نړۍ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنري: اوکراين کې تر دې دمه نږدې ۷زره ملکيان وژل شوي

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ پرون په اوکراین کې د روسیې د غیرموجه برید په ترڅ کې د وژل شویو ملکي اوکراینیانو شمېرې شریکې کړې.
دا سازمان وایي چې د سږکال د فبروري له څلرویشتمې راوروسته شپږ زره اته سوه څلور اتیا ملکي اوکراینیان وژل شوي او نژدې یولس زره نور ټپيان شوې دي.
خو دا کمېشنري ټینګار کوي چې ښایي د وژل شویو شمېر تر دې زیات وي ځکه چې له ځینو سیمو د سختو جګړو له امله د معلوماتو ترلاسه کول ګرانه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د اوکراین له بخموت ښار څخه د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوې دي.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون وویل چې، د ماسکو وروستي بریدونه تر ډېره د اوکراین زیربناوي په نښه کوي چې خلک یې په ډېرو سیمو کې له برښنا او اوبو محروم کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نن په ترکيه کې د ولسمشري د دويم پړاو انتخابات ترسره کېږي

نن د ترکیې خلک د ولسمشرۍ د انتخاباتو دویم پړاو کې رایې ورکوي.
د انتخاباتو په دې پړاو کې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ۶ سیاسي ګوندونو ګډ کاندید د خلکو د جمهوريپال ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو سیالي سره کوي.
د مې په مه۱۴ نېټه د ترکیې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې دریو کاندیدانو ګډون کړی وو او اردوغان او قلیچدار اوغلو دوهم پړاو ته ووتل.
دوی دواړه د اکثریت د لازمو رایو په ګټلو بریالي نهشول او انتخابات دویم پړاو ته ولاړل.
۶۹ کلن اردوغان له شلو کلونو راهیسې په ترکیه کې واک چلوي.
۷۴ کلن قلیچدار اوغلو ویلي چې که انتخابات وګټي نو د ښځو د حقونو د پیاوړتیا لپاره به کار وکړي او له سوریې راغلي پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته واستوي.
اوکراين له جرمني د کروز توغنديو غوښتنه کړې

د جرمني دفاع وزارت وايي، اوکراین له دې هېواده تاروس ډوله کروز توغندي چې شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتلای شي، غوښتي دي.
د جرمني دفاع وزارت پرون د مې ۲۷مه د فرانکفورتر الګاینه څایتونګ ورځپاڼې د راپور د تایید ترڅنګ وویل، جرمني دا غوښتنه څو ورځې مخکې ترلاسه کړې خو د غوښتنې د جزییاتو او اوکراین ته د دې توغندیو د احتمالي سپارلو په اړه له څه ویلو یې ډډه وکړه.
که جرمني دا توغندي اوکراین ته ورکړي نو له بریتانیا وروسته به دوهم هېواد وي چې اوکراین ته لیرې واټن ویشتونکي توغندي ورکوي.
بریتانیا د روانې می میاشتې په لومړیو کې په ښکاره ډول اوکراین ته د لیرې واټن ویشتونکي کروز توغندي ورکړل.
سبا یکشنبه په ترکيه کې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې ترسره کېږي

سبا یکشنبه به د ترکیې خلک د خپل هېواد د ولسمشرۍ په دويم پړاو انتخاباتو کې ګډون وکړي.
د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پرمختګ ګوند مشر رجب طیب اردوغان او د شپږو ګوندونو د ایتلاف ګډ کاندید کمال قیلچدار اوغلو د مې د ۱۴مې نېټې د انتخاباتو په لومړي پړاو کې د پنځوس سلنې رایو په ګټلو کې پاتې راغلل.
۶۹ کلن اردوغان له شلو کلونو راهیسې په واک کې دی.
د اردوغان سیال ۷۴ کلن اوغلو ویلي، که ټاکنې وګټي نو د ښځو حقونه به پیاوړي کړي او د سوریې کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.
آی پي ایل؛ ګجرات لوبډلې پایلوبې لار پیدا کړه

د هند د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې ګجرات ټایټنز لوبډلې چې دوه افغان لوبغاړي په کې برخه لري، پرون د ممبۍ انډینز لوبډلې په ماتولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه.
پرونۍ لوبه ګجرات لوبډلې پیل کړه چې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۳۳ منډې وکړې، خو ممبۍ لوبډلې یوازې ۱۷۱ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
پرون د ګجرات په توپ اچوونکو کې راشد خان دوې وېکټې واخیستې او نور احمد کومه ویکټه وانخیستله، خو موهیت شرما وتوانېد ۵ ویکټې واخلي.
د لوبې غوره لوبغاړی شوبمن ګیل شو، چې په ۶۰ توپونو یې ۱۲۹ منډې وکړې.
فاینل یا پایلوبه سبا یکشنبه په احمد اباد کې د ګجرات ټایټنز او چینای سوپر کینګز لوبډلو ترمنځ کېږي چې تمه کېږي په میلیونونو کسان به دغه لوبه وګوري.
ایراني چارواکي: عراق ته د ګازو صادراتو کمېدو لامل تخنيکي ستونزه ده

د ایران د بهرنیو چارو وزیر پرون جمعه خپل عراقي سیال ته ویلي چې عراق ته د ګازو په صادراتو کې د کموالي علت تخنیکي مسایل دي او په دغو صادراتو کې د کموالي پرېکړه تهران نه ده کړې.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي چې د بغداد له خوا د زیاتې پیمانې پیسې د نه ورکولو موضوع حل کړي.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د تېرې اوونۍ پر مهال د ګازو د صادراتو د کمېدو پر موضوع د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره د ټلیفون له لارې خبرې وکړې.
د اعلامیې له مخې د عراق د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ګازو د کمېدو موضوع د دې سبب شوې چې د برښنا تولید هم کم او ورځنی ژوند ورسره مختل شي.
د عراق یو هیئت به چې مشري به یې د برښنا وزیر کوي بله اوونۍ پر دې موضوع د خبرو لپاره ایران ته سفر وکړي.
د عراق رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی و، چې دغه هېواد ته د ګازو صادرات ۲۰ ميلیون مترمکعبه کم شوي.
عراق معمولاً له ایرانه هره میاشت له ۵۰ تر ۷۰ ملیون مترمکعب ګاز واردوي.
چارواکي: د روسي ځواکونو په بریدونو کې ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې

اوکراین او روسیې دواړو د شپې پر مهال پر اوکراین د میزاییلو او بې پېلوټه الوتکو د تازه حملو او پرون د ځینو چاودنو خبر ورکړی چې په نتیجه کې یې دوه ملکیان وژل شوي او ځینې نور کسان ټپیان شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواک وايي، روسیې پر اوکراین ۱۷ میزاییل ویشتلي او د کامیکاز په نوم د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ۳۱ حملې کړې دي.
د اوکراین هوايي ځواک زیاتوي، چې لس کروز میزاییل او د شاهد په نوم یې په ایران کې جوړې شوې ۲۳ بې پېلوټه الوتکې او دوه اکتشافي ډرون نسکور کړي دي.
تېره شپه په ټول اوکراین کې د هوايي حملو د خبرداري زنګ وغږول شو او په دغو حملو کې د سهار تر پنځو بجو پلازمېنه کییف هم ویشتل شوی دی.
اوکرایني چارواکو په خارکیف او دنیپروفیټروفسک ساحو کې هم د حملو خبر ورکړی دی.
په دنیپرو کې بیا پوځي ادارې په هغو چاودنو کې چې یو روغتون یې په نښه کړی د دوو کسانو د وژل کېدو او د دوو ماشومانو په ګدون د ۲۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی.
د سوډان پوځ ریزرف او تقاعد شوي سرتېري بیا خپلو لیکو کې شاملوي

د سوډان پوځ پرون جمعه له ریزرف او تقاعد شویو سرتېرو غوښتنه وکړه، چې بیا په پوځ کې شامل شي.
ویل شوي د سوډان پوځ په داسې حال کې له پخوانیو سرتېرو تر ټولو نږدې مرکزونو ته د حاضرېدو غوښتنه کړې چې پوځ هڅه کوي د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د ملېشه ډلې په وړاندې په مبارزه کې برلاسی شي، خو دا کار ممکن هغې شخړې ته لمن ووهي چې تازه یې د پای ته رسېدو په اړه پر اوربند موافقه شوې ده.
سعودي عربستان او د امریکا متحدو ایالتونو چې د اوربند منځګړیتوب کړی او له تېرې دوشنبې نافذ شوی، پرون وویل چې تېره اوونۍ خال خال جګړه روانه وه.
ریاض او واشنګټن ویلي، اوربند تر ډېره نافذ شوی، خو د پوځ دغه اقدام دا جوتوي، چې د اوږدې شخړې لپاره مټې رابډوهي.
بلخوا د سوډان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینو سرچینو د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، د پوځ مشر عبدالفتاح البرهان پرون د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوټېرېش په یوه لیک کې غوښتنه کړې چې د دغه هېواد لپاره خپل ځانګړی استازی ولکر پرتس بدل کړي.
ولکر چې په ۲۰۲۱م کال کې د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي په توګه ګمارل شوی هڅه کړې چې ملکي واکمنۍ ته د سیاسي انتقال زمینه برابره کړي، خو پوځ یې مخالفت کړی دی.
جرمني د ټيسلا شرکت په اړه څېړنې کوي

د ټیسلا برښنايي موټرو د کارکوونکو د شخصي معلوماتو تر افشا کېدو وروسته د جرمني چارواکو پرون وویل چې د دې شرکت په اړ څېړنې کوي.
د راپورونو له مخې زیات احتمال دا و، چې دغه افشا شوي شخصي اطلاعات د امریکا په دې کمپنۍ کې په پراخه پیمانه د لاسرسي وړ وي.
د جرمني په برادنبرګ کې چې ټیسلا په کې لویه فابریکه لري، د معلوماتو د خوندیتوب ادارې ویاند د دې څېړنې خبر ورکړی دی.
هغه ویلي، دا موضوع ځکه مهمه ده چې د اطلاعاتو د خوندیتوب له اړخه ښايي په ټوله نړۍ کې خلک اغېزمن شوي وي.
د جرمني یوې تجارتي ورځپاڼې راپور ورکړی چې د ټیسلا د کارکوونکو د سلو جي بي په شاوخوا کې اطلاعات د سلو مخبرانو له خوا لاس په لاس شوي دي.
دغه افشا شوي اطلاعات د ټیسلا د کارکوونکو، مشتریانو او تجارتي پروژو په اړه دي.
ټیسلا د جرمني دغې ورځپاڼې ته ویلي، د دوی شک دا دی چې یو مخکېنی کارکوونکی یې ښايي په دې افشاګرۍ کې لاس ولري.
په سربیا کې پوځ ته د تيار سئ امر شوی

د سربیا ولسمشر الکساندر وچیچ د خپل هېواد پوځ ته وروسته له هغې د تیارسئ امر وکړ، چې یوشمېر معترضانو د کاسوو په هغه ښار کې چې اکثریت وګړي یې سربان دي، له پولیسو سره شخړه وکړه.
د سربیا ولسمشر وچیچ پرون جمعه په هغه وینا کې چې له تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېده وویل، د پوځ ځینو قطعاتو ته امر شوی چې د کاسوو د سرحد پر لوري وخوځېږي.
هغه ویلي، دا څرګنده ده چې په کاسوو کې د سرب وګړو په وړاندې ترور روان دی.
د کاسوو په زیوچان ښارګوټي کې اعتراض کوونکي او پولیس وروسته له هغې سره لاس و ګرېوان شول، چې د خلکو یوه ډله د ښاروالۍ ودانۍ مخې ته راغونډ شول.
دوی هڅه کوله د ښاروالۍ ودانۍ ته د هغه البانیايي ټبره کس د داخلېدو مخه ونیسي چې په وروستیو کې د ښاروال په توګه ټاکل شوی دی.
د رویټرز اژانس په لیکنه، پولیسو پر اعتراض کوونکو اوښکي بهوونکي ګاز هم کارولي او د پولیسو یو موټر وروسته اور اخیستی دی.
دغه اعتراض وروسته له هغې کېږي چې ګڼو کسانو دغه محلي ټاکنې بایکاټ کړې.
په سوډان کې له اوربند سره سره پلازمېنه خرطوم کې جګړه روانه ده

سعودي عربستان او د امریکا متحدوایالتونو پرون جمعه وویل، داسې ښکاري چې په سوډان کې د شخړې دواړه اړخونه نافذ شوی اوربند تر ډېره حده رعایتوي.
دغه اوربند چې د سعودي عربستان او امریکا په منځګړیتوب ورباندې موافقه وشوه، له تېرې دوشنبې په سوډان کې نافذ شوی، خو په پلازمېنه خرطوم او غربي سیمه دارفور کې لا هم جګړې روانې دي.
ریاض او واشنګټن په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، بیا هم سختې شخړې تېره چهارشنبه شوې دي.
د اپرېل په نیمايي کې د پوځ د جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ د ځواکونو په نوم د پیاوړي ملېشه ځواک د مشر جنرال محمد حمدان دقلو ترمنځ جګړه پیل شوه.
د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې وسلهواله شخړه کې لږ تر لږه ۸۶۳ کسان وژل شوي، چې ۱۹۰ پهکې ماشومان دي.