د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

مسکو کې ۶۰ افغانان نيول شوي او د ۲۸ نورو د ورتګ مخه نيول شوې


د مسکو "شېریمتیوفه" هوايي ډګر
د مسکو "شېریمتیوفه" هوايي ډګر

روسیې لږ تر لږه ۶۰ تنه افغانان چې سوداګر، محصلین او یو شمېر افغاني‌الاصله روسان په‌کې شامل دي، د چهارشنبې په ورځ د مسکو په "شېریمتیوفه" هوايي ډګر کې نیولي دي.

په روسیه کې یو افغان ډیپلومات دا موضوع ازادي راډیو ته تاییدوي او وايي، ټول نیول شوي افغانان د قانوني اسنادو یعنې ویزې او بلنیکونو په وسیله مسکو ته ورغلي و.

د دې ډپيلوماټ له قوله، تر اوسه معلومه نه‌ده چې روسیې ولې داسې یو چلند له افغانانو سره کړی دی.

د سرچینې له قوله، په "شېریمتیوفه" هوايي ډګر کې د روسیې پوله ساتي عسکر د افغانستان د سفارت له کارکوونکو مسکو ته د دې افغانانو د دننه کېدو په اړه هوکړې ته و نه رسېدل.

د مسکو "شېریمتیوفه" هوايي ډګر
د مسکو "شېریمتیوفه" هوايي ډګر

بل‌خوا بیا یو شمېر افغانان ازادي راډیو ته مني چې د پنج‌شنبې په ورځ ۲۸ تنو ته اجازه ور نه‌کړل شوه چې له تهران روسیې ته سفر وکړي.

دوی چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌غواړي نومونه او غږونه یې خپاره شي وايي، په دې کسانو کې هم محصلان، سوداګر او افغاني‌اصله روسان شامل وو چې غوښتل یې د قانوني اسنادو په لرلو سره روسیې ته سفر وکړي.

په نيول شويو کسانو کې محصلان، سوداګر او افغاني‌اصله روسان شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روسیې سفارت د خپلو قونسلي خدمتونو د تړلو وروسته اعلان وکړ چې افغانان کولای شي په تهران او اسلام‌ اباد کې د روسیې د ویزې د اخستو لپاره د دوی سفارت ته ورشي.

و موغوښتل په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، مرستیال ویاند بلال کریمي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي او په روسیه کې د طالبانو د سفارت مسوولانو په دې زموږ پوښتنو ته ځواب و نه وایه.

روسیه یو له هغو محدودو هېوادونو ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په خپله خاوره کې د افغانستان په سفارت کې د طالبانو استازو ته د ننوتو اجازه ورکړه او تر خوا یې له طالبانو سره خورا نږدې اړیکې لري.

XS
SM
MD
LG