د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

لاوروف: نړیواله ټولنه له طالبانو د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو تمه لري


د عکس ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري
د عکس ښي لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري

لاوروف چې پرون یې په مسکو کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ټولشمول حکومت جوړول یو مکلفیت دی چې دې ډلې یې د واک تر لاسه کولو وروسته د جوړېدو ژمنه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، د طالبانو له‌خوا د ټولشموله حکومت نه جوړول، د مسکو او طالبانو ترمنځ د هر اړخیزو خبرو د پراختیا پر وړاندې خنډ نه‌دی.

د روسې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، نړیواله ټولنه تمه لري چې طالبان د خپلو ژمنو پر بنسټ یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، خو په خبره یې؛ که طالبان ټولګډونه حکومت جوړ هم نه کړي، له روسیې سره یې د هر اړخیزو خبرو د پراختیا پر وړاندې کوم خنډ نه جوړېږي.

لاوروف چې پرون یې په مسکو کې له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د ټولشمول حکومت جوړول یو مکلفیت دی چې دې ډلې یې د واک تر لاسه کولو وروسته د جوړېدو ژمنه وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د لاوروف له قوله لیکي، د ټولشموله حکومت جوړول به مرسته وکړي چې د طالبانو اوسنی حکومت نړیواله ټولنه په رسمیت وپېژني.

که څه هم د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ټولشموله حکومت جوړېدل د نړیوالې ټولنې له‌خوا وړاندیز شوی شرط نه‌دی، خو د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د افغانانو په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب او د طالبانو له‌خوا ورته درناوى کول او تر خوا یې د یوه داسې حکومت جوړول چې ټول لوري په کې شامل وي، د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د خپلو شرایطو په توګه اعلان کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا دا مسایل د افغانستان کورني مسایل بولي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد

هغه نن ازادي راډیو ته وویل: "دا اوس هم زموږ حکومت شمولیت لري. شمولیت که د اقوام په تناسب وي او یا هم د ولایتونو، ټول په پام کې نیول شوي دي."

مجاهد داسې مهال خپل حکومت ټولشمول ګڼي چې منتقدین یې وايي، د طالبانو د کابینې ټول چارواکي د د دوی د خپلې ډلې کسان دي او ترا خوا یې لوړ پوسټونه هم د دوی کسانو ته ورکړل شوي دي.

هاخوا د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې د یوه واحد دریځ د پیاوړتیا په موخه، د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړی استازی توماس وېسټ پاکستان ته رسېدلی او هلته یې د دې هېواد د بهرنیو چارو د مرستیال اسد محمد خان په مشرۍ یو پلاوي سره لیدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، په دې کتنه کې دواړو لوريو د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره به په ګډه کار کوي.

توماس وېسټ د جنوري له۲۹ مې د فبروري تر۴مې پاکستان، جرمني او سویس ته په سفر را وتلی.

پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویسټ د سفر په اړه یوه خبرپاڼه خپره کړه، چې دا يې هم په کې لیکلي و، د طالبانو وروستیو فرمانونو نړیواله ټولنه له فوق‌العاده ننګونو سره مخ کړې ده.

په افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو او کار بندیز، د ټولشموله حکومت نشتوالی، بشري او اقتصادي بحراني وضعیت، د ترهګرۍ ګواښ او د وضعیت د سمون لپاره د یوه سیاسي ملي بین الافغاني ډیالوک نشتون‌، هغه څه دي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه یې د افغانانو او نړیوالې ټولنې جدي اندېښنې را پورته کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG