د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۸

د زلمي خلیلزاد په استعفا باندې د ځینو نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت مخکېنی استازی زلمی خلیلزاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت مخکېنی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په استعفا باندې ځینو ورځپاڼو تبصرې لیکلې دي.

  • واشنګټن ټایمز

له هغې ډلې واشنګټن ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي افغاني‌الاصله امریکایی ډیپلومات زلمی خلیلزاد سې شنبه داسې وخت له خپلې دندې لاس په سر شو چې په افغانستان کې د امریکا له ملاتړ برخه‌من حکومت د سقوط او د امریکا له راوتلو څو اوونۍ تېرېږي.

ورځپاڼې لیکلي، خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د تړون یو مهم مشر مرکچي و چې بالاخره‌یې له افغانستانه د امریکا راوتلو ته زمینه برابره کړه.

زلمی خلیلزاد په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د افغان سولې لپاره ځانګړی استازی ټاکل شوی و. هغه څو پرله‌پسې میاشتې په دوحه کې له طالبانو سره خبرې وکړې او په دې مهال‌یې د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو ته سفرونه وکړل.

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې لیکلي، د طالبانو د سږ دوبي سختو بریدونو او د امریکا له ملاتړ برخه‌من افغان حکومت سقوط په زلمي خلیلزاد او هم په خپله ولسمشر بایډن باندې د انتقادونو یوه لړۍ ته زمینه برابره کړه.

دوی په دې خاطر له انتقادونو سره مخ شول چې له افغانستانه‌یې د امریکايي ځواکونو د را ایستلو په پرېکړه کې له بېړې کار واخیست او د عواقبو پروا یې ونه‌کړه.

خو امریکایي چارواکو له هغې ډلې په خپله ولسمشر بایډن په وار وار ویلي چې امریکا په افغانستان کې خپل اهداف ترلاسه کړل او دا یې وخت و چې راووځي.

د زلمي خلیلزاد استعفا ګڼ غبرګونونه هم پارولي. له هغې ډلې افغان سیاستوالو رحمت‌الله نبیل او رنګین دادفر سپنتا د افغانستان د اوسنیو ناخوالو او ناوړه وضعیت مسؤلیت د زلمي خلیلزاد په غاړه اچولی دی.

  • ګلوب انډ مېل

ګلوب انډ مېل ورځپاڼې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په ناوړه اقتصادي وضعیت او د پیسو په کمښت باندې یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي، طالبانو یو وار بیا داسې وخت د اقتصادي سکټور پخوانیو کارکوونکو ته مراجعه کړې چې اقتصاد یې د سقوط په درشل کې دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، کله چې طالبان واک ته ورسېدل د افغانستان وار دمخه ځپل شوی اقتصاد له ګڼو کړکېچونو سره مخ شو. ورځپاڼې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدونکې بې‌وزلۍ او لوږې ته اشاره کړې ده.

خو په مقاله کې د طالبانو هغه وروستي اقدام ته اشاره شوې چې د افغانستان بانک ځیني پخواني مشران‌یې بېرته دندو ته ورغوښتي.

له هغوی یې د اوسنیو اقتصادي ستونزو د حل مرسته غوښتې، خو ګواښ‌یې ورته کړی چې "خدای هر څه ګوري او تاسو به د خپلو اعمالو ځواب‌ګویه اوسئ".

ګلوب انډ مېل لیکلي که څه هم د پخواني حکومت ټکنوکرات چارواکي اوس طالبانو ته په مالي چارو کې مشورې ورکوي او ورته وايي چې څه وکړي، خو داسې نه‌ښکاري چې له اوسني مالي بحران په اسانۍ ووځي.

ورځپاڼې د امریکا له‌خوا میلیاردونو ډالرو کنګلېدو ته اشاره کړې چې اقتصاد یې زیانمن کړی.

XS
SM
MD
LG