د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

انټوني بلېنکین: مارک فریرکس د سختو هڅو او خبرو په نتیجه کې راخوشې شو


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین وايي، مارک فریرکس د امریکايي چارواکو د څو میاشتو سختو هڅو او خبرو په نتیجه کې راخوشې شو.

انتوني بلېنکین وویل مارک فریرکس چې دوه نیم کاله په افغانستان کې یرغمل نیول شوی وو ژر به له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلېنکین زیاته کړه چې د فریریکس د خوشې کولو لپاره څو میاشتې خبرې روانې وې.

هغه زیاته کړه: "د حکومت له بیلابیلو څانګو د ملي امنیت ګڼو متخصصینو په ګډه دا هڅه وکړه چې مارک له بنده را وباسي او کور ته یې راولي. زه له ټولو هغو خلکو مننه کوم چې د مارک په اړه یې هڅې کولې."

بلېنکین په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره د امریکا د خاص استازي توماس ویست هڅې یادې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین ډاډ ورکړ چې د نړۍ هر ځای کې چې امریکايي وګړي په غیرمنصفانه او خپلسري توګه یرغمل نیول شوي او بندیان دي د خوشې کولو لپاره یې امریکا هغومره قاطع دریځ او هود لري څومره چې یې د مارک فریریکس د خوشې کولو لپاره درلود.

مارک فریرکس د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې له کابله د طالبانو سره تړلې حقاني شبکې وتښتاوه او شاوخوا دوه نیم کاله یې بندي کړی وو.

بلاخره د سپتمبر په ۱۹ دی د طالب چارواکو له خوا امریکایانو ته تسلیم او د قطر پلازمېنې دوحې ته واستول شو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د فریرکس کورنۍ ته د دوشنبې په سهار د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپله زنګ وهلی و او د هغه د ازادۍ ښه خبر یې ورکړی دی.

د ولسمشر بایډن په حواله په بیان کې راغلي چې د فریرکس د ازادۍ لپاره په مذاکرو کې سختې پرېکړې مخته ورتلې چې اسانه نه وې خو بلاخره ده دا پرېکړې وکړې او د فریرکس د خوشې کولو هڅې کامیابه شوې.

ولسمشر بايډن ویلي اوس نو لومړیتوب دا دی چې فریرکس د څه وخت لپاره ارام وکړي او له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړي څو بېرته ټولنې سره د یوځاییدو جوګه وګرځي.

د فریرکس خور شارلین ککورا په یوه بیان کې ویلي چې ډېره خوشاله ده ورور یې روغ رمټ بېرته کور ته راځي او په دې تېرو ۳۱ میاشتو کې داسې ورځ نه وه چې دوی دې د مارک د خوشې کېدو لپاره دعاوې نه وي کړي.

د طالبانو یو مخکښ غړی حاجي بشر نورزی
د طالبانو یو مخکښ غړی حاجي بشر نورزی

د فریرکس د ازادۍ په بدل کې امریکا د طالبانو یو مخکښ غړی حاجي بشر نورزی خوشې او طالبانو ته یې وسپاره.

که څه هم د امریکا لوړپوړو چارواکو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي، خو امریکايي رسنیو د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په حواله لیکلي دا خورا سخته پرېکړه وه چې د فریرکس په بدل کې چې یو ملکي کارکوونکی وو د مخدره موادو یو لوی قاچاقبر بشر نورزی خوشې کړو.

طالبانو د خپل مخکښ غړي بشر نورزي په خوشې کېدو خوښي ښودلې او دا یې له امریکا سره د ډپلوماسۍ او خبرو د کامیابۍ نتیجه بللې ده.

بشر نورزی چې په ګڼو امریکايي اسنادو کې یې نوم بشیر نورزی راغلی د طالبانو د بنسټګر ملامحمدعمر نږدې کس وو او په ۲۰۰۵ کال کې د د امریکا په نیویارک ښار کې ونیول شو.

نورزی امریکا ته د پنځوسو میلیونو ډالرو په ارزښت د هیروینو د قاچاق په تور محاکمه او په عمر بند محکوم شو.

لوېدیځ رسنۍ هغه د لاتینې امریکا د مخدره موادو له یوه تر ټولو لوی قاچاقبر پابلو اسکوبار سره تشبیه کوي او هغه ته «د منځني ختیځ پابلو ایسکوبار» نوم اخلي.

XS
SM
MD
LG