د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

رسنۍ: په افغانستان کې عربستان او ځینو لوېدیځو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي


د سعودي عربستان بيرغ
د سعودي عربستان بيرغ

طالب چارواکي مني چې په افغانستان کې د سعودي عربستان کارکوونکي د یوې اوونۍ لپاره له دې هېواد وتلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن ازادي راډیو ته وویل: "د هغې اطلاع له مخې چې موږ ته رسېدلې دا ده چې دوی د یوه ټراییننګ لپاره د یوې اوونۍ لپاره تللي دي او بېرته راګرځي."

العربیه ټلوېزیون پرون مازدیګر راپور ورکړ چې سعودي عربستان او ورسره ځینو لوېدیځو هېوادونو د امنیتي ستونزو له امله په افغانستان کې خپل سفارتونه تړلي.

تر څنګ یې د سما په نوم یو پاکستاني ټلوېزون په افغانستان کې د متحده‌عربي اماراتو د سفارت د تړل کېدو خبر هم ورکړی، خو رسمي نه سعودي عربستان او نه هم متحده‌ عربي اماراتو په دې اړه څه ويلي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته، په افغانستان کې سعودي عربستان، متحده‌عربي اماراتو، قطر، ترکیې، چین، روسیې، پاکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او د قزاقستان سفارتونو او د اروپايي ټولنې استازولۍ له لږ ځنډ وروسته، خپل فعالیتونه پیل کړل.

کابل کې د پاکستان سفارت
کابل کې د پاکستان سفارت

خو العربیه ټلوېزیون پرون د لوېدیځو هېوادونو چې احتمالا هدف یې د اروپايي ټولنې استازولي ده، د تړل کېدو خبر هم ورکړ، هغه چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد یې په اړه وايي، دا خبرونه نه شي تاییدولی او په اړه به یې معلومات وکړي.

له کله چې طالبان واک ته رسېدلي په افغانستان کې د روسیې او پاکستان په سفارتونو بریدونه شوي.

تر خوا یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مخې ته چېرې چې د چین سفارت هم نږدې دی، ځانمرګی برید وشو، هغه څه چې له امله یې په افغانستان کې د بهرنیو د ډیپلوماټیکو مرکزونو د امنیتي خوندیتوب په اړه اندېښنې را پورته شوې.

له دې بریدونو وروسته، روسیې، چین او پاکستان له طالبانو وغوښتل چې د دوی د سفارتونو او کارکوونکو امنیت وساتي.

په افغانستان کې د بهرنیو یو شمېر هېوادونو د سفارتونو د تړل کېدو موضوع داسې مهال مطرح کېږي چې د طالبانو اوسنی رژیم لا هیڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او ترڅنګ یې د څو محدودو هېوادونو سربېره، په نورو هېوادونو کې د سفارت دننه طالب استازو ته د کار اجازه هم نه‌ده ورکړل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG