د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

بلېنکن: امریکا به له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، متحده‌ایالات به له ټولو لارو په ګټې له افغانانو سره خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

سره له دې چې د افغانستان په اړه د امریکا په اوسني سیاست په متحده‌ایالاتو کې دننه او نړیواله کچه نیوکې شته، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په اړه د خپلې اوسنۍ پالیسۍ ننګه کوي.

انټوني بلېنکن پرون خبریالانو ته وویل، دوی له افغانانو سره په خپلو ژمنو ولاړ دي او له هرې ممکنې لارې او وسیلې به شوې ژمنې عملي کړي.

بلېنکن په ځانګړي ډول د هغو افغانانو د لاسنیوي خبره وکړه چې په تېرو شلو کلونو کې یې د متحده‌ایالاتو څخه په یوه نه‌ یوه ډول ملاتړ کړی.

هغه زیاته کړه: "موږ د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوله. په تېرو شلو کلونو کې په لومړي ځل د امریکایانو ټپیان او جسدونه په کیسو کې نه راوړل کېږي. له دې وړاندې موږ ۱۲۰ زره کسان له افغانستانه وویستل. کله چې موږ په اوکراین کې د روسیې د جګړې په اړه خبرې کوو، که موږ تر اوسه افغانستان کې وای، زما له انده، هغه ملاتړ چې اوس یې موږ کوو پېچلی کاوه. موږ وړاندوینې اورېدې چې د افغانستان له پرېښودو وروسته به، د کډوالو سونامي راشي، تر اوسه دا کار نه‌دی شوی، موږ اورېدل چې ترهګري به زیاته شي، تر اوسه داسې نه‌دي شوي، بر عکس موږ وتوانېدو چې یو مهم ترهګر الظواهري له‌منځه یوسو."

امریکا د روان میلادي کال د جون په ۳۱مه د کابل په شېرپور کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه.
امریکا د روان میلادي کال د جون په ۳۱مه د کابل په شېرپور کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هغه څرګندونې هم رد کړې چې ګنې متحده‌ایالاتو له خپلو شریکانو سره د افغانستان په اړه سلا مشورې درولي دي.

هغه زیاته کړه، نه یوازې دا چې مشورې کوي، بلکې د نشه‌يي توکو د ناورین سره د مبارزې لپاره د نړیوالو هڅو همغږي کولو باندې هم ډېر تمرکز کوي.

د اوکراین د جګړې له پیل سره سم، د افغانستان په اړه تحلیل دا و چې ګنې نور د امریکا او نړیوالې ټولنې لپاره لومړیتوب نه‌دي، خو د امریکا په ګډون اروپايي ټولنې او ځینو نورو هېوادونو دا خبره رد کړې.

مګر د بشري حقونو یو شمېر ملاتړ بنسټونو، د طالبانو له‌خوا پر افغان نجونو او ښځو لګول کېدونکو محدودیتونو ته په کتو دا خبره په ځلونو تکرار کړې چې افغانان یوازې پرېښودل شوي دي.

واک ته د طالبانو له رسېد وروسته، امریکا له طالبانو سره د تفاهم او خبرو له لارې د ستونزو په حل ټینګار کړی، خو تر خوا یې څو ځل د بې‌پیلوټه الوتکو له لارې د افغانستان دننه عملیات هم کړي.

له دې د جون په ۳۱مه په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن‌الظواهري وژل کېدل د یادونې دي چې د طالبانو غوسه یې را وپاروله، خو امریکا د دې ډول عملیاتو په دوام ټینګار وکړ.

د امریکا متحده‌ایالاتو دا خبره هم کړې چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ د ځپلو لپاره خپله وړتیا خوندي وساتي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG