د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

يوناما د افغانستان پر وضعيت له تاجکستان او ازبکستان سره خبرې کوي


د يوناما لوګو
د يوناما لوګو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یوناما مرستیال مارکوس پوتزل له دغه هېواد او خلکو سره د سیمه‌ییزو همکاریو په اړه د خبرو په هدف تاجکستان او ازبکستان ته تللی دی.

یوناما اعلان وکړ چې ښاغلی پوتزل به د دې اونۍ د خپل سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو له حکومتي چارواکو سره له افغانستان سره د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

یوناما په دې اړه نور جزئيات ورنه‌کړل، خو ويې ويل، چې ښاغلی پوتزل پرون دوشنبې ښار ته ورسېد.

مارکوس پوتزل له افغانستانه د منځنۍ اسیا دوو هېوادونو ته سفر کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل
د افغانستان لپاره د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل

د تاجکستان او ازبکستان استازو د تېرې چهارشنبې په ورځ په مسکو کې په دې غونډه کې ګډون وکړ او له ټولو ګډونوالو سره یې موافقه وکړه چې د افغانانو ترمنځ د خبرو او په سیمه کې د ثبات او امنیت لپاره به همغږي او سیمه‌ییزې هڅې زیاتې کړي.

دغې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي نه وو بلل شوي.

که څه هم د سیمې او نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو د ازبکستان په ګډون ځینو هېوادونو له طالب چارواکو سره اړیکې نیولي چې له ترمذ تر پېښوره د اوسپنې پټلۍ د غځولو په پروژه کار وکړي چې تمه ده له مزارشریف او کابله تېره شي.

تاجکستان تر اوسه له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکه نه‌ده نیولې او ویل کېږي چې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفي ډلې یو شمېر لوړپوړي چارواکي هم هلته مېشت دي.

د منځنۍ اسيا هېوادونو او روسيې تر اوسه په افغانستان کې د بشري حقونو په مسايلو کې پر طالبانو په ښکاره نيوکه نه‌ده کړې، خو تل يې د يوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی.

که څه هم طالبان وايي چې د دوی حکومت ټول‌شموله دی، خو روسیه او متحدین یې دا ادعا نه مني او وايي چې د طالبانو له دې څرګندونو سره موافق نه‌دي.

XS
SM
MD
LG