د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

د اروپايي کمېسيون مشره: اروپايي ټولنه د اوکراين د ملاتړ لپاره هره ممکنه هڅه کوي


د اروپا د کمېسیون مشره اورزلا وان دیرلین پرون په بروکسل کې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره یوه ګډ خبري کنفرانس ته وویل، اروپايي ټولنه به د اوکراین د زړورو خلکو د ملاتړ لپاره خپله ټوله هڅه وکړي.

د مېرمن وان دیرلین په خبره، اروپايي ټولنه پر مسکو په قوت سره سختو بندیزونو ته دوام ورکوي.

"موږ ژمن یو چې د ناټو او اروپايي ټولنې ترمنځ مشارکت به بل پړاو ته ورسوو

دغه کنفرانس ته په خبرو کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په اوکراین کې د روسیې ناموجه یرغل ته په اشاره د ځینو نورو چلنجونو په وړاندې هم د مبارزې غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل: "موږ ژمن یو چې د ناټو او اروپايي ټولنې ترمنځ مشارکت به بل پړاو ته ورسوو، چې په ځانګړي ډول ځینو مسایلو ته پام وشي لکه زیاتېدونکي جیوسټراتیژیک رقابتونه، د ناخوالو په وړاندې استقامت، د حیاتي بنسټونو خوندیتوب، نوې ټوکېدونکې فضايي ویجاړوونکې ټکنالوژي او د اقلیمي بدلون امنیتي پایلې، بهرنۍ مداخلې او په اطلاعاتو کې لاسوهنه."

په همدې حال کې د روسیې د ولسمشر یوه نږدې متحد پرون وویل، چې مسکو په اوکراین کې د ناټو د پوځي تړون په وړاندې چې مشري یې د امریکا متحد ایالتونه کوي، جنګېږي.

د ده په وینا، لوېدیځ هڅه کوي، چې روسیه د نړۍ له سیاسي نقشې پاکه کړي.

د اروپايي کمېسيون مشره او د ناټو عمومي منشي
د اروپايي کمېسيون مشره او د ناټو عمومي منشي

د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاټروشیف چې د ډیپلوماټانو په باور پر ولادمیر پوتین له تر ټولو زیات نفوذ لرونکو افراطي کسانو ګڼل کېږي، د روسیې له ارګومنټي ای فاکټي (Argumenti i Fakti) ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، په اوکراین کې روان تحولات د مسکو او کییف ترمنځ نښته نه‌ده، بلکې د پاټروشیف په خبره دا د روسیې او د ناټو د پوځي تړون، تر ټولو مهمه دا چې د روسیې او د امریکا متحدو ایالتونو او بریتانیا ترمنځ یو پوځي تقابل دی.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په اوکراین کې روانه جګړه د ده په ټکو د «یرغلګر» لوېدیځ په وړاندې جګړه بللې ده او ویلي یې دي، چې روسیه به له هر یرغلګر څخه د ځان او خپلو وګړو د ساتنې لپاره ټول ابزارونه وکاروي.

د روسیې د امنیت شورا منشي زیاته کړې، د لوېدیځوالو پروګرامونه دا دي چې روسیه سره ووېشي او په نهایت کې یې د نړۍ له سیاسي نقشې پاکه کړي.

د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاټروشیف
د روسیې د امنیت شورا منشي نیکولای پاټروشیف

د امریکا متحدو ایالتونو د روسیې دا ادعا رد کړې چې ګواکې امریکا غواړي روسیه چې د نړۍ په سطحه د طبیعي زېرمو تر ټولو لویه تولیدوونکې ده، نابوده کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن خبرداری ورکړ، چې د روسیې او ناټو ترمنځ نښته ممکن د درېیمې نړیوالې جګړې سبب شي.

پر اوکراین د روسیې ناموجه یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبروري میاشتې پر ۲۴مه پیل شو، چې لا هم دوام لري، چې د مسکو او لوېدیځ ترمنځ یې اړیکې ترینګلې کړې دي.

XS
SM
MD
LG