د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

د عراق صدراعظم دغه هېواد کې د امريکايي پوځيانو د حضور دفاع کړې


د عراق صدراعظم محمدالشیاع السوداني
د عراق صدراعظم محمدالشیاع السوداني

د عراق صدراعظم محمدالشیاع السوداني په خپل هېواد کې د امریکايي پوځیانو د حضور د دفاع ترڅنګ ویلي چې، له دې هېواده د امریکايي پوځیانو د وتلو لپاره هیڅ راز مهالوېش نه‌شته.

ښاغلي السوداني پرون (یکشنبه) له وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، فکر کوي چې هېواد یې بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لري او نور وخت پکار دی چې داعش یو مخ محوه شي.

دا له کله چې السوداني د عراق صدراعظم ګومارل شوی، له یوې امریکايي ورځپاڼې سره یې لومړنۍ مرکه ده.

وال ستریټ ژورنال وايي، د ښاغلي السوداني څرګندونې ښېي چې نوموړی د خپلو پلویانو په پرتله، چې ایران ته نژدې دي، په عراق کې د امریکايي پوځیانو د حضور په اړه نرم دریځ لري.

اوس دوه زره امریکايي پوځیان عراقي پوځیانو ته د سلا او روزنې ورکولو لپاره په عراق کې مېشت دي

فرانس‌پریس اژانس هم د امریکايي پوځیانو د حضور په تړاو د عراق د صدراعظم نرم دریځ ته په اشارې ویلي چې، اوس دوه زره امریکايي پوځیان عراقي پوځیانو ته د سلا او روزنې ورکولو لپاره په عراق کې مېشت دي او د ناټو ځواکونه هم د پوځي هدفونو لپاره په عراق کې دېره دي.

د عراق پارلمان په ۲۰۲۱ کال د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکايي ځواکونو په حمله کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته له عراقه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه.

عراق کې امريکايي پوځيان، انځور - ارشيف
عراق کې امريکايي پوځيان، انځور - ارشيف

د عراق صدراعظم، چې هېواد یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، وايي چې واشنګټن ته به یو جګپوړی پلاوی واستوي چې د امریکا له ولسمشر سره د ده د کتنې سریزې برابرې کړي.

ښاغلي السوداني په وروستیو کې په بصرې بندر کې د خلیج د عربي هېوادونو د فوټبال د مسابقو د پیل لپاره په جوړو شویو مراسمو کې وویل چې د عربي خلیج جام سیالۍ پرانیزي.

خلیج ته ایرانیان فارس خلیج او عربان عربي خلیج وايي، پر دې نوم دواړه خواوې سخت حساسیت ښېي.

ایران په دې خاطر پر السوداني اعتراض وکړ خو السوداني د دغه نوم دفاع وکړه.

XS
SM
MD
LG