د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

مېل انلاین: په افغانستان کې سږنۍ سړه څپه له تېرو لسیزو بې‌سارې ده


په بلخ کې د بېځایه شویو د کمپ یوه څنډه
په بلخ کې د بېځایه شویو د کمپ یوه څنډه

مېل انلاین:

مېل انلاین خپرونې په خپله تازه ګڼه کې په افغانستان کې د سړې هوا د راغلې څپې په اړه لیکنه کړې ده.

دا خپرونه لیکي چې سږنی ژمی چې څرنګه په افغانستان کې هوا سړه شوې ده دا په تېرو څو لسیزو کې بېسارې ده.

افغان چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل، د سړې هوا له امله په افغانستان کې د تېرو اتو ورځو په ترڅ کې اویا نفر مړه شوې دي او په لسګونو زره څاروي تلف شوي دي.

د خپرونې په باور د افغانستان په مرکزي سیمو کې د غور په ولایت کې هوا د سانتي ګرید په حساب تر منفي درې دېرش درجو ټیټه شوې ده.

دا خپرونه بیا لیکي، بې کوره اوره خلکو پر ډېرانونو اورونه لګولي او پرې راټول شوي دي.

خپرونې یو عکس هم خپور کړی دی چې ماشومان په کې د خیمو شاوخوا د بېل او راشبېل په مرسته واورې توږي.

مېل انلاین لیکي، په تېرو اتو ورځو کې سړې هوا اویا زره غواوې او پسونه چې د بېوزله افغانانو د ژوند مهم توکي دي له منځه وړي دي.

دا سړه څپه په داسې وخت کې راغلې چې د ملګرو ملتونو د موسسو له اټکل سره سم د افغانستان نیمایي نفوس له لوږې سره مخامخ دی او تر څلور میلیونه ډېر ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.

مېل انلاین خپرونه د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې د چارواکو په وینا لیکلي چې له اټکلونو سره سم به دغه سړه څپه یوه بله اونۍ یا لږ څه ورها خوا تر اوو ورځو دوام وکړي.

ټورنټو سټار:

د لوېدیځ یوه بله چاپي خپرونه ټورنټو سټار ورځپانې بیا په خپله تازه ګنه کې د افغانستان په ارتباط د نجونو د ښوونځیو مسئله رااخیستې ده چې له شپږم ټولګي ورپورته یې ټولګي تر دولسم پورې بند دي.

دا ورځپاڼه لیکي چې یو شمېر افغان نجونو د کاناډا په مرسته انلاین زده کړو ته مخه کړې ده.

ټورنټو سټار څرګندوی چې د کرونا ناروغۍ پرمهال په کاناډا کې یوه اکاډمي جوړه شوې وه چې اوس یې په افغانستان کې له زده کړو محرومو شویو نجونو ته انلاین زده کړې پيل کړې دي.

د رومي په نوم اکاډمي چې په کاناډا کې د مېشتو افغانانو په ګډون یې یو شمېر سرچینې تمویلوي نجونو ته د انګلیسي او فرانسوي په ګډون یو شمېر نړیوالې ژبې تدریسوي، همداراز د مدیریت، ژورنالېزم، ادبیاتو او ارواپوهنې ټولګي لري.

د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې مخکې چې لا طالبان واکمنان نه وو رومي اکاډمي په افغانستان کې څلوېښت نجونو ته درس ورکاوه او اوس دا شمېره درې سوه دوه اتیاو ته رسېدلې ده.

د دې نجونو عمرونه د دیارلس او پنځه دېرشو ترمنځ دي.

د دې انلاین زده کړو یوې زده کوونکې ټورنټو سټار ورځپاڼې ته وویل، په دې تیاره ورځو کې د دې اکاډمۍ نجونو ته د هیلو یوه کړکۍ پرانیستل شوې ده.

ورځپاڼې د دې اکاډمي د چارواکو او زده کوونکو په وینا لیکي چې ټول له نړیوالې ټولنې دا تمه کوي چې پر طالبانو فشار راولي چې د ښوونځيو دروازې د افغان نجونو پرمخ پرانېزي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG