د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۳

دونڅيک کې پر روسي ځواکونو بريد؛ مسکو: ۶۳ پوځيان مو وژل شوي


اوکرايني پوځيان، انځور - ارشيف
اوکرايني پوځيان، انځور - ارشيف

د روسیې پوځ د جګړې په یوه نادره اعتراف کې ویلي، د اوکراین د پوځ له‌خوا د روسیې تر ولکې لاندې ښار دونیڅک ته څېرمه په موقتي پوځي اډو د اوکراین د توغندیو په برید کې د دوی ۶۳ پوځیان وژل شوي.

روسیې وروسته له هغه د خپلو پوځیانو د وژل کېدو خبره تایید کړه چې د اوکراین پوځ او روس پلوه ټولنیزو شبکو د سلګونه کسانو د وژل کېدو اعلان وکړ.

د روسیې هوایي دفاعي سیسټم دوه HIMARS توغندي شنډ کړل.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند جنرال ایګور کوناشینکوف د دوشنبې په ورځ له مسکوه په یوه پيغام کې وویل: "د کییف رژیم د دونیتسک د خلکو جمهوریت کې ماکییوکا ته نږدې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو پر یوه موقتي ځای د متحده ایالاتو له‌خوا جوړ شوي HIMARS څو راکټ لانچر څخه شپږ توغندي وویشتل. د روسیې هوایي دفاعي سیسټم دوه HIMARS توغندي شنډ کړل. د موقتي کمپ په سیمه کې د لوړ چاودېدونکي سروکو لرونکو توغندیو په لګېدو سره ۶۳ تنه روسي سرتېري ووژل شول. د وژل شویو سرتېرو له خپلوانو او دوستانو سره به هر ډول اړینې مرستې او همکارۍ وشي."

روسي ځواکونو هم بې له دمې د اوکراین په بېلابېلو سیمو او پلازمېنې باندې راکټي بریدونه پیل کړي.

د اوکراین پوځ ادعا کړې چې د جنوري په دویمه باندې یې د روسیې ۴۴ راکټونه په هوا کې په نښه او ویشتلي دي.

اوکرايني سرتېري.
اوکرايني سرتېري.

خو د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیکچو بیا منلې چې د روسیې په راکټي بریدونو سره د برښنا تاسیسات ویجاړ شوي چې له امله یې ګڼ خلک له برښنا او د کورونو د تودوخې له امکاناتو بې برخې شوي.

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل لس میاشتې ووتلې.

سره له دې چې د اوکراین په جګړه کې اوکرایني او روسي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې خو روسي ځواکونه او د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین له جګړې نه لاس په سر کېږي.

بله خوا اروپايي ټولنې یو وار بیا له اوکراین سره خپلې ژمنې تازه کړي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزلا وون در لاین دوشنبه د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زلنسکي سره تر خبرو وروسته په څو ټویټونو کې ویلي اروپايي ټولنه تر څو پورې چې پر اوکراین د روسیې یرغل روان وي د اوکراین تر څنګ دریږي.

هغه چې د نوي کال په مناسبت له زلنسکي سره غږېدلې له اوکراین سره یې د کلکو مالي مرستو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د اتلسو میلیاردو یورو د مرستو بهیر به ډېر ژر پیل شي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG