د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

د اوکراين په ختيځ کې جګړه؛ روسيې خپلو بريدونو ته دوام ورکړی


اوکراين کې جګړه
اوکراين کې جګړه

د اوکراین او روسیې ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې په سخته جګړه کې ښکېل دي، ماسکو په څو لوریو خپلو بریدونو ته ادامه ورکړې.

په دې ترڅ کې لوېدیځوالو او متحدانو یې د اوکراین د انرژۍ د زېربناو د بیارغاونې لپاره د اوکراین د ولسمشر ولودومیر زلنسکي تر غوښتنې، له کییف سره د ډېرو مرستو ژمنه کړې ده.

د اوکراین د لوی درستیز دفتر څرګندوي چې روسیي ځواکونو د اوکراین په ختیځ او مرکزي سیمو کې پر لیمان، باخموت، اودیفکا او زاپروژیا کې حملو ته ادامه ورکړې ده او په پټو سترګو هم پوځي تاسیسات او هم د ملکیانو استوګنځایونه په نښه کوي.

تر دې مخکې پرون د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي ویلي و چې، د باخموت او اودیفکا ښارونه سخت زیانمن شوې دي.

د راپورونو له‌مخې تر ټولو سخته جګړه په دونیڅک کې د روسیي او اوکرایني ځواکونو تر واک لاندې سیمه کې روانه ده.

ماسکو ویلي دي چې، په دونیڅک کې یې په تدریجي ډول پرمختګ کړی دی خو په سیمه کې د ماسکو پلوه بیلتون غوښتونکو مشر دینیس پوشلین ویلي دي چې، روسان په ځینو سیمو کې په سختۍ مخته کېږي. پوشلین وایي د دونیڅک تر نیمایي زیاته برخه د روسیې تر واک لاندې ده.

ماسکو ویلي دي چې، په دونیڅک کې یې په تدریجي ډول پرمختګ کړی دی

د ده دا ادعا په خپلواکه توګه نه‌ده تایید شوې.

د دې جګړو په ترڅ کې پرون په پاریس کې له اوکراین سره د مرستو په نړیوال کنفرانس کې د شاوخوا اویا هېوادو او نړیوالو موسسو استازیو برخه واخیسته.

په دې غونډه کې پر دې خبرې وشوې چې له اوکراین د انرژي، خوړو، اوبو، روغتیا او ترانسپورت په برخو کې د ژمي په ترڅ کې څرنګه او څومره مرسته کولی شي.

د اوکراین ولسشمر ولودومیر زلنسکي دې غونډې ته د ویډیو کنفرانس له لارې وویل چې، اوکراین د انرژي په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.

ولودومير زلنسکي
ولودومير زلنسکي

نوموړي وويل: "د برښنا رسولو په برخه کې اته سوه میلیونه یورو ته ضرورت دی. دا ډېرې پیسې دي، خو دا پیسې د اوکراینیانو د پارچوي د قیمت په تناسب ډېرې کمې دي. زه له تاسو څخه هیله کوم چې دا کنفرانس د یو لړ مهمو موافقو په ترسره کولو سره پای ته ورسوئ چې د اروپایي ټولنې هېوادونه له اوکراین سره د انرژي د رسولو په برخه کې د مرستو پرېکړې وکړي."

د دې غوښتنې په ځواب کې لوېدیځوالو او متحدانو یې له اوکراین سره د انرژي په برخه کې د یو میلیارډ یورو مرستو ژمنه اعلان کړه.

د ملګرو ملتو په وینا د فبروري له وروستیو راپه دې خوا چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، تر اوسه لږ تر لږه شپږ زره اووه سوه پنځه پنځوس ملکیان وژل شوي او لس زره شپږ سوه نور ټپیان شوې دي.

XS
SM
MD
LG