سره په دې عملیاتو کې لس نور وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د ټلګراف د راپور له‌مخې سوداني له افریقا څخه نیولې تر افغانستان پورې د تروریستي ډلو په تمویل کې مهم رول درلود او له کلونو راهیسې د امریکا د حکومت تر تعقیب لاندې و.

ورځپاڼه په دې اړه د امریکا د دفاع د وزیر لویډ اوسټین څرګندونو ته اشاره کوي چې وايي، السوداني په افریقا کې د اسلامي دولت ډلې پر فعالیتونو د څارنې او د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د داعش د عملیاتو د تمویل په چارو کې مهم رول درلود.

ټلګراف ورځپاڼه د مطلب په دوام لیکي چې نوموړی په افریقا کې د تروریستانو د ځالو او په افغانستان کې دې ډلې ته د ملاتړ د جلبولو د یوه تنظیموونکي په توګه دنده درلوده.

داعش ډلې په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې فعالیت پیل کړ او له هغه وروسته یې د سلګونو حملو مسوولیت ومانه.

ډيپلوماټ خپرونه:

  • ډیپلومات خپرونې د کمال خان بند په اړه یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې د پرځېدلي جمهوري نظام له‌خوا د کمال خان بند رغونې، د افغانستان او ایران ترمنځ د اوبو د وېش پر سر زړه لانجه بیا را ژوندۍ کړه.

ډيپلومات لیکي چې هلمند سیند د افغانستان له حیاتي طبیعي شتمنیو څخه دی او کمال خان بند په دې هدف پرې جوړ شوی دی چې د تاسیساتو او کرنې په برخو کې د افغانستان ډېری ستونزې اوارې کړي خو د ډيپلومات د لیکنې پر اساس تهران له کلونو راهیسې هڅه کوله چې د دې بند د رغونې مخه ونیسي، ځکه ویل یې چې دا کار به د هامون جهیل سرچینه وچه کړي.

د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې ایران د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د هلمند سیند له اوبو د دې هېواد محرومول به د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنې کړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې دې ټولو لانجو ته په پام سره دا پوښتنه ذهن ته راځي چې ایا افغانستان د دې طبیعي زېرمې د کارولو قانوني حق لري؟

ورځپاڼه دې پوښتنې ته په ځواب کې لیکي، نه له ایران سره د هلمند سیند تړون او نه نړیوال قوانین هيڅ یو هم پر دې سیند د افغانستان له‌خوا د بندونو د جوړولو ممانعت نه‌کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG