د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د طالبانو حکومت: روسيه دې د مسکو ناستې ته د طالبانو استازی ور وغواړي


ارشیف: په مسکو کې د افغانستان په اړه د یوې مخکېنۍ غونډې انځور- ارشيف
ارشیف: په مسکو کې د افغانستان په اړه د یوې مخکېنۍ غونډې انځور- ارشيف

د افغانستان لپاره د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ویلي، چې د روسیې، چین، هند، پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت سالاکارانو دا ناسته به راتلونکې اوونۍ په مسکو کې جوړه شي، خو د غونډې دقیقه نېټه یې نه‌ده په ډاګه کړې.

ضمیر کابلوف د روسیې ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې په دې ناسته کې به د افغانستان په اوسني سیاسي – امنیتي وضعیت خبرې وشي او د سیمې د هېوادونو استازي به خپل نظریات او اندېښنې شریکې او حل لارې به ورته وړاندیز کړي.

د طالبانو حکومت د رسنیو مرکز په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، له روسیې یې غوښتي چې د دوی استازی هم دې غوڼډې ته ور وبولي او تمه یې دا ده چې په دې ناسته کې به د طالبانو د حکومت پر رسمیت پېژندلو هم بحث وکړي.

"دغو ناستو ته مو پیغام دا دی چې افغانستان د هیچا لپاره تهدید او ستونزه نه‌ده

خو روسي چارواکو تر اوسه نه‌دي، ویلی چې یادې غونډې ته به د طالبانو استازی ور وبولي، که نه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی تمه لري چې د سیمې هېوادونه اړتیاو ته په کتو په اقتصادي او ډیپلوماتیک ‌ډګر کې ورسره همکاري وکړي.

نوموړي وويل: "دغو ناستو ته مو پیغام دا دی چې افغانستان د هیچا لپاره تهدید او ستونزه نه‌ده، افغانستان په ډیپلوماتیک او اقتصادي برخه کې همکارۍ ته ضرورت لري او له دې همکارۍ سره په سیمه کې ثبات او امنیت ټینګېدلی شي."

ذبيح‌الله مجاهد
ذبيح‌الله مجاهد

د مسکو له ناستې د طالبانو حکومت تمې داسې مهال دي، چې د روان لمریز کال د دلوې میاشتې په یولسمه د روسیې بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر سره خبري کنفرانس ته وویل، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ټولشموله حکومت جوړول یو مکلفیت دی چې دې ډلې یې د واک تر لاسه کولو وروسته د جوړېدو ژمنه وکړه.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت هغه مهال د لاوروف له قوله لیکلي وو چې، د ټولشموله حکومت جوړول به مرسته وکړي چې د طالبانو اوسنی حکومت نړیواله ټولنه په رسمیت وپېژني.

د سیمې له هیوادونو څخه په ډیپلوماتیک ‌‌ډګر کې د طالبانو د همکارۍ تمه داسې مهال ده، چې روانه اوونۍ کې داسې راپورونه هم خپار شول چې ګڼو هېوادونو په کابل کې خپل ډیپلوماتیک حضور کم کړی او ان ځینو هېوادونو خپل سفارتونه تړلي هم دي.

په روسیې کې پخوانی افغان ډیپلومات غوث جانباز وایي، د سیمې هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې په افغانستان کې وضعیت په چټکۍ سره بدلیږي او د وضعیت دا بدلون به پر دوی هم اغېز وکړي.

نوموړی وايي: "نن سبا په افغانستان کې وضعیت عملآ د طالبانو له کنټروله وتلی، تاسو وینئ چې چاودنې ډېرېږي، خارجي ډیپلوماتان یو په بل پسې له کابله وځي، نو دا ښېي چې په افغانستان کې وضعیت یو نوي پړاو ته ځي او د سیمې هېوادونو خپلو منافعو ته په کتو ځیني اقدامات کوي."

د روسیې او هند په ګډون، د مسکو په راتلونکې ناسته کې ټولو ګډون کوونکو هېوادونو وړاندې له دې د افغانستان د امنیتي وضعیت او له هغه ځایه دوی ته د ورپېښو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې.

روسیې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې د مسکو فارمټ ناستې پیل کړې، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هم د دغه فارمټ څو ناستې ترسره شوې، خو هیڅ ناستې ته یې د طالبانو حکومت استازي نه‌دي ور بلل شوي.

  • 16x9 Image

    مرسلین ارسلا

    مرسلین ارسلا (Mursalin Arsala) په افغانستان کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان څانګې خبریال دی چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG