د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

رسنۍ: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ګډوډۍ مسئله رابرسېره کېږي


ارشیف: د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د تخلیې له بهیره یو انځور - August 21, 2
ارشیف: د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د تخلیې له بهیره یو انځور - August 21, 2

واشنګټن ټایمز:

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د متحدوایالتونو د منځمهالو انتخاباتو په درشل کې په کانګرس کې د جمهوريپال ګوند د غړو د هغه پلان په اړه یو مطلب خپور کړی چې غواړي پر ډیموکراتانو د فشار راوړلو لپاره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو کې د ګډوډۍ مسئله رابرسېره کړي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې په داسې حال کې چې د کانګرس غړي په راروان کال کې په دې اړه څېړنو ته تیاري نیسي د استازو جرګې جمهوريپالو غړو ولسمشر جو بایډن ته ویلي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د اېستلو په اړه اسناد د راتلونکو څېړنو لپاره خوندي وساتي.

د استازو جرګه کې د ټکزاس استازي جمهوریپال مایکل مککال په روانه اونۍ کې د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین ته وویل چې له افغانستانه د ځواکونو په اېستلو کې د ګډوډۍ اسناد خوندي کړي.

مککال چې اوس د هېوادني امنیت د کمېټې مشر دی ښايي د استازو جرګې راتلونکی مشر وي.

په مطلب کې راغلي چې سپینې ماڼۍ د ښاغلي مککال د غوښتې په اړه د تبصرې لپاره د واشنګټن ټایمز پوښتنې ته ځواب ونه وایه.

له افغانستانه په بې نظمۍ سره د سرتېرو وتل هغه موضوع ده چې جمهوریپال ګوند یې د ډیموکراتانو د بهرنۍ پالیسۍ د لویې نیمګړتیا په توګه یادوي.

خو ولسمشر بایډن ویلي دا د امریکا د ترټولو اوږدې جګړې د ختمولو یوازینۍ لاره وه چې پیل یې مخکیني ولسمشر ډونالډټرمپ کړی و.

د واشنګټن ټایمز مطلب زیاتوي چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د اېستلو په بهیر کې د ګډوډۍ له کبله ټول امریکايي ځواکونه د تېرکال د اګست په ۳۰مه ووتل او په پایله کې یې طالبان سمدستي پر افغانستان واکمن شول.

بزنس سټندرډ:

بزنس سټندرډ خپرونې د نړیوال بانک د تازه راپور په اړه چې وايي، په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان اقتصادي رکود شل سلنه و یو تحلیلي مطلب خپور کړی.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې که څه هم د افغانستان اقتصاد، له نویو واقعیتونو سره د ځان سمولو لپاره هڅه کوي، خو بیاهم له جدي ستونزو سره مخامخ دی.

په نړیوال بانک کې د افغانستان د څانګې مشرې ملیندا ګوډ د تلې په ۲۷ مه نېټه په یو پیغام کې ازادي راډیو ته وویل چې له نړیوال اقتصاد څخه جلا کېدو د افغانستان لپاره لوی خنډونه رامنځته کړي دي.

بزنس سټندرډ لیکي، د افغانستان اقتصاد ډېر زیات کوچنی شوی او د خلکو کاروبار او اقتصاد اوس تر پخوا له زیاتو ننګونو سره مخامخ دي.

په تېرو څه باندې ۱۴ میاشتو کې د افغانستان بانکي سیسټم سخت زیانمن شوی دی او د نړیوالو په مرستو کې چې د افغانستان اقتصاد پرې متکي وو، کموالی راغلی.

بزنس سټندرډ د مېرمن ګوډ د هغه وړاندیز یادونه کوي چې وايي، په افغانستان کې د جنسیت په اساس محدودیتونه باید لیرې شي، په عامه مالي خدماتو کې زیاتوالی راشي او د پانګونو له لارې کاري فرصتونه رامنځته شي څو په نتیجه کې یې پر مالي سکتور اوسني محدودیتونه له منځه ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG