د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې


نړيوالې ورځپاڼې
نړيوالې ورځپاڼې

لاس نجلس ټایمز ورځپاڼه:

  • لاس نجلس ټایمز ورځپاڼې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د چین حضور ته کتنه کړی دی.

د مطلب په پیل کې لولو، د هوايي ډګر له لارې کابل ته له داخلېدو وروسته لومړی څه چې ستاسې سترګې پرې لګیږي هغه د تایمني په سیمه کې یولس پوړیزه ودانۍ ده چې په بیلبورډ يې چاینا ټاون لیکل شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د دې ساختمان په زیر زمیني کې د چیني تولیداتو پلورنځایونه دي چې د کور او دفتر د اړتیا وړ سامانونو رانیولې تر برقي بایسکلونو پورې چینايي توکي په‌کې پلورل کېږي.

ډېری اخیستونکي لومړی د ۵۱ کلن یو مینګوي دفتر ته ورځي هغه څوک چې چاینا ټاون يې په ۲۰۱۹ کال کې پرانیسته.

وړاندې راځي؛ یو د افغانستان- چین د یوې سوادګریزې کمېټې مشر دی، هغه نیمه رسمي دفتر چې هغه دې خپلې خوښې د پروژو لپاره کاروي.

د ورځپاڼې په ټکو؛ د یو پروژه افغانستان ته د چیني سوادګرو راوستل دي.

لاس نجلس ټایمز لیکلي دي، دغه دفتر سوادګرو سره د ویزو په ترلاسه کولو، د بازار په پېژندلو او د اړیکو جوړولو برخو کې مرسته کوي.

لاس انجلس ټایمز وړاندې وايي، د زیربنايي پروژو هغه لومړی قرارداد چې د طالبانو د حکومت او یوه چیني شرکت ترمنځ لاسلیک شو، هغه د ۲۱۶ میلیونو ډالرو په ارزښت د کابل په شمال ختیځ کې صنعتي پارک دی.

په مطلب کې لولو، په دې وروستیو ورځو کې د هغو بهرنیانو تګ راتګ د طالبانو د حکومت وزارتونو ته غیر معمول نه‌دی چې د چینايي ساتونکو له خوا بدرګه کیږي.

وړاندې لولو په پیکنګ او د افغانستان دننه د چین په سفارت کې د چینايي دولتي شرکتونو استازو سره د طالبانو د سیمه‌ییزو او نورو مشران لیدو په اړه هم خبري شوي دي.

د ورځپانې په ټکو؛ په کابل کې د چین سفارت یو له هغو محدودو سفارتونو څخه دی چې دروازې يې خلاصې دي که څه هم چین د طالبانو حکومت په رسیمت نه‌دی پېژندلی.

چین په افغانستان کې د اویغور مسلمانو جنګیالو له شتونه ویره لري.

د امریکا متحدو ایالتونو د چین له‌خوا په شینجن سمیه کې د اویغور مسلمانانو د بشري حقونو په نقض نیوکه کړی ده.

وړمه ورځ د "مسکو فارمټ " غونډه کې د هند، روسیې، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبیکستان، ایران، قرغزستان، قزاقستان؛ پاکستان ترڅنګ د چین استازې هم ګډون کړی و.

هندو ورځپاڼه:

  • له هند خپرېدونکي هندو ورځپاڼې ددې ناستې په اړه په یوه لیکنه کې لیکلي چې د دې هېوادونو استازو په افغانستان کې د یوه واقعي ټول ګډونه حکومت په جوړولو تاکید وکړ.

وړاندې راغلي دي، په دې ناسته کې افغانستان کې ملي پخلاینې ته د رسېدو لپاره ټولو قومونو او اقلیتونو ته پر درناوي ټینګار شوی دی.

د مسکو فارمټ په تېره ناسته کې طالبانو ګډون کړی و.

که څه هم طالبان خپل حکومت ټول‌ګډونه بولي؛ خو د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړې استازې ضمیر کابلوف د وړمې ورځې په ناسته کې وویل، طالبانو د مسکو فارمټ د تېر کال ناستې بیانیه چې په‌کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه شوې وه عمل ونه کړ، نو ځکه دې ناستې ته ونه بلل شول.

XS
SM
MD
LG