د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

افغانستان

د غني د وتلو او د تېر جمهوري نظام د سقوط په اړه د حمدالله محب تازه څرګندونې

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حمدالله محب وايي، پخواني ولسمشر اشرف غني غوښتل په سوله‌ییزه توګه د لویې جرګې له لارې واک انتقال کړي، خو طالبان کابل ته ننوتل او ګډوډي رامنځته شوه.

د حکومت تر سقوط وروسته د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار په خپله لومړنۍ ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته په دې اړه چې ولې له طالبانو سره مذاکرات ترسره نه‌شول، وویل: "خلکو له ارګ نه د وتلو هڅې شروع کړلې. دباندې د وزارتونو احوال چې موږ اخیستلو هغوی هم عین حالت کې وو، خو ولې موږ فکر کولو چې بیا هم فرصت شته. دا وارخطایانې به وي، ولې قوتونه به د خپل ځان او د کابل د امنیت ساتلو لپاره کار وکړای شي. ترڅنګ د دې د طالبانو وعده هم دا وه چې دوی کابل ته نه‌داخلېږي او کابل کې نه‌غواړي چې جنګ وکړي."

د محب په وینا هغه ورځ چې افغان حکومت سقوط وکړ، ټاکل شوې وه یو پلاوی له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره دوحې ته لاړ شي، خو طالبانو تر وروستۍ شېبې ورسره د خبرو ژمنه نه‌وه کړې.

د ده په خبره هغوی هېڅ ډول موافقه نه‌کوله او غوښتل‌یې په زور واک په لاس کې واخلي.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر پخواني ولسمشر اشرف غني تور پورې کړی چې که هغه له هېواده نه‌وی وتلی، د افغانستان حکومت سقوط نه‌کاوه.

له حمدالله محب سره د ازادي راډیو تفصیلي مرکه ژر خپرېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

محمد صادق بیا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکل شوی

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی محمد صادق خان چې اوس بیا په همدې دنده ګمارل شوی دی.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی محمد صادق خان چې اوس بیا په همدې دنده ګمارل شوی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازي محمد صادق بیا د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ټاکلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د ډسمبرپه ۴ په یوه بیان کې ویل شوي چې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د هغه ټاکنه منظور کړې او سمدستي به دغه دنده پیلوي.

نوموړي تردې مخکې د ۲۰۲۲م د مې نه د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې د افغانستان لپاره د پاکستان د صدراعظم د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کړې ده.

له هغه مخکې، صادق د ۲۰۰۸ نه تر۲۰۱۴م کال پورې د افغانستان لپاره د پاکستان د سفیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

پاکستان د افغانستان لپاره نوی ځانګړی استازی داسې مهال ټاکي چې اسلام‌آباد پرافغانستان له واکمنو طالبانو سره په اړیکو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

اسلام‌آباد طالبان تورنوي چې د تحریک طالبان پآکستان د وسله‌والو پر ضد چې د افغانستان له خاورې په هغه هېواد کې بریدونه ترسره کوي، جدي اقدام نه‌دی کړی، خو طالبان بیا دغه تورونه ردوي او وایي پاکستان دې د امنیت په ټینګښت کې د پاتې راتلو ملامتي پر نورو نه اچوي.

په بدخشان کې د ترافیکي پېښې له کبله شپږ کسان وژل شوي او څلور ټپیان دي

عملیات نجات برای غرق شده‌ها.
عملیات نجات برای غرق شده‌ها.

د بدخشان ولایت په یاوان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو ازادي راډیو ته ویلي، نن سهار پنجشنبه د ډسمبر پنځمه یو لنډکروزر موټر د امو په سیند کې لوېدلی چې په کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د پنځو قربانیانو جسدونه تراوسه نه دي موندل شوي.

په تېرو دوو اوونیو کې بدخشان ولایت کې دا درېیمه مرګونې ترافیکي پېښه ده.

په تېرو دوو پېښو کې د کوکچې په سیند کې د دوو موټرو د ډوبېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان وژل شوي چې د اتو کسانو جسدونه لا هم نه دي موندل شوي.

طالبانو د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو دفاع کړې

ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه
ارشیف: په کابل کې د یوې رسنۍ د خبر څانګه

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌‌‌‌المنکر وزارت د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو دفاع کړې او د دې تلوېزیون خپرونې یې "د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو" سره په ټکر کې بللي دي.

د طالبانو استخباراتو او د امر بالمعروف او نهی عن‌‌‌‌المنکر وزارت د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د آرزو په نوم د خصوصي تلوېزیون پر دفتر یرغل وروړ دا دفتر یې وتاړه او د دې تلوېزیون اووه کارکوونکې یې له ځان سره بوتلل.

نن پنجشنبې د طالبانو د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت پر خپله ایکس‌پاڼه د دې تلوېزیون د تړل کېدو په اړه ویلي: "د آرزو تلوېزیون د تړل کېدو پرېکړه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده."

خو د بیان د ازادۍ او رسنیو د ملاتړ سازمانونو او فعالانو د طالبانو له‌خوا د ارزو تلوېزیون تړل د طالبانو د حکومت د هغو هڅو د لړۍ بله کړۍ بللې چې په هېواد کې یې د رسنیو ازادي محدوده کړې او تر دې مخکې یې یو شمېر نورې رسنۍ هم تړلي دي.

په دې لړ کې د افغانستان د خبریالانونو د مرکز د چهارشنبې په ورځ د ارزو تلوېزیون تړل د رسنیو او خبریالانونو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې ده.

دغه مرکز پرون په یوې اعلامیه کې د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر دغې رسنۍ لګول شوي بندیزونه دې ژر تر ژره لرې، دفتر دې خلاص او خبریالان دې يې راخوشې کړي.

د اسټراليا کرکټ‌بورډ يوځل بيا د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې پر ځینو لوبو د بندیز دفاع وکړه

د اسټراليا او افغانستان کرکټ لوبه
د اسټراليا او افغانستان کرکټ لوبه

وروسته له هغې چې د کړکټ نړیوالې شورا مشر د اسټرالیا لوبډله په ریاکارۍ تورنه کړه، د اسټرالیا کرکټ‌بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې پر ځینو لوبو د بندیز دفاع وکړه.

د فرانس‌پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې، د نړیوالې شورا مشر ګریګ بارکلي د پنج‌شنبې په ورځ وویل، که استرالیا غواړي سیاسي پیغام واستوي، نو بیا دې په نړیوال جام کې هم د افغانستان په وړاندې نه لوبېږي.

خو د اسټرالیا د کرکټ‌‌‌بورډ مشر مایک بیرډ نن (د ډسمبر ۵مه) وویل، هغه پر هغه دریځ ډېر ویاړي چې دوی خپل کړی دی.

په وروستیو کلونو کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې د طالبانو له‌‌‌خوا د ښځو پر ورزش د بندیز له امله د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره له دوه اړخیزو سیالیو ډډه کړې، خو د نړیوال جام په‌‌‌څېر په مهمو سیالیو کې یې د افغانستان پر وړاندې لوبې کړې دي.

نن د افغانستان د سړو سيمو ښوونځيو کې د کلنيو ازموينو وروستۍ ورځ ده

ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې
ارشیف: په افغانستان کې د یوه ښوونځي زده کوونکې

نن د افغانستان په سړو سیمو کې د څلورم نه تر دولسم ټولګیو د زده‌‌کوونکو د کلنۍ ازموینې وروستۍ ورځ ده.

د طالبانو د پوهنې وزارت د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي چې، د ازموینو پر مهال "قوانین او مقررات" مراعات کړي.

افغانستان کې د شپږم ټولګي نجونې په مایوسۍ سره دې ازموینه کې ګډون کوي، ځکه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده‌‌کړو منع کړي دي.

طالبانو له تېرو درې کالونو راهیسې په‌‌دې برخه کې د نړیوالې ټولنې او کورنیو نیوکو او فشارونو سربېره هم تر اوسه خپله پرېکړه نه‌ده بدله کړې.

يونېسف د افغان ماشومانو لپاره د څه باندې يو ميليارد ډالرو مرستو غوښتنه کړې

افغان ماشومان
افغان ماشومان

د ملګروملتونو د ماشومانو ادارې د افغانستان لپاره د راتلونکې کال په ترڅ کې د څه باندې یو میلیارډ ډالرو مرستو غوښتنه کړې ده.

د یونېسف اجرایوي مشرې کاترین رسل پرون په یوه بیان کې وویل، په دوه زره پنځه ویشتم کال کې داسې اټکل کوي چې، د نړۍ په ۱۴۶هېوادونو او سیمو کې به دوه سوه دیارلس میلیونه ماشومان مرستو ته اړتیا ولري.

د همدې لپاره یونېسف د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه نهه میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې ده، چې له‌‌دې جملې څه باندې یو میلیارډ د افغان ماشومانو لپاره ورپسې تر ټولو ډېره مرسته د سوډان، بیا د کانګو او ورپسې د فلسطنیانو او لبنانیانو لپاره غوښتل شوې ده.

یونېسف په ۲۰۲۴ کال کې د ټولې نړۍ د ماشومانو لپاره د نهه اعشاریه درې میلیارډه ډالرو غوښتنه کړې وه.

انالینا بایربوک: د طبي زده‌کړو مؤسسو په بندېدو سره د افغانستان راتلونکی له‌منځه ځي

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وایي، د طالبانو له لوري د طبي مؤسسو له بندېدو سره د افغانستان راتلونکې له‌منځه ځي.

انالینا بایربوک په خپله ایکس‌پاڼه کې پرون ولیکل چې، هسې هم په افغانستان کې د ښځو لپاره ژوند داسې و لکه په زندان کې چې شپې ورځې تېروي.

طالبانو د دوشنبې په ورځ د دوی د مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د یوه شفاهي امر له‌‌مخې په ټول افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پرمخ د طبي زده‌‌کړو مؤسسې وتړلې.

د نجونو په مخه د طبي زده‌کړو د مؤسسو تړل کېدو، پر کور دننه او بهر په پراخه کچه غبرګونونه وپارول، خو تر اوسه طالب چارواکو په‌دې اړه په رسمي ډول څه نه‌دي ويلي.

نړيوال بانک: د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دی

ارشيف
ارشيف

د نړیوال بانک په باور د افغانستان په اقتصاد کې د ټیټې ودې نښې ښکاري، خو دې بانک په خپل نوي راپور کې چې پرون یې خپور کړ، خبرداری ورکړ چې دا اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دی او راتلونکې یې څرګنده نه‌ده.

د نړیوال بانک په راپور کې راغلې دي چې، د افغانستان په سوداګرۍ کې نه تعادل، پانګه‌والو ته محدود ظرفیتونه او په مالي برخه کې محدودیتونه هغه څه‌دي چې د دغه هېواد اقتصاد ننګوي.

د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان د کورني ناخالص تولید رشد دوه اعشاریه اووه فیصدو ته رسیږي چې دا د تېرو اقتصادي زیانونو یوازې لس په سلو کې جبران کولی شي.

له تېرو څه باندې درېیو کلونو راهیسې چې طالبان بیا واکمنان شوې دي، د دوی حکومت نړیوالو په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

نړیوال بانک په خپل راپور کې ویلي دي چې، له همدې امله له نړیوالو سره د افغانستان تجارت محدود شوی دی.

يونسکو د موسيقۍ اله رباب د ګډ فرهنګي ميراث په توګه په‌دغه سازمان کې ثبت کړ

رباب
رباب

یونسکو په افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان کې د موسیقۍ الې رباب، غږول او جوړول د فرهنګي ګډ میراث په توګه په‌دې سازمان کې ثبت کړی دی.

د ملګروملتونو فرهنګي، علمي او ښوونیز سازمان (یونسکو) پرون چهارشنبې د (ډسمبر ۴مه) په پاراګویا کې له فرهنګي میراثونو د ساتنې په ۱۹مه دولتي غونډه کې دا پرېکړه اعلان کړې ده.

په‌‌دې غونډه کې د افغانستان د استازي سربېره، د ایران، ازبکستان او تاجکستان استازو رباب د دغو هېوادونو د موسیقۍ روح او د فرهنګي تاریخ یوه لویه برخه وبلله.

رباب د موسیقۍ هغه سنتي اله ده، چې له لرګیو او خاصو تارونو څخه جوړیږي.

رباب په‌‌داسې حال کې د یونسکو له‌‌خوا د افغانستان د فرهنګي میراث په توګه ثبتیږي، چې په افغانستان کې د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې د موسیقۍ الو غږول او د موسیقۍ اورېدل منع شوي دي.

هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي

د هرات ولايت يو انځور
د هرات ولايت يو انځور

د هرات ولایت د برېښنا ریاست وايي، له دوو ورځې راهیسې په‌دې ولایت کې له ترکمنستان سره د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي دي.

د دې ریاست په خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبې خپره شوې راغلي، د کشک‌رباط سنګي ولسوالۍ اړونده بند بغرچر په ۷ سیمو کې د سړې هوا له کبله د وارداتي برېښنا مزي پرې شوي، چې د دوو ورځو په تېرېدو سره لا هم نه‌دي وصل شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له ترکمنستانه د برېښنا مزو له پرې کېدو سره د هرات ولایت نیمايي اوسېدنکي برېښنا نه‌‌لري.

دا په‌‌داسې حال کې ده، چې د طالبانو د برېښنا شرکت یو پلاوی ترکمنستان ته تللی، چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د وارداتي برېښنا توافق‌نامه تمدید کړي.

هر کال د ژمي په موسم کې د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې یا د خلکو د لوړ مصرف یا هم په ځینو سیمو کې د مزو د پرې کېدو له کبله د برېښنا پارچوۍ زیاتېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG