د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

روسیه: د افغانستان روان وضعیت پایداره نه دی، هرمهال د ګواښ احتمال شته


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د افغانستان روان وضعیت پایداره نه دی او هر مهال د یوه ګواښ احتمال شته.

سرګي لاوروف د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې ته په خپله وینا کې، ورځ تر بلې د افغانانو د ټولنیز ژوند د خرابېدو په اړه اندېښنه وښوده.

هغه زیاته کړه، هیله لري چې طالبان به د دې غونډې ګډو‌نوالو ته د افغانانو د روان ټولنیز وضعیت په اړه حقیقي معلومات وړاندې ورکړي.

ښاغلي لاوروف د افغانستان د ثبات په اړه د طالبانو هڅې وستایلې، خو اندېښنه یې وښوده چې یو د القاعده او داعش په څېر ډلې په افغانستان کې د خونړیو بریدونو په هڅه کې دي او ترخوا یې غواړي، د سیمې هېوادونو ته هم ګواښ پېښ کړي.

نږدې ۲زره داعش وسله‌وال د افغانستان په شمالي سیمو کې ځای پر ځای دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر داسې مهال دا خبره کوي چې د روسیې جمهور رییس پوتین هم وروستیو کې ویلي، نږدې ۲زره داعش وسله‌وال د افغانستان په شمالي سیمو کې ځای پر ځای دي.

خو طالبانو تل ویلي، په افغانستان کې نور بهرني ترهګر نه‌شته او دوی به اجازه ور نه کړي چې له خاورې یې بل کوم هېواد ته ګواښ پېښ شي.

طالبان هیله لري چې د مسکو غونډه به یې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په ښه کېدو مرسته وکړي.
طالبان هیله لري چې د مسکو غونډه به یې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په ښه کېدو مرسته وکړي.

د مسکو د غونډې منځ‌پانګه هم د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضعیت، د یوه‌ ټول ګډونه حکومت جوړېدو او په افغانستان کې د بشري ناورین د احتمالي ګواښ څېړل دي.

د مسکو غونډې ته په وینا کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزار مرستیال او د تللي پلاوي مشر عبدالسلام حنفي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

ښاغلي حنفي وویل، نړۍ دې پر دوی د فشار راوستو پرځای، خپله هره ستونزه د خبرو او ګډ تفاهم له لارې حل کړي.

هغه له امریکا د افغانستان د بانکي زېرمې د ازادۍ غوښتنه هم وکړه او ډاډ یې ورکړ چې نړۍ ته به د افغانستان له خاورې هېڅ ډول ګواښ پېښ نه شي، خو تازه د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والي ادیمو سې شنبه د سنا د بانکي چارو کمیټې ته په واشنګټن کې وویل چې طالبان په داسې موقف کې نه دي چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمه ور وسپارل شي.

طالبان هیله لري چې دا غونډه به یې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو په ښه کېدو مرسته وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د مسکو د غونډې له پیل وړاندې خبریالانو ته وویل، هڅه کوي هغو اندېښنو ته ځواب ووايي چې په افغانستان کې د وران وضعیت په اړه د سیمې هېوادونو ته راپورته شوي دي: "موږ مسوولیت لرو چې د افغانستان د ولس غږ نړیوالو ته ورسوو او د افغانستان له حالاتو نړۍ خبره شي او له دې فرصت ښه استفاده وشي."

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې چین، ایران، پاکستان، هند او ازبیکستان په په ګډون د ۱۰ هېوادونو استازو ګډون کړی.

دوی تر ډېره په افغانستان کې د ثبات او تر خوا یې د بشري وضعیت په ښه کېدو ټینګار وکړ او مرستو ژمنه یې وکړه.

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډې له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې پیل شوي او ګډون کوونکو یې تل په د دې هېواد د وضعیت په اړه د یوې اجماع غوښتنه کړې، خو تر نننه ښکاري چې هر هېواد په افغانستان د خپلو ګټو له لیدلوری خپل تګ‌لاره پر مخ وړي.

XS
SM
MD
LG