د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

د اوکراين ولسمشر امريکا ته روان شو


د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي له اوکرايني پوځيان سره
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي له اوکرايني پوځيان سره

نژدې لس میاشتې مخکې روسیې پر اوکراین حمله وکړه، په دې موده کې ولسمشر زلنسکي بهر ته سفر نه و کړی.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي چې غالبا یې نړۍ په دې حیرانه کړې چې د جګړو ډګرونو ته سفر کوي اوس واشنګټن ته د پوځي مرستې د جلبولو په خاطر روان دی.

ولسمشر زلنسکي په ټویټر کې لیکلي دي چې متحد ایالتونو د ده سفر د اوکراین د مقاومت او دفاع د پیاوړتیا لپاره دی.

تمه ده چې نوموړی له جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري او کانګرس ته ورشي.

زلنسکي په دوه زره نولسم کال کې ولسمشر شو.

سږکال چې کله د فبروري په وروستیو کې روسیي پوځیانو پر اوکراین برید وکړ زلنسکي په اوکراین کې پاتې شو.

د دې جګړې په پيل کې واشنګتن ده ته وړاندیز وکړ چې له کییفه ووځي، هغه وخت په بریتانیا کې د اوکراین سفارت د زلنسکي په وینا دا خبره وکړه چې دلته جګړه ده.

ولودمير زلنسکي
ولودمير زلنسکي

روسیه وایي چې په اوکراین کې یې ځانګړي پوځي عملیات روان کړې دي او وایي چې دا عملیات د دې لپاره دي چي اوکراین د ماسکو په وینا د هتلر له نازي فکره خالي کړي او غیرنظامي کړي.

د جګړې له پیله تر اوسه ولسمشر زلنسکي د نړۍ په لسګونو پارلمانونو، انستیتیوتونو او موسسو ته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي خو تر اوسه یې کله هم کوم هېواد ته سفر نه‌دی کړی.

د روسیې تر برید نژدې یوه اونۍ مخکې د فبروري په نولسمه ده په جرمني کې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې برخه اخیستې وه.

د ده مېرمنې اولینا زلنسکا په اوړي کې واشنګتن ته سفر کړی و او د جولای په میاشت کې یې کانګرس ته هم وینا کړې وه، همداراز مېرمن زلنسکا په تېرو لسو میاشتو کې یو شمېر نور نړیوال سفرونه هم کړې دي.

د ولسمشر زلنسکي دفتر پرون خبر ورکړ چې ولسمشر د اوکراین په ختیځ کې د باخموت په ښار کې د جګړې لومړۍ کرښې ته ولاړ، دا هغه سیمه ده چې درنه جګړه په‌کې روانه ده.

نوموړی به نن واشګتن ته ورسیږي او سپینه ماڼۍ وایي چې کله له ولسمشر بایډن سره ویني هغه به له اوکراین سره د امنیت په برخه کې د مرستې اعلان وکړي.

XS
SM
MD
LG