د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

کندهار کې پر شیعه لمونځ کوونکو برید او په اړه یې د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


کندهار کې هغه جومات چې نن د خونړي برید شاهد و
کندهار کې هغه جومات چې نن د خونړي برید شاهد و
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د کندهار د زورورې چاودنې په تړاو یوه مقاله خپره کړې ده

په مقاله کې راغلي دا دویمه پرله پسې اوونۍ ده چې د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال برید کېږي.

نیویارک ټایمز د پېښې د عیني شاهدانو په حواله لیکلي چې څو چاودنې وشوې.

د سید محمد علي په نوم یوه لمونځ کوونکي او د پېښې روغ پاتې شاهد نیویارک ټایمز ته ویلي سخته وه چې مړي وشمېري.

د علي په حواله زیاته شوې نه پوهېدل چې چاودنه د څه شي وه مقناطیسي ماین و که کومه انتحاري حمله، خو هر ځای د انسانانو جسدونه پراته وو.

د کندهار د چاودنې تلفات پرون شېبه په شېبه لوړ تلل.

نیویارک ټایمز لیکلي طالبانو د لویدیځو هېوادونو له وتلو وروسته خلکو ته د امنیت د ټينګښت ژمنې ورکړې، خو د لیکوال په باور داسې ښکاري د دې ژمنې پوره کول اوس طالب وسله والو ته ورځ تر بلې ستونزمنیږي.

تېره اوونۍ هم په کندز کې د شیعه ګانو یوه جومات د یوه لوی برید هدف وګرځېد چې په کې پنځوس کسان ووژل شول او تر ۱۴۰ نور زیات خلک ټپيان شول.

د کندز د برید مسوولیت داعش منلی و.

نیویارک ټایمز همدې مسالې ته په پام اندېښنه ښودلې چې که د کندهار برید هم داعش ترسره کړی وای دا به ښکاره کړي چې داعش یا اسلامي دولت ډله په پیاوړې کېدو ده.

طالبانو ویلي چې د داعش ډلې په وړاندې د دوی وسله وال برلاسي دي او کولای شي دا ډله وځپي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم د کندهار په برید باندې مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي لسګونه کسان په کندهار کې چې د طالبانو یوه مهم مرکز بلل کېږي په یوه چاودنه کې ووژل شول.

وال سټریټ له بریده د یوه روغ وتلي کس په حواله لیکلي چې لمونځ ختم وو خو له بهره یې د ډزو غږونه واورېدل. تر دې ډزو وروسته د پېښې د شاهد په خبره په جومات کې دننه یوه درنه چاودنه وشوه.

وال سټریټ لیکلي، د کندهار برید له افغانستانه د امریکا تر راوتلو وروسته د لویو بریدونو تر ټولو تازه یو ده.

د کندهار د بریدونو په تړاو ګڼو ادارو او خلکو غبرګونونه هم ښودلي. له دې ډلې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یوناما په خپله اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې ترهګري دوام لري.

یوناما لیکلي چې په مذهبي او عبادت ځایونو دا ډول بریدونه په کلکه غندي او عاملین یې باید محاکمه او مجازات شي.

هاخوا په دوحه کې د افغانستان لپاره د جرمني سفیر مارکوس پوتزل هم په یوه لنډ بیان کې د کندهار چاودنه غندلې ده.

پوتزل لیکلي، اوس چې افغانستان کې د سولې لپاره چانس شته دا ډول ناوړه بریدونه باید سمدستي ودریږي.

XS
SM
MD
LG