د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

انټونیو بلېنکن: له افغانستان څخه ترهګري زیاته شوې نه ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونیو بلېنکن

د امریکا د د بهرنیو چارو وزیر انټونيو بلېنکن وایي، دوی له افغانستان څخه د ترهګرۍ د زیاتېدو شاهد نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونيو بلېنکن وایي، له افغانستان څخه ترهګري زیاته شوې نه ده.

هغه د جمعې په ورځ د شیکاګو پوهنتون د سیاست په انسټېټيوت کې وویل، تر ډېره بریده د احتمالي ګواښونو په تړاو، انګېرنې واقیعت ته نه دي رسېدلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونيو بلېنکن په خپل خبرو کې په کابل کې د القاعده د مشر ایمن الظوهري وژل کېدو ته په اشاره وویل چې امریکا د دې توان لري چې ترهګري په افغانستان کې له منځه یوسي.

هغه زیاته کړه: "تر ډېره بریده د احتمالي ګواښونو په تړاو، انګېرنې واقعیت ته نه دي رسېدلي. تراوسه موږ په افغانستان کې د تروریزم د رامنځته کېدو شاهد نه یوو او که چېرې ولیدل شي چې ترهګر هلته یو ځل بیا پټنځایونه جوړ کړي نو بیا به پرې برید وکړو، څنګه چې د القاعده مشر ایمن الظوهري مو په نښه کړ."

په کابل د طالبانو له واکمنېدو څو میاشتې وروسته د القاعده مشر ایمن الظواهري د امریکا په یو هوایي برید کې د کابل په شیرپور سیمه کې ووژل شو.

د القاعده مشر ایمن الظواهري تېر میلادي کال د جولای په میاشت کې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.
د القاعده مشر ایمن الظواهري تېر میلادي کال د جولای په میاشت کې د کابل په شېرپور سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې دی چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو څرکندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ، خو تر دې وړاندې یې ویلې و چې له افغان خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه شته.

‌ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
‌ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

‌ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپل ټویټرپا ڼه کې متقابلې ګټې او ګاونډیو هېوادونو همکاریو ته په اشاره لیکلي چې د طالبانو حکومت د امنیت د ټینګښت په اړه خپلو کړو ژمنو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې دي چې د نظامي چارو یو شمېر افغان کار پوهان بیا د انټوني بلېنکین خبرو په اړه غبرګون ښيي او وايي چې افغانان لا وړاندې د ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان دي او دوی امریکا د افغانستان د خلکو د برخلیک په اړه په بې غوري تورنوي.

د نظامي چارو پوه اسدالله ندیم
د نظامي چارو پوه اسدالله ندیم

د نظامي چارو کار پوه اسد الله نادم ازادي راډیو ته ویل: "د امریکا او د هغوی د نږدې متحدینو په اند په افغانستان کې تروریزم پراختیا نه ده موندلې، خو په افغانستان کې د تېرو څلوېښتو کالو راهیسې تروریزم شته. خلک له حاکم نظام چې د امریکا په وسیلې واک ته رسېدلي، رنځ وړي، ماشومان یې ښوونځي ته نه شي تللی، کاري مصئونیت نه لري او ان خپل د شخصي ژوند مصئونیت هم نه لري."

د طالبانو حکومت په وار وار ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې دوی د ښځو او نجونو حقونه مراعت کړي، خو لا یې هم د اسلامي شریعت څخه مشخص تعریف نه دی وړاندې کړی پر ښځو یې تر پخوا هم لا ډېر محدودیتونه وضع کړي.

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼې چاودنې شوي چې ډېری قربانیان یې ولسي وګړي دي.

د داعش خراسان څانګې تر ډېره د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.

د سیمې هېوادونو په بېلابېلو غونډو کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه ښودلې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG