د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۸ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۵

زلنسکي 'د مسيحيانو کرسمس' لپاره د پوتين ۳۶ساعته اوربند غوښتنه رد کړه


د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي استدلال کوي، چې روسیه به د اوربند له دې مودې د جګړې په ډګرونو کې یوازې د خپلو سنګرونو د بهترۍ لپاره کار واخلي.

ولودمیر زلنسکي پرون وویل، روسیه غواړي کرسمس د بهانې په توګه وکاروي خو په اصل کې غواړي په دونباس سیمه کې د اوکرایني پوځیانو سنګرونو ته نږدې خپل پوځي تجهیزات، مهمات او نور پوځیان راولي.

روسیه غواړي کرسمس د بهانې په توګه وکاروي

د اوکراین ولسمشر زلنسکي په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: په نړۍ کې هرڅوک پوهېږي، چې کرملین څنګه په جګړه کې له ارامۍ په استفاده د روانې جګړې پیاوړتیا ته دوام ورکوي.

پرون تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ته سپارښتنه وکړه، چې په اوکراین کې د دواړو لوریو د جګړې په ټوله کرښه کې د ۳۶ ساعتونو لپاره اوربند وکړي، چې نن جمعه د جنورۍ د شپږمې نېټې د غرمې له دوولسو بجو پیل او د شنبې تر نیمې شپې پورې دوام وکړي.

په کرملین کې راپورونه وايي، چې ولسمشر پوتین پر اوکرایني لوري غږ کړی، چې د اوربند په اعلان سره د ارتدوکس عیسویانو اختر یا کرسمس ته چانس ورکړي، چې د کرسمس په شپه او د کرسمس په ورځ یې ارتدوکس عیسویان ولمانځي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين

کاتولیک عیسویان د ډسمبر پر ۲۵مه کرسمس لمانځي، خو د نړۍ ارتدوکس عیسویان بیا کرسمس د جنورۍ میاشتې پر اوومه لمانځي، په روسیه او اوکراین کې هم اکثریت ارتدوکس عیسویان دي.

د اوکراین ولسمشر دغه راز ویلي، چې د وضعیت په باب یې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره خبرې کړې دي.

د اردوغان دفتر ویلي، چې هغه پرون په ټلیفوني خبرو کې پر پوتین ټینګار وکړ، چې د سولې خبرو د ملاتړ لپاره یو اړخیز اوربند نافذ کړي.

اردوغان د تورسمندرګي له بندرونو د اوکراین د غله جاتو د صادراتو د بیا پیل په موافقه کې منځګړیتوب کړی و، دغه بندرونه د شخړې په لومړیو میاشتو کې تړل شوي وو.

د ترکیې ولسمشر اردوغان په وار- وار هڅه کړې چې د اوکراین او روسیې د مشرانو ترمنځ د یوې سرمشریزې کوربه وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG