د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

امریکا له افغانستان سره ۳۲۷ میلیون ډالره نوې مرسته اعلان کړه


د امریکا په کانګرس د دې هېواد بیرغ
د امریکا په کانګرس د دې هېواد بیرغ

د امریکا متحدوایالاتو له افغانستان سره د ۳۲۷ میلیون ډالرو نوې مرسته اعلان کړې ده.

په داسې حال کې چې ژمی راروان دی او د افغانستان خلک له سختې بېوزلۍ سره لاس ګرېوان دي د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکېن له افغانستان سره د خپل هېواد د نورو ۳۲۷ میلیون ډالر مرستې خبر ورکړ.

ښاغلي بلېنکېن بیګا په یوه بیان کې چې بېګا پر ټویټر خپور شو ویلي چې امریکا دا اقدام له افغانستان سره د بشري مرستو د ملاتړ په هدف کوي.

هغه لیکي چې د متحدایالتونو دا مرسته په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بشري مرستو د غوښتنې په ځواب کې کېږي او د نړیوالو مرستندویو ټولنو له لارې به ترسره شي.

د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکېن
د متحدایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکېن

په افغانستان کې د اوږدو جګړو، دوامداره وچکالیو او په تېره بیا له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، په ټول هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو د درېدو له کبله خلک د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

ملګروملتونو او اړوندو ادارو یې لکه د خوړو نړیوال پروګرام په تېر یو کال کې څو ځلې خبرداری ورکړی چې د افغانستان له نیمايي زیات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او له مرستندویو هېوادونو یې د مرستې غوښتنه کړې.

په همدې حال کې د خوړو د نړیوال پروګرام عمومي رییس ډیویډ بیسلي یوځل بیا له نړیوالو په تېره د خلیج له شتمنو هېوادونو او میلیونرانو څخه د افغانستان او نورو بېوزلو هېوادونو له وګړو سره د مرستې غوښتنه کړې.

ښاغلي بېسلي له اسوشیتيد پریس خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې ده د خلیج له هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغانستان، سوریې، یمن او سومالیا په څېر له جګړه ځپلو بېوزلو هېوادونو سره مرستې زیاتې کړي.

هغه زیاته کړه چې دی ټریلیون ډالر نه غواړي بلکې په داسې حال کې چې د تېلو بیې لوړې شوي یوازې د خپلو څو ورځو ګټې پیسې دې ورته ځانګړې کړي څو په نړۍ کې ثبات ټینګ شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام مشر یادونه وکړه چې د چارشنبې په ورځ یې د نړۍ د میلیاردرانو له یوې ډلې سره وکتل او هغوی ته یې وویل چې له دې هېوادونو سره د مرستې په برخه کې اخلاقي مسوولیت لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG