د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

ملګري ملتونه: داعش کابل کې پر سفارتونو د بريد خبرداری ورکړی


کابل کې د ايران سفارت
کابل کې د ايران سفارت

ملګروملتو په یوه راپور کې وویل، د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې په نړۍ کې د طالبانو د لا منزوي کولو په خاطر خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې به د چین، هند او ایران پر سفارتونو بریدونه وکړي.

ایران، چین او هند له هغو څو ګوته په شمېر هېوادونو څخه دي چې لا یې هم په افغانستان کې سفارتونه فعال ساتلي دي.

داعش اوس په افغانستان کې د طالبانو لپاره تر ټولو جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي او په تېر نژدې یو نیم کال کې، چې طالبان واک ته رسېدلي، دې ډلې په کابل او نورو ولایتونو کې خونړۍ حملې کړي دي.

دې ډلې په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو او همداراز په دغه ښار کې پر یوه هوټل چې چینایان په‌کې اوسیدل، د بریدونو مسوولیت منلی دی.

سعودي یو له اوو هېوادونو څخه و چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی و.

ملګروملتو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرچینې پر اساس ویلي، سعودي عربستان د فبرورۍ په دوهمه د سختدریځو ډلو د ګواښونو په خاطر په کابل کې خپل سفارت بند کړ او خپل ډیپلوماتان یې اسلام اباد ته ولېږدول.

څرګنده نه‌ده چې سعودي به کله بېرته خپل ډیپلوماتان کابل ته بېرته ولېږي.

سعودي یو له اوو هېوادونو څخه و چې په کابل کې یې سفارت پرانیستی و.

ارشيف
ارشيف

د ملګروملتو د راپور له‌مخې، چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړ، د ترکیې او قطر سفارتونو د امنیتي ګواښونو له کبله په لوړه کچه امنیتي ترتیبات نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان ادعا کوي چې داعش یې له‌منځه وړی او نور په افغانستان کې کومه سیمه تر کنټرول لاندې نه‌لري.

دوهم تر ټولو خطرناک داعش د افغانستان په ښارونو کې رالوی شوی

د سیاسي چارو شناند او ژورنالیست سمیع یوسفزی، چې د داعش او سختدریځو ډلو په اړه یې څېړنیز راپورونه چمتو کړي، وايي دا سمه ده چې داعش په افغانستان کې کومه جغرافیه په کنټرول کې نه‌لري خو هغه داعشیان چې په ښارونو کې خپاره شوي، لا خطرناک دی.

نوموړي وويل: "یو هغه داعش و چې سیمې به یې په لاس کې لرلې، جګړې به یې کولې، دوهم تر ټولو خطرناک داعش د افغانستان په ښارونو کې رالوی شوی داعش دی چې اکثره یې ډاکتران او انجینران دي لکه دا اوس چې د داعش مشر چې دی شهاب ابومهاجره له پولتخنیک څخه فارغ شوی او ماسټري لري. ده په کابل کې د بوکسنګ کلب درلود."

سره له دې چې په کابل کې د هند سفارت بشپړ فعالیت نه‌دی پیل کړی خو تېر کال د هند د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر ډیپلوماتان خپل سفارت ته ولېږل چې افغانانو ته د هند بشري مرستې تنظیم کړي.

سعودي او يو شمېر هېوادونو هم دوې ورځې وړاندې کابل کې خپل سفارتونه وتړل.
سعودي او يو شمېر هېوادونو هم دوې ورځې وړاندې کابل کې خپل سفارتونه وتړل.

د ملګروملتو د مالوماتو پر اساس، د داعش تازه ګواښ د طالبانو د حکومت لپاره لوی ګوزار دی ځکه چې دوی هڅه کوي چې د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ټینګې کړي او په دې توګه نه یوازې خپل حکومت ته مشروعیت ترلاسه کړي بلکې د افغانستان د ویجاړ اقتصاد له ښه کېدو سره مرسته وشي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا په شمول کابو ټولو لوېدیځو هېوادونو خپل سفارتونه له کابله و ایستل او قطر ته یې یووړل.

د راپور د مالوماتو پر اساس، د طالبانو انزوا د افغانستان اقتصاد نور هم له ستونزو سره مخامخوي.

د ملګروملتو د راپور له‌مخې، داعش، چې مرکزونه یې د پاکستان پولې ته نژدې د افغانستان په کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې دي، تر ۶ زره پورې کسان لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG