د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

کابل کې پر يوه هوټل بريد؛ ايا افغانستان کې د چينايانو پانګونه له خطر سره مخ ده؟


کابل کې هغه هوټل چې داعش وسله‌والو بريد پرې وکړ
کابل کې هغه هوټل چې داعش وسله‌والو بريد پرې وکړ

د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې د خراسان څانګې تېره اوونۍ د ډسمبر په دولسمه د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر یوه هوټل خونړی برید وکړ.

د طالبانو د حکومت چارواکو وویل چې، درې وسله‌والو دغه برید کړی و چې درې واړه ووژل شول او دوه چینایي وګړي برسېرن ټپیان شوي دي.

خو پیکنګ په دې برید کې د ټپي شویو چینایانو شمېر زیات وښود او ویې ویل چې، لږ تر لږه د دې هوټل پنځه مېلمانه ټپیان شوي دي.

لږ تر لږه د دې هوټل پنځه مېلمانه ټپیان شوي دي.

د چینایي سوداګرو د یوه مشر له قوله، د لونګان په نوم د چینایانو په دې هوټل کې د حملې په مهال له دېرشو زیات چینایي اتباع اوسېدل.

د کابل د ایمرجنسي روغتون وویل چې، درې مړي او اتلس ټپیان ور وړل شوي دی.

د کابل په شهرنو کې پر لونګان هوټل دغه برید له دې اړخه مهم دی چې دا د تېر کال د اګست له میاشتې راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، اول وار دی چې په دې هېواد کې د چینایانو پر ګټو لویه حمله کېږي.

د راپور له‌مخې دغه برید یو ځل بیا په افغانستان کې د پیکنګ مخ په زیاتېدونکو سوداګریزو فعالیتنو رڼا غوړولې چې تر ډېره څرګند نه‌دي.

چین په نړۍ کې یو له هغو څو هېوادونو دی چې د طالبانو له حکومت سره چې تر اوسه د نړۍ هیڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، سوداګرۍ ته لېواله دی.

کابل کې پر هغه هوټل د بريد انځور چې چينايي وګړي په‌کې اوسېدل
کابل کې پر هغه هوټل د بريد انځور چې چينايي وګړي په‌کې اوسېدل

چینایي اتباع د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې پر ټولې لویې بهرنۍ ټولنې بدل شوي.

له وزارتونو څخه د چینایي دولتي شرکتونو د استازیو لیدنې کتنې او له طالب چارواکو سره یې خبرې په یوه عادي چاره بدله شوې ده.

په کابل کې د چینایانو پر هوټل د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې برید وروسته له هغې کېږي چې دې ډلې په وروستیو میاشتو کې په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو هم بریدونه کړي و.

چینایي اتباع د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې پر ټولې لویې بهرنۍ ټولنې بدل شوي.

چین، روسیه او پاکستان د هغو څو کمو هېوادونو په ډله کې دي چې په کابل کې یې ډیپلوماتیکې نمایندګۍ فعالې ساتلې دي.

دوی همدارنګه له طالبانو سره د سیاسي او اقتصادي مهمو شریکانو له ډلې شمېرل کېږي.

د چارو د کتونکو په باور د داعش حملې به ښایي د دې یوه هڅه وي چې له پیکنګ، مسکو او اسلام اباد سره د طالبانو اړیکي زیانمنې کړي او هم د کابل د چارواکو د هغو هڅه مخه ډب کړي چې غواړي نړیواله سوداګري او پانګونه راجلب کړي.

چین له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستانه ووځي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:43 0:00

داسې ښکاري چې د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې خپل لنډ مهاله هدف ترلاسه کړی دی.

په کابل کې پر هوټل له دغه برید وروسته پیکنګ په افغانستان کې ټولو اتباعو ته سپارښتنه وکړه چې هر څومره ژر چې کېدای شي له دې هېواده ووځي.

دغه اقدام ښایي له دې هېواده د بهرنیو چینایي وګړو د وتلو یوه لړۍ و انګېرل شي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر افغانستان واکمنو طالبانو او مشروعیت ته یې یو مستقیم ګواښ متوجه کړی دی.

په تېرو ۱۶ میاشتو کې د داعش د خراسان څانګې د څو خونړیو او پر مهمو څېرو د حملو په ترسره کولو سره د افغانستان نوي واکمنان له سرخوږي سره مخامخ کړي دي.

داسې ښکاري چې دغه سخت دریځه ډله به په افغانستان کې د طالبانو او د هغوی د مهمو بهرنیو متحدینو پرګټو بریدونو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG