د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

د اوکراين پر ملکي تاسيساتو د روسيې بريدونه؛ د برښنا د پرې کېدو خبرداری ورکول شوی


د اوکراين پر ملکي تاسيساتو روسيې بريدونه
د اوکراين پر ملکي تاسيساتو روسيې بريدونه

په داسې حال کې چې د اوکراین د برښنا شبکو د ترمیم چارواکي هڅه کوي چې د روسیې په وروستیو بریدونو کې ویجاړې شوې شبکې ژر بېرته ترمیم کړي، کییف خبرداری ورکړی چې د اوکراین ډېرې برخې به تیاره او له برښنا بې برخې وي.

د اوکراین د انرژۍ دولتي شرکت یوکرینیرګه Ukrenergo پرون جمعه په یوه بیان کې دغه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې، د اوکراین په شمال، جنوب او مرکزي برخو کې د انرژۍ تاسیساتو ته ډېر زیانونه رسېدلي او ترمیم به یو څه زیات وخت ونیسي.

چارواکو هیله څرګنده کړه چې د برښنا د تولید شبکه په څو ساعتونو کې بشپړ فعالیت پیل کړي.

په بیان کې ویل شوي چې دا شرکت د ترمیم لومړیتوب مهمو حیاتي تاسیساتو لکه روغتونونو، د اوبو د خدماتو شبکو، د حرارت د تولید شبکو او د چټلو اوبو د تصفیې بټیو ته ورکوي.

تېره شپه د اوکراین شمال ختیځ کې د اوکراین دوهم ستر ښار خارکییف خپلو نیمایي اوسېدونکو ته برښنا بېرته چمتو کړه او چارواکو هیله څرګنده کړه چې د برښنا د تولید شبکه په څو ساعتونو کې بشپړ فعالیت پیل کړي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په عین حال کې د انرژۍ سرچینو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال جیفري پیات چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ یې په اوکراین کې د روسیې د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې، پرون له کییف څخه کتنه وکړه ترڅو د ۵۳ ملیون ډالرو په ارزښت د بېړنۍ برښنا د تولید د هغو دستګاوو او وسایلو پر لېږد څارنه وکړي چې واشنګټن یې اعلان تېره میاشت له اوکراین سره د مرستو په برخه کې کړی و.

ښاغلي پیات له اوکرایني چارواکو او د یوکرینیرګه له چارواکو سره په دې اړه چې متحده ایالات او نور متحدین په څه ډول کولای شي چې له کییف سره مرسته وکړي چې د روسیې د حملو په وړاندې ځواب ووایي.

په عین حال کې د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیف بوریل پرون جمعه د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روسیې حملې وغندلې او هغه یې د کریملین د بې توپیره ترهګرۍ یوه بله بېلګه وبلله.

بوریل وویل، دغه بریدونه جنګي جنایت او وحشیانه عمل دی او له ټولو مسولینو سره یې باید حساب کتاب وشي.

روسیې د اوکتوبر له میاشتې راهیسې د اوکراین د انرژۍ په ګډون پر بنسټیزو تاسیساتو د هوایي بریدونو یوه پراخه لړۍ پیل کړې چې د دې هېواد ډېر تاسیسات یې ویجاړ کړي او ملیونه وګړي یې تیارې ته کېنولي خو مسکو وایي په بریدونه کې یوازې د پوځ اړوند تاسیسات په نښه کوي.

XS
SM
MD
LG