د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

خلیلزاد: طالبان تجربه شوې جدي تېروتنې تکراروي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو د څه باندې پنځلسو میاشتو په تېرېدو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وایي، طالبان جدي تېروتنې کوي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازي زلمی خلیزاد وایي، طالبان هغه جدي تېروتنې تکراروي چې مخکې څو لسیزې په افغانستان کې تجربه شوې او ناوړه پایلې یې درلودې.

خلیلزاد دغه څرګندونې د ترکیې له ټي آرټي تلوېزیونې شبکې سره په تازه مرکه کړې کړې دي.

هغه وویل: "زما په نظر طالبان ځینې جدي تېروتنې کوي. داسې ښکاري چې هغوی هغه تېروتنې تکراوري چې موږ په تېرو څلوېښتو کلونو کې په افغانستان کې تجربه کړي او له بده مرغه هغه بیا تکراروي. له دوی پرته بل هیڅوک دغه ستونزې نه شي هوارولای چې هغه هم یوه هر اړخیز جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د یوه فورمول که د هر څه لپاره وي رامنځته کول دي. موږ له امریکایي نظره داچې څه ښه دي او څه خراب ځینې ارزښتونه لرو، خو دا هغوی دي چې باید د یوه فورمول یا چوکاټ پر سر توافق ته ورسېږي."

خلیلزاد چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې په دوحه کې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره یوه موافقه لاسلیک کړې وایي، د دغې موافقې یو مهم جز دا و چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې یو داسې حکومت رامنځته شي چې د افغاني ټولنې ټولې برخې په کې برخه واخلي.
خلیلزاد چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې په دوحه کې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره یوه موافقه لاسلیک کړې وایي، د دغې موافقې یو مهم جز دا و چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې یو داسې حکومت رامنځته شي چې د افغاني ټولنې ټولې برخې په کې برخه واخلي.

خلیلزاد که څه هم په مشخص ډول ونه ویل چې طالبان په کومو مواردو کې جدي تېروتنې کوي، خو هغه چې نړیوالو په تېرو څه باندې ۱۵ میاشتو کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو سره ډېرې مطرح کړې، هغه د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د کار او زده کړو حقونو ته په نه درناوي او د یوه ټولشموله حکومت په نه رامنځته کولو څرخي.

دا او ځینې نور موارد دې سبب شوي چې تراوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.

خلیلزاد چې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې په دوحه کې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره یوه موافقه لاسلیک کړې وایي، د دغې موافقې یو مهم جز دا و چې په نتیجه کې یې په افغانستان کې یو داسې حکومت رامنځته شي چې د افغاني ټولنې ټولې برخې په کې برخه واخلي.

نوموړي په دې مرکه کې د یوه پراخ بنسټه حکومت د نه رامنځته کېدو په خاطر پر طالبانو مخ پر زیاتېدونکو انتقادونو ته په اشاره وویل چې ډېر لوري غواړي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو هغه پروسه باید بېرته له سره پیل شي چې د پخواني جمهوري نظام او د طالبانو ترمنځ یوه سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره پیل شوې وه.

نوموړي زیاته کړه: "هغه موافقه مو چې له طالبانو سره په دوحه کې لاسلیک کړې، هغه تر ټولو ښه چوکاټ دی، ځکه پخواني حکومت یې هم د اساسي برخو ملاتړ کړی و او اوس ډېر مخالفان وایي چې موږ باید بېرته هغه توافق ته ور ورګرځو چې د امریکایي ځواکونو د وتلو او د تروریزم پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، درېیمه مهمه موضوع یې د یوه بین الافغاني مذاکراتو په نتیجه کې د افغانستان د نوي حکومت رامنځته کول دي. د دې لپاره دوی ته په کار ده چې د یوه داسې حکومت د رامنځته کولو لپاره په خپلو کې د خبرو اترو پروسه پیل کړي چې د افغانستان د خلکو له پراخ ملاتړه برخمن وي."

خلیلزاد داسې مهال د هغې پروسې په بېرته پیلېدو ټینګار کوي چې یو شمېر لوري پر نوموړي نیوکه کوي چې په دوحه کې یې له طالبانو سره په خبرو کې د افغانستان پخوانی جمهوري نظام چې د امریکا په پراخ مالي، سیاسي او امنیتي ملاتړ رامنځته شوی و، څنګ ته کړی او له طالبانو سره د موافقې په لاسلیک کولو سره یې هغوی ته له سیاسي پلوه مشروعیت ورکړی و.

په دې وروستیو کې د هغه ځای ناستي ټام وېسټ هم پر دې مسئلې چې باید د افغانستان د روانو ستونزو د هواري لپاره د افغانانو ترمنځ یوه ملي ډیالوګ پیل شي، ټینګار کړی دی.

ټام وېسټ
ټام وېسټ

د دوحې د تړون له مخې چې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته یې زمینه برابره کړه او دغه راز له طالبانو په دې اړه چې د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرېکوي او چاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نړۍ ته د ګواښ په توګه کار واخلي ژمنې اخیستل شوي، خو خلیلزاد له دې مخکې له یوې امریکایۍ رسنۍ سره په مرکه کې د طالبانو پر دې ژمنې هم شک کړی و.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړې استازي زلمی خلیلزاد د روان کال د جولای په ۳۱مه په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د القاعده د پخواني مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو د پېښې په غبرګون کې د امریکا د ملي عامه راډیو سره په یوه مرکه کې حقاني ډله ایمن الظواهري ته په پناه ورکولو تورنه کړې او ویلي و چې د طالبانو ځینې عناصر د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له موافقې څخه سرغړونه کوي.

ایمن الظواهري
ایمن الظواهري

خلیلزاد چې د امریکا په استازیتوب یې په دوحه کې له طالبانو سره دغه موافقه لاسلیک کړې ویلي چې هیڅکله یې پر طالبانو باور نه درلود، خو نوموړی وایي، د طالبانو مشران مسوول دي چې د دغې موافقې ټول موارد مراعت کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG