د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۲

نیویارک ټایمز: زلمي خلیلزاد بیا د ځان د سپیناوي او دفاع لپاره هڅې پیل کړي


ارشیف، د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
ارشیف، د افغانستان سولې لپاره د امریکا مخکېنی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز لیکي، د طالبانو په واکمنۍ کې د طالبانو تر بریا د امریکایي جنرالانو او ډیپلوماتانو مسؤلیت دروند او ډېر دی.

ورځپاڼه څرګندوي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا د ځان د سپیناوي او دفاع لپاره هڅې پیل کړې دي.

د نیویارک ټایمز په باور، ښاغلی خلیلزاد په ځانګړې توګه په اګسټ کې د طالبانو په لاس د کابل په سقوط کې ملامته ګڼل کېږي.

ورځپاڼه په دې ترڅ کې د برطرفه شوي ولسمشر اشرف غني د لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا ته اشاره کوي. ښاغلي صالح د اکټوبر په ۲۸مه خلیلزاد د یوې لویې غولوونکې طرحې معمار وباله.

خو ښاغلي خلیلزاد په وروستیو کې له یو شمېر رسنیو سره د خبرو پر مهال د خپل مأموریت دفاع وکړه او ویې‌ویل چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت له هغه فرصته سمه استفاده ونه‌کړه چې د سولې لپاره په افغانستان کې چمتو شوی و.

که څه هم خلیلزاد په افغانستان کې د ډیموکراسي د ټینګېدو په برخه کې امریکا ملامته بللې، خو دا خبره‌یې هم کړې چې امریکا په افغانستان کې له ترهګرو سره د مبارزې په برخه کې خپلو هدفونو ته رسېدلې ده.

خلیلزاد د امریکا د تېرو څلورو ولسمشرانو د واکمنۍ په موده کې د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې په برخه کې کار کړی دی.

نیویارک ټایمز د دې ډیپلومات دا خبره هم رااخیستې ده چې وایي، متحده ایالاتو پر اشرف غني چې په واک کې د پاتېدو لېواله و، لازم فشار رانه‌وړ.

  • ګارډین

په هغه ورځ چې طالبان کابل ته ننوتل او اشرف غني له کابله ووت یو شمېر نور افغانان هم له دې هېواده ووتل. په دوی کې یوه هم یوه پیلوټه ده.

د دې پیلوټې په اړه ګارډین ورځپاڼې مقاله خپره کړې ده. دې ورځپاڼې د تجارتي الوتکو د لومړۍ افغان پیلوټې کیسه داسې رااخیستې ده چې محدثه میرزایي څو میاشتې مخکې تر دې په کاناډا کې پیلوټه شوه چې طالبانو کابل ونیو. دا اوس په بلغاریا کې مهاجره ده.

ورځپاڼه لیکي، اغلې میرزایي ۲۳ کلنه ده، دې درې میاشتې مخکې خپله کورنۍ په افغانستان کې پرېښوده او اوس په پلازمېنه سوفیه کې په یوه واړه اپارتمان کې ژوند کوي.

محدثې میرزایي په ټیلیفون ګارډین ته وویل چې اوس نه‌پوهېږي چې چېرته ولاړه شي، خو له خپل کاره لاس نه‌اخلي.

دې زیاته کړه چې د پیلوټي لپاره‌یې درخواست ورکړی دی، هر ځای چې کار ورته پیدا شي دا ورته چمتو ده.

په کومه ورځ چې طالبانو کابل ونیو اغلې میرزایي په کابل کې وه او د ماښام په مخه د استانبول په لور پرواز ته چمتو کېده. په دې سهار له کوره وختي وتلې وه.

ګارډین لیکي، دا پرواز ونه‌شو، په زرګونه افغانان په دې ورځ د کابل هوایي ډګر ته ورمات شول او محدثه د دې په ځای چې د ترکیې په لور الوتکه والوزوي د مسافرې په توګه د اوکراین پلازمېنې کیف ته ولاړه.

XS
SM
MD
LG