نړۍ
بلېنکن: روسيه اوکراين کې د جګړې ختمولو لپاره خبرو ته لېوالتيا نهلري

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، واشنګټن داسې کومه نښه نه ګوري چې مسکو دې په اوکراین کې د روانې جګړې د ختمېدو لپاره خبرو ته لېوالتیا ولري.
انتوني بلېنکن پرون د امریکا CBS نیوز ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل، روسیه بامفهومې ډیپلوماسۍ ته لېواله نهده.
د ده په وینا د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د اوکراین د جګړې په ډګرونو کې له شاتګونو وروسته خپل تاکتیکونه بدل کړي دي.
په وروستیو اوونیو کې د روسیې پوځ په اوکراین کې پر اساسي پروژو پر حملو تمرکز کړی او د دونیڅک سیمې په باخموت ښار کې یې پوځي عملیات شدید کړي دي.
روسیې دغه راز د اوکراین د خرسون ښار پر ځینو ساحو چې تېره میاشت د روسیې تر ۸ میاشتني اشغال وروسته د اوکراین د پوځ لهخوا بېرته نیول شوي، د توغندیو حملې کړې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بیلسټروم: ترکیه په ناټو کې د سویډن ځندولی غړیتوب تصویبوي

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم نن وویل چې ترکیې سویډن ته ویلي چې په ناتو تړون کې د سویډن غړیتوب به چې څو اوونۍ یې ځنډولی، تصویب کړي.
سویډن او فنلنډ پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته په ناتو تړون کې د غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه وړاندې کړل.
د فنلنډ غړیتوب هم چې ترکیې او هنګري یې د یوې مودې لپاره ځنډولی و، په دې تړون کې منل شوی، خو د سویډن له غړیتوب سره تراوسه ترکیې مخالفت کړی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې هېواد یې د ناټو غړی دی، پر دغو هېوادونو تور پورې کړی و چې د هغو ډلو ملاتړ او ساتنه کوي چې انقره یې ترهګرې ډلې بولي.
د ترکیې پارلمان د فنلنډ غړیتوب د اپرېل په میاشت کې تصویب کړ، خو سویډڼ تراوسه انتظار باسي.
ترکیې تراوسه د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر د وروستیو څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.
نړیوالو منځګړو د نورو اسراییلي بندیانو ازادېدو ته هیله ښودلې

نړیوالو منځګړیو چې نن چهارشنبې یې په غزه کې د اوربند د غځولو لپاره کار وکړ، هیله من دي چې حماس به چې امریکا او اروپایي ټولنه یې یوه ترهګره ډله پېژني، د اسراییل له زندانونو د فلسطیني بندیانو د خلاصون په بدل کې نور یرغمل شوي ازاد کړي او هم به نور مهلت ترلاسه کړي چې اسراییل پرې هوايي او ځمکني بریدونه ونه کړي.
د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند د غځېدو لپاره هڅو کې قطر او مصر منځګړیتوب کوي.
که په دې اړه یو توافق ترلاسه نه شي، اوربند به یوه ورځ وروسته پای ته ورسېږي.
اسراییل په وروستیو ورځو کې د لسګونو یرغمل شویو د آزادېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي که حماس د لسګونو نورو یرغملو خوشې کولو ته دوام ورکړي نو اوربند به وساتي.
خو د اسراییل بل لوی هدف به چې د سخت دریځې حماس ډلې له منځه وړل دي، ښایي ترلاسه نه شي.
د اسوشېټېډپرېس آژانس د راپور له مخې په تېرو څو ورځو کې چې د اسراییل او حماس ترمنځ په غزه کې موقت اوربند ټینګ شوی، حماس تراوسه ۶۰ اسراییلیان چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي، آزاد کړي دي.
پر دې سربېره حماس په دې موده کې نولس ټایلنډیان، یو فلیپیني او یو د اسراییل او روسیې دوه ګونی تابعیت لرونکی هم آزاد کړي دي.
دغه راز اسراییل هم له خپلو زندانونو ۱۸۰ فلسطیني بندیان چې ښځې او تنکي ځوانان دي آزاد کړي دي.
ګومان کېږي چې شاوخوا یونیم سل تنه به تراوسه له حماس سره یرغمل وي.
که د دغو یرغملو د خوشې کولو بهیر په اوسنۍ بڼه چې د ورځې شاوخوا لس تنه آزادېږي دوام وکړي نو اوربند کېدای شي دوه اوونۍ نور وغځېږي.
د لاتویا بهرنیو چارو وزیر د ناټو عمومي منشي د مقام لپاره لېوالتیا ښودلې

د لاتویا د بهرنیو چارو وزیر کریشیانیس کارینش د ناټو د عمومي منشي د مقام لپاره لېوالتیا ښودلې او ویلي یې دي، دا ټلواله داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې د اجماع جوړولو توان ولري، لویو دفاعي لګښتونو ته ژمن وي او له روسیې سره د مقابلې لپاره یو واضح نظر ولري.
کارینش پرون په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې خبریالانو ته وویل ناټو داسې یوه مشر ته اړتیا لري چې له غړو هېوادو سره د جلا او ګډ کار وړتیا ولري او وکولای شي چې ټول یوه تګلوري ته سم کړي.
دا احتمال شته چې ناټو د راروان کال په جولای میاشت کې به واشنګټن کې په خپله راتلونکې سرمشریزه کې د ناټو لپاره یو نوی عمومي منشي ونوموي.
د امریکا سنا د اسراییل او اوکراین لپاره د پوځي مرستې نوې بستې په اړه بحث کوي

تمه ده چې د امریکا سنا به د ولسمشر جوبایډن له خوا د اسراییل او اوکراین لپاره د پوځي مرستې د نوې بستې د طرحې په اړه راتلونکې اونۍ بحث وکړي.
د سنا د اکثریت مشر چک شومر پرون په خپله اونیز خبري غونډه کې وویل، دا موضوع به راتلونکې اوونۍ په سنا کې یاده کړي او هیلهمن دی چې دواړه ګوندونه به یې ملاتړ وکړي.
ولسمشر جوبایډن تېره میاشت له کانګرس څخه د ۱۰۵ میلیارد ډالره پوځي مرستې غوښتنه وکړه چې د اوکراین لپاره د څه باندې ۶۰ میلیارد او د اسراییل لپاره د ۱۴،۳ میلیارد ډالره مرستې طرح هم پهکې وه، خو دا غوښتنه په کانګرس کې تراوسه بلاک شوې ده.
سناتور شومر وویل چې د دې لایحې تصویب حتی که د سرحدي امنیتي تدابیرو د تمویل په برخه کې چې جمهوریپالو وکیلانو یې غوښتنه کړې وه کوم توافق هم ونه شي، یوه اړتیا ده.
اوکرایني چارواکي: د سومي پر 'سیري دینا' کلي د روسیې حملو درې کسان وژلي

د اوکراین چارواکي وايي، د دې هېواد د شمال ختیځې سیمې سومي پر سیري دینا کلي د روسیې توغندويي حملو ۳ کسان وژلي دي.
د سومي سیمه ایزو چارواکو پرون وویل، په وژل شویو کې یو اوه کلنه ماشومه چې له خپل پلار سره په موټر کې وه، هم شامله ده.
د دې چارواکي په وینا، په دې حمله کې د استوګنې پنځه کورونه ویجاړ شوي دي.
د سومي د څارنوالۍ دفتر ویلي، په دې اړه یې څېړنې پیل کړي چې آیا روسیې د دې حملې په وسیله د جګړې قوانین تر پښو لاندې کړي دي که نه.
د دنیپروپیتروفسک سیمې والي سیرهي لیساک وايي، په جنوبي نیکوپول ښار کې هم د روسیې په یوه بله حمله کې یوه پنځه پوړیزه ودانۍ ولګېده.
نن د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند شپږمه ورځ ده

نن د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند شپږمه ورځ ده او تمه کېږي چې دوه ځل نور هم حماس ډله اسراییلي یرغمل او اسراییل فلسطیني بندیان خوشې کړي.
حماس چې د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا ترهګر سازمان ګڼل کېږي د اکټوبر په اوومه پر اسراییل په برید سره د راپورونو له مخې د څه باندې ۱۲۰۰ کسانو په وژلو سربېره ۲۴۰ تنه یرغمل هم کړل.
په تېرو پنځو ورځو کې شاوخوا اتیا دا یرغمل نیول شوي خلک د حماس له خوا خوشې شوي، خو لا هم حماس او نورو فلسطیني ډلو شاوخوا ۱۶۰ کسان ساتلي دي.
اسراییل هم په بدل کې یو شمېر فلسطینیان خوشې کړي.
اسراییل ویلي که څرګنده شي حماس د توافق له مخې نور یرغمل نه خوشې کوي نو دا ډله به د خپل ټول ځواک په کارولو سره وځپي.
اسراییلي چارواکي سره له دې چې په غزه کې د ملکي تلفاتو د مرګژوبلې عامل حماس بولي، خو په غزه کې د روغتیا وزارت ویلي چې لږ تر لږه ۱۳ نیم زره کسان د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي.
د بندي سیاسي فعالانو کورنۍ: ایران بندیانو ته د مدافع وکیل اجازه نه ورکوي

په ایران کې د ۱۳ بندي سیاسي فعالانو کورنۍ وايي چې حکومت د دوی بندیانو ته د مدافع وکیل اجازه نه ورکوي.
دا کسان په ختیځ آذربایجان کې نیول شوي، خو تورونه یې لا هم معلوم نه دي.
د داوود شیري ورور ایوب شیري، چې یو زنداني دی، د ازادۍ راډیو د ایران څانګې فردا ته وویل، د سپټمبر په ۲۲ مه په تبریز کې د هغه د ورور له نیول کیدو راهیسې، دوی یوازې درې واره لنډې ټلیفوني خبرې کړي دي.
دې وضعیت د بندیانو د کورنیو ترمنځ اندېښنې زیاتې کړي.
په ځانګړي توګه هغه کسان په اندېښنه کې دي چې ښایي د کورنیو غړي یا خپلوان یې په یو کسیزه بندخونه کې پراته وي.
د ایران رژیم تراوسه د دغو فعالانو د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم د دوی د کورنیو او د بشري حقونو د څارونکو اندېښنې ځواب کړي.
د اروپایي ټولنې ستره محکمه: د عامه خدمتونو ادارې خپل کارکوونکي له مذهبي نښو منع کولای شي

د اروپايي ټولنې سترې محکمې حکم کړی چې د دې ټولنې په غړو هېوادونو کې د عامه خدماتو د ادارو مسوولان کولای شي خپل کارکوونکي د مذهبي علایمو د لرونکو جامو، مثلا د پوړني له اغوستو څخه منع کړي.
دا په هغه هغه لانجمنه مسئله کې چې له کلونو راهیسې یې اروپايي ټولنه په خپلو کې وېشلې ده، وروستۍ پرېکړه ده.
دا قضیه د اروپايي ټولنې د عدالت محکمې ته وروسته له هغه راوړل شوه چې د بلجیم د ختیځ ښار انس Ans د ښاروالۍ یوې کارکوونکې ته وویل شول چې دا د کار پرمهال د پوړني د اغوستو اجازه نه لري.
له دې وروسته د انس ښاروالۍ ادارې د استخدام مقررات بدل کړل، داسې چې کارکوونکي یې باید د مذهبي یا ایډیالوژیکو علایمو د لرونکو جامو له اغوستلو ډډه وکړي.
ناټو: امریکا دې د جمهوريپالو له مخالفت سره- سره د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي

د ناټو عمومي منشي یینس ستولتینبیرګ وايي، دی تمه لري چې متحدایالات به د جمهوریپالو له مخالفت سره -سره له خپلې خاورې څخه د روسي ځواکونو د اېستلو لپاره په مبارزه کې له اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.
ځینو جمهوريپالو وکیلانو له اوکراین سره د واشنګټن د مرستو په اړه شک څرګند کړی دی.
ستولتینبیرګ نن د ناټو د ۳۱ غړو هېوادونو د بهرنیوچارو د وزیرانو په غونډه کې وویل چې پر اوکراین د یرغل له پیله متحدو هېوادونو له اوکراین سره بېدرېغه پوځي مرستې وکړې او د همدې مرستو په مټ دې هېواد وکولای شوای چې روسي ځواکونو ته درانه زیانونه واړوي، نو ځکه د ده په وینا دا مرستې باید دوام وکړي.
ولسمشر جوبایډن تېره میاشت له کانګرس څخه د ۱۰۵ میلیارد ډالره پوځي مرستې غوښتنه وکړه چې د اوکراین لپاره د څه باندې ۶۰ میلیارد او د اسراییل لپاره د ۱۴،۳ میلیارد ډالره مرستې طرح هم پکې وه، خو دا غوښتنه په کانګرس کې تراوسه بلاک شوې ده.
ستولتینبیرګ په دې اړه چې آیا په واشنګټن کې له روانو مخالفتونو سره سره به له اوکراین سره د امریکا ملاتړ دوام وکړي کنه ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، د امریکا مرستې به چې تراوسه له ۴۰ میلیارد ډالرو اوښتي دي دوام وکړي.
اوکرایني چارواکي: روسیې تېره شپه پر کریوي ریه ښار توغندي ویشتي

اوکرایني چارواکي وايي چې د روسیې پوځ تېره شپه د اوکراین د ختیځې دونېڅک سیمې پر کریوي ریه ښار د توغندیو برید وکړ.
د دې ښار د پوځي ادارې مشر ایوهین سیتني چینکو نن پر خپله ټلګرام پاڼه دا خبر ورکړی او ویلي یې دي چې چارواکي اوس مهال د دې حملې د زیانونو په اړه څېړنې کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د ښار عامه تاسیسات تراوسه په عادي ډول کار کوي.
د دنیپروپیتروفسک د څېرمه سیمې والي سیرهي لیساک هم پر ټلګرام خبر ورکړی چې د روسيې پوځ پر نیکوپول ولسوالۍ هم د توپچي ډزې کړي.
نوموړی زیاتوي چې د دې حملې د زیانونو په اړه هم تراوسه راپور نه دی ورکړل شوی.