د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

انتوني بلېنکن: امریکا له افغانانو ملاتړ او ورسره مرستې ته ژمن دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول مارټین ګرفېټس او د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له مشر پیټر ماورر سره په افغانستان کې د انساني اړتیاوو او د بېړنیو مرستو د لېږد د تدارکاتي بهیر د چټکتیا په اړه غږېدلی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا لیدنه انلاین شوې.

ښاغلي بلېنکن له دې لیدنې وروسته پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د امریکا خلک له افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.

له مارټین ګرفېټس او پیټرماورر سره د انټوني بلېنکن د لیدنې د جزییاتو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، ښاغلي بلېنکن د افغانانو لپاره د امریکا د ۳۰۸ میلیونه ډالرو بشري مرستې ته په اشارې، له افغانانو د امریکا تل‌پاتې ملاتړ اعلان کړی دی.

د سرچینې له قوله، دا مرسته به بشري مرسته رسوونکو ته ورکړل شي، څو د افغانانو لپاره د سرپناه، بېړنیو روغتیايي مرستو، ژمنیو توکو، خوراکي موادو او د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې مصرف شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله، انټوني بلېنکن له مارټین ګرفېټس او پیټرماورر سره پر دې هم بحث کړی چې څه ډول افغانستان کې د مرسته رسوونکو ستونزمن عملیاتي بهیر ملاتړ وشي، څو دا ډاډ تر لاسه شي چې دا مرستې هغو کسانو ته رسېږي چې ورته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول مارټین ګرفېټس ویلي، افغانان فعال اقتصاد ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول مارټین ګرفېټس ویلي، افغانان فعال اقتصاد ته اړتیا لري.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو د همغږۍ مسوول مارټین ګرفېټس له دې لیدنې خوښي ښودلې خو زیاتوي، افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې مرستو ته نه، بلکې فعال اقتصاد ته اړتیا لري.

ښاغلي ګرفېټس زیاته کړې، دوی د امریکا متحده‌ایالاتو تر رهبرۍ لاندې د عملي او اصولي پلانونو پر بنسټ، د ناورین او ستونزو د لا پراخېدو د مخنیوي په لټه کې دي.

د طالبانو حکومت هم له افغانانو سره د نړیوالو د هر ډول مرستو هرکلی کوي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل:"اسلامي امارت د ټولو هغو مرستو او همکاریو هرکلی کوي چې له افغانانو سره کېږي. موږ له خپله اړخه ډاډ ورکوو چې ټولې مرستې به په ډېر شفاف او راڼه ډول وېشل کېږي."

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د مهار لپاره سږ کال د ۴،۵ میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې.

خو تر خوا یې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوتریش د مرغومي په ۲۳مه په نیویارک خبریالانو سره خبرو کې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د بېلابېلو لارو د پیسو لېږد ته اجازه ورکړل شي.

هغه دا هم وویل چې د افغانستان ۹،۵ میلیارډ ډالر کنګل شوې بانکي زېرمه باید د یو لوړ شرایطو په نظر کې نیولو سره ازاده شي او تر خوا یې افغانستان ته د نړیوالو مالي مرستې پرېښودل شي، څو د ملکي مامورینو تنخواوې ورکړل شي او دولتي ادارې خپل خدمات وړاندې کړي.

هغه غوښتنه چې د طالبانو حکومت یې هم هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG