د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۲

‎د مارک فررېکس کورنۍ: جوبایډن دې زلمی خلیلزاد له دندې لېرې کړي


زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د مارک فررېکس کورنۍ د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو له ولسمشر جو بایډن څخه وغوښتل چې د افغانستان د سولې عالي مذاکره کوونکی له دندې ګوښه کړي او تور یې ولګاوه چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د وروستي امریکایي د خوشې کولو لپاره ډېر څه نه دي کړي چې ګومان کېږي د طالبانو له لوري یرغمل شوی دی.

‎رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مارک فررېکس خور چارلین کاکورا له دوی سره په خبرو کې ویلي چې" ما پر سفیر خلیلزاد باور له لاسه ورکړی، دوی اړتیا لري چې د مارک د خوشې کولو لپاره یو څوک له طالبانو سره خبرې وکړي او خلیلزاد باید له دندې لېرې کړل شي."

‎مارک فررېکس له تېر ۲۰۱۰ کال راهیسې په افغانستان کې د پراختیایي پروژو په برخه کې کار کاوه چې د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د فبرورۍ په لومړیو کې یرغمل کړل شو، کله چې د همدې میاشتې په وروستیو کې زلمي خلیلزاد او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر تر منځ د سولې تړون لاسلیک شو.

‎د امریکا دولت او د مارک فررېکس کورنۍ وایي، نوموړی طالبانو یرغمل کړی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت د فررېکس د موندلو پر سر تر ۵ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو جایزه ټاکلې ده.
په کابل کې د امریکا سفارت د فررېکس د موندلو پر سر تر ۵ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو جایزه ټاکلې ده.

‎د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، طالب چارواکو وړاندیز کړی چې دوی به د نشه یي توکو د یوه افغان قاچاق کوونکي بشیر نورزي او د هغه طالب ملګري د خوشې کولو په بدل کې چې په امریکا کې د۵۰ میلیونه ډالرو هیرویینو قاچاق په جرم په عمري بند محکوم دی، خوشې کړي.

‎ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو هڅه وکړه چې د مارک فررېکس د خوشې کولو په اړه له طالبانو وپوښتي، خو د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ویاندویانو دې پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

‎څه موده وړاندې د مارک فررېکس خور چارلین کاکورا ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو سره خبرو کې له خلکو غوښتي وو چې د ورور په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

‎دغه شان په کابل کې د امریکا سفارت د فررېکس د موندلو پر سر تر ۵ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو جایزه ټاکلې ده.

د مارک فررېکس کورنۍ د متحده ایالاتو له دفتره د زلمي خلیلزاد د ګوښه کېدو غوښتنه په داسې حال کې کړې چې له طالبانو سره د خلیلزاد د خبرو اترو په اړه پوښتنې راپورته شوي چې ګوندې د سولې پروسې په پرمخ وړلو کې پاتې راغلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي چې د فررېکس د سمدستي او خوندي خوشې کېدو لپاره به پر طالبانو فشار راوړي.

XS
SM
MD
LG