نړۍ
د برښنايي تجهيزاتو لپاره امريکا له اوکراين سره ۵۳مليارده ډالر مرسته اعلان کړې

د امریکا متحدو ایالتونو اوکراین ته د برښنا د تجهیزاتو رانیولو لپاره د ۵۳ ملیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ.
د دې کار هدف له کییف سره مرسته کول دي، چي وکړای شي د روسیې د هغو حملو مقابله وکړي، چې د اوکراین د انرژۍ سکټور په نښه کوي.
په وروستیو کې د اوکراین د برښنا پر تاسیساتو د روسیې حملې د دې سبب شوې چې په ملیونونو کسان له برښنا او د کورونو له تودولو بې برخې شي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل: دغه تجهیزات به په بېړني ډول اوکراین ته ولېږدول شي، چې اوکرایینیان د ژمي پر مهال ورڅخه کار واخلي.
دا اعلان داسې مهال کېږي، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران په بخارست کې سره پرون جرګه شوي او غونډه یې نن هم دوام کوي.
دغه وزیران له اوکراین سره د پوځي مرستې د زیاتوالي پر لارو چارو خبرې کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ارمنستان: لسګونه حکومت ضد مظاهره چیان نیول شوي

د ارمنستان په پلازمېنه ایروان کې پولیسو په لسګونو مظاهره چیان نیولي دي.
د ارمنستان پولیسو پرون وویل، څلور اتیا هغه کسان یې توقیف کړي دي چې د پولیسو د امر اطاعت یې نه کاوه.
د ارمنستان اپوزیسیون ډلو وروسته وویل، چې تر اوسه شاوخوا درې نیم سوه اعتراض کوونکي نیول شوي دي.
په نیول شویو کسانو کې د ارمنستان د پخواني ولسمشر رابرت کوچارین زوی لیوون کوچارین هم شامل دی.
د ارمنستان د اپوزیسیون مشرانو پرون له واکه د صدراعظم نیکول پاشنیان د لرې کیدو لپاره له خپلو پلویانو وغوښتل چې مظاهرې وکړي.
اعتراض کوونکي وایي چې دوی به خپلو مظاهرو ته تر هغو دوام ورکړي چې پاشنیان له واکه لاس نه وي اخیستی.
په ایران کې د معترضانو د ځپلو خبر ورکړل شوی

د ایران د بشري حقونو د څار ډله چې په ناروې کې مېشته ده، وایي، ایراني ځواکونو پروسږکال قصدا د اعتراض کوونکو سترګې او مخ په نښه کاوه او هغوی یې ځپل.
په ایران کې د دوه ویشت کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته اعتراضونه پيل شول.
مهسا امیني د پولیسو په توقیف کې تر وهلو او شکنجې وروسته بیسده شوه او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.
د ایران د بشري حقونو د څار په راپور کې چې پرون خپور شو، راغلي دي چې یوازې یې د یوسل او اته دیرش اعتراض کوونکو په سترګو کې د ټپونو نښې ثبت کړې دي.
کرکټ؛ د نولس کلنو ځوانانو د راتلونکي نړیوال جام نېټې او لوبډلې معلومې شوې

د کرکټ نړیوالې شورا د نولس کلنو ځوانانو ترمنځ د راتلونکي نړیوال جام نیټې، لوبډلې او ګروپ بندي اعلان شوه.
په اعلان شوې ګروپ بندۍ کې افغانستان په ډي ګروپ قرار لري او د ګروپ نورې لوبډلې یې پاکستان، نیوزیلنډ او نيپال دي.
یاد جام به د ۲۰۲۴ ز کال د جنورۍ میاشتې ۱۳مه نېټه د سریلانکا هېواد په کوربتوب پيل شي.
دا ځل د نولس کلنو ځوانانو په نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې په څلور بېلابېلو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.
د ویلو ده چې تېر نړیوال جام کې په ویسټ اینډیز کې ترسره شوی و چې افغانستان په نیمه پایلوبه کې انګلستان ته سیالي بایللې وه.
په هانګژو کې د سوریې او چین د ولسمشرانو لیده کاته شوي

د چین دولتي رسنیو د سوریې له ولسمشر بشار اسد سره د شي جین پینګ د کتنې خبر ورکړ.
اسد پرون په رسمي سفر چین ته ورسېد.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د سوریې ولسمشر په دې سفر کې هڅه کوي د خپل وران شوي هېواد په بیا رغونه کې د چین ملاتړ ترلاسه کړي.
بشار اسد به سبا په هانګژو ښار کې د اسیايي سیالیو د ۱۹ دورې د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
د چین دولتي خبري اژانس، سینهوا راپور ورکړ چې شي جین پینګ نن په هانګژو ښار کې له بشار اسد سره کتلي دي.
له منځني خیتځ بهر، چین یو له هغو څو ګوته په شمېر هېوادنو څخه دی چې په سوریه کې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته بشار اسد هلته سفر کوي.
د سوریې کورنۍ جګړه چې په ۲۰۱۱ کال کې پیل شوې وه، څه باندې پنځه سوه زره په کې وژل شوي، میلیونونه تنه بېځایه شوي او د دې هېواد بنسټونه او نورې صنایع په کې زیایمنې شوي دي.
د اوکراین ولسمشر د کاناډا پارلمان ته وینا کوي

تمه ده د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي نن د کاناډا په پارلمان کې وینا وکړي.
دا وینا د هغه کمپاین برخه ده چې زیلینسکي غواړي د روسیې پر ضد جګړه کې د لوېدیځو هېوادونو ملاتړ ترلاسه کړي.
د اوکراین ولسمشر په واشنګټن کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن او نورو قانون جوړونکو سره تر کتنې وروسته د کاناډا پلازمېنې ته لاړ او د دې هېواد صدارعظم جاستن ترودو د اوتاوا په هوايي ډګر کې ښاغلی زیلینسکی ته ښه راغلاست ووایه.
تمه ده چې ترودو به هم نن پارلمان ته وینا وکړي.
د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې کاناډا ته د اوکرین د ولسمشر دا لومړی سفر دی.
د جګړې له پیل وروسته زیلینسکي په انلاین ډول د کاناډا پارلمان ته وینا کړې وه.
په لاتویا کې شاوخوا ۳۵۰۰ روسي اتباع د کډوالۍ ادارې لیکونه ترلاسه کوي

په لاتویا کې شاوخوا ۳۵۰۰ روسي اتباع دا اوونۍ د کډوالۍ ادارې لیکونه ترلاسه کوي چې په کې د دغه هېواد نه د وتلو په اړه ورته ویل شوي.
د لاتویا د مهاجرت ادارې پرون سپټمبر ۲۱مه وویل هغه کسان چې د خپل دایمي استوګنې د مودې غځولو لپاره یې اړین اسناد نه دي سپارلي او یا یې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د لاتویا ژبې د ازموینې لپاره نوملیکنه نه ده کړې باید د نومبر تر ۳۰مې له لاتویا څخه ووځي.
د مهاجرت د قانون د تعدیل پر بنسټ چې په ۲۰۲۲ کال کې د لاتویا د پارلمان له خوا تصویب شو، پر اوکراین د مسکو د برید په غبرګون کې د روسي اتباعو د استوګنې مقررات سخت شول.
په لاتویا کې د اوسېدو په خاطر باید د روسیې اتباع د دایمي استوګنې لپاره غوښتنه وکړي او د لاتویا ژبه زده کړي.
اوکراین جګړه؛ زیلینسکي په دې جګړه کې د امریکا له مرستو مننه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پرون په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره وکتل او د امریکا له مشر یې مننه وکړه چې له اوکراین سره یې د روسیې پر ضد جګړه کې مرسته کړې ده.
له خپل امریکايي سیال سره تر پرونۍ لیدنې مخکې زیلینسکي د امریکا د کانګرس او د امریکا د پوځ له مشرانو سره هم کتلي وو.
بایډن له زیلینسکي سره په لیدنه کې د روسیې له یرغل سره د مبارزې په برخه کې د اوکراین د خلکو د زړورتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې د امریکا خلک هوډمن دي او د دې ډاډ ترلاسه کولو لپاره به هر څه وکړي چې نړۍ به د اوکراین تر څنګ ودرېږي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې متحده ایالات اوکراین ته د پام وړ نوي هوايي دفاعي وړتیا ورکوي، خو دا مهال کییف ته د اوږد واټن ویشتونکي اکتامس توغندي نه ورکوي.
دا ډول توغندي تر ۱۹۰مایله واټن وهلی شي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د عامو انتخاباتو نېټه اعلان کړه

د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون د عامو انتخاباتو نېټه اعلان کړه.
دغه کمېسیون پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د راتلونکي ۲۰۲۴ د جنورۍ په وروستۍ اوونۍ به انتخابات ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د انتخاباتي حوزو ابتدايي لېست د ډسمبر په ۲۷مه نېټه اعلان شي.
پخوا د پاکستان د انتخاباتو کمېسیون ویلي وو چې تر ډسمبر پورې به انتخاباتي حوزې معلومې او ورپسې سمدستي د انتخاباتو نېټه اعلان کړي.
د سوریې ولسمشر بشار اسد چین ته رسېدلی

د سوریې ولسمشر بشار اسد پرون د چین هانګژو ښار ته ورسېد.
د اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د چین د باندنیو چارو وزارت ویلي چې اسد به د یو شمېر نورو بهرنیو مشرانو ترڅنګ د اسیايي لوبو په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
دا لوبې د دوشنبې په ورځ پیلېږي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی مایو نینګ ویلي چې دغه هیواد ته د بشار اسد سفر به د چین اوسوریې د اړیکو د لا پیاوړتیا، د دوه اړخیز سیاسي اعتماد او همکاریو له ډېرېدو سره مرسته وکړي.
رییسي: هستوي تړون ته بیا ورتګ د تهران او واشنګټن اړیکو کې پرمختګ راوستلای شي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي وایي، که د ولسمشر جو بایډن اداره لېوالتیا ولري چې د ۲۰۱۵م کال هستوي تړون ته وروګرځي، د تهران او واشنګټن اړیکې پرمختګ کولای شي.
رییسي چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ګډون په هدف نیویارک ته تللی د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، د دې کار لومړنی ګام باید د بندیزونو لرې کول وي.
هغه وایي، امریکایانو له څو لارو ورسره اړیکه نیولې او په خبره یې خبرو ته لېوالتیا لري.
د ایران ولسمشر وایي، دوی باور لري چې دا ډول خبرې باید له عملي اقداماتو سره یوځای ترسره شي.
د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د ایران او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ له شوي اټومي تړون نه ووت.
په همدې حال کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د روانې میاشتو په لومړیو کې وویل چې ایران د یورانیمو د پخولو چارې د وسلو جوړولو کچې ته راټیټ کړي دي.