د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

کابلوف: د مسکو غونډې ته طالبان ځکه نه و بلل شوي چې حکومت يې ټول‌ګډونه نه‌دی


د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف
د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې استازی وایي، د مسکو په غونډه کې د دې لپاره طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې چې دوی ټولشموله حکومت نه‌دی جوړ کړی.

ضمیر کابلوف وویل، روسیه د طالبانو له دې ادعا سره موافقه نه‌ده چې د دوی حکومت پراخ بنسټه دی.

د مسکو په غونډه کې پرون د روسیې په ګډون د څوارلس هېوادو استازیو برخه واخیسته.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې له طالبانو سره د تعامل په اړه خبرو ته سره کېني.

ضمیر کابلوف پرون د مسکو فارمټ له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، په کابل کې واکمن حکومت باید همه شموله وي.

نوموړي وويل: "طالبان مخالفت کوي، ټینګار یې پر دې دی چې حکومت یې ټولشموله دی. موږ له دې سره موافق نه یو. په دې وضعیت کې د سیمې کلیدي هېوادو ته دا مهمه ده چې سره راغونډ شي، خبرې وکړي او پوه شي چې څرنګه وړاندې ګام واخلي."

تېر کال د افغانستان په اړه د روسيې غونډې ته طالبان هم بلل شوي و، انځور - ارشيف
تېر کال د افغانستان په اړه د روسيې غونډې ته طالبان هم بلل شوي و، انځور - ارشيف

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پرون د مسکو فارمټ څلورمه غونډه ترسره شوه، تر دې غونډې مخکې طالبانو ویلي و چې د دوی له ګډون پرته به دا غونډه بشپړه نه وي.

د طالبانو مخالفه د ملي مقاومت جبهې په نوم ډلې د افغانستان لپاره د مسکو غونډه د سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ لپاره یو فرصت بللې ده.

د دې ډلې په خبرپاڼه کې راغلې دي چې، د افغانستان راتلونکی باید د افغانستان د خلکو او د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو په همکارۍ تعین شي.

د مسکو په پرونۍ غونډه کې د کوربه هېواد ترڅنګ د چین، ترکیې، هند، متحد عربي اماراتو، سعودي عربستان، قطر، اوزبیکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان، قرغیزستان، ایران او پاکستان استازیو برخه واخیسته.

د غونډې ګډونوالو موافقه وکړه چې د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره او د سیمې د امنیت او ثبات لپاره همغږي رامځته شي او هڅې زیاتې شي.

ضمیر کابلوف بیا وویل چې، ټول دا مني چې همه شمول حکومت باید تشکیل شي خو سوال دا دی چې څرنګه دا حکومت رامنځته کېدای شي.

پراخ بنسټه او ټولګډونه حکومت د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په دوه زره شلم کال کې د دوحې د تړون برخه وه.

روسیه تر پرونۍ غونډې مخکې د افغانستان لپاره د دریو ورته غونډو کوربنه وه.

روسیه تر پرونۍ غونډې مخکې د افغانستان لپاره د دریو ورته غونډو کوربنه وه.

د طالبانو تر بیا واکمنۍ وروسته چې کومه غونډه په مسکو کې جوړه شوې وه په هغې کې یې د طالبانو استازیو ته هم د ګډون بلنه ورکړې وه.

روسیې له طالبانو سره اړیکې ښې دي، تازه طالبانو له روسیې څخه تېل، ګاز او غنم پېرلي دي.

د بشري حقونو په برخه کې روسیه پر طالبانو داسې اعتراضونه نه‌کوي لکه غربي هېوادونه خو پر ټولشموله حکومت یې هر وخت ټینګار کړی دی.

د طالبانو د حکومت څه باندې پنځلس میاشتې تېریږي خو تر اوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG