د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

فایننشل ټایمز: طالبانو کې داسې کسان شته چې غواړي نسبتاً عصري حکومتوالي وکړي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي سفر ته کتلي او په دې اړه‌یې یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې لولو چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ روانه اوونۍ پاکستان ته ځي چې هلته د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر او د چین او روسیې له لوړپوړو چارواکو سره وویني.

دا خبره د یوه پاکستاني چارواکي او امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله راپور شوې ده.

دا به سیمې ته د توماس وېسټ لومړی سفر وي. وېسټ د زلمي خلیلزاد پر ځای ټاکل شوی. خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو چارې پر مخ وړې چې په نتیجه کې يې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه.

د ډېلي مېل په مقاله کې د ترویکا پلس په نوم هغې غونډې ته هم اشاره شوې چې ټاکل شوې ده د پنجشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ په لومړیو کې وویل چې ښاغلی وېسټ پلان لري روسیې او هند ته لاړ شي.

د دې وزارت ویاند ند پرایس په یوه خبري غونډه کې وویل چې توماس وېسټ به د امریکا د نورو متحدانو ترڅنګ دې وضاحت ته دوام ورکړي چې له طالبانو یا په افغانستان کې په راتلونکي کې له هر ډول حکومت څخه څه تمه کېږي.

  • نیویارک پوسټ

ملګرو ملتونو په تکراري توګه خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ تر ټولو بد بشري بحران پر څنډه ولاړ دی او د دې هېواد تر نیمايي زیات نفوس د خوړو له کمښت سره مخامخ دی.

نیویارک پوسټ خپرونې د راپورونو پر اساس یوه لیکنه کړې چې پنټاګون تر اوسه هڅې کوي چې په افغانستان کې د امریکايي نظاميانو کورنۍ وباسي.

خپرونې د اېن‌بي‌سي شبکې د یوه راپور کې یادونه کړې چې په‌کې ویل شوي، د امریکا دفاع وزارت معین کولېن کاهل د دې وزارت له ملکي او نظامي پرسونل څخه غوښتي چې د خپلو هغو خپلوانو نومونه چې باید له افغانستانه ووځي، د ده د دفتر ادرس ته اېمېل کړي.

نیویارک پوسټ همداراز لیکي چې په دې وروستیو کې د کانګرس یو شمېر غړو د امریکا دفاع وزیر ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي چې له افغانستانه د دغو کسانو په ایستلو کې مرسته وکړي.

د لیک له لیکونکو یو د تکزاس ایالت مایکل مککاول لیکلي چې د تېرې میاشتې پر مهال‌يې د تکزاس له سلګونو اوسېدونکو تماسونه ترلاسه کړي چې غواړي له افغانستانه خپلوان وباسي.

مایکل مککاول ویلي چې په دغو کسانو کې هغه هم شامل دي چې د امریکا په نظامي ځواکونو کې خدمت کوي.

  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې بیا د بریتانیا د لوی درستیز خبرو ته پام کړی چې ویلي يې دي تر اوسه ډېر وختي دی چې پر دې قضاوت وکړو چې ګواکي ناټو په افغانستان کې ماتې خوړلې ده.

جنرال سر نیک کارټر چې ټاکل شوې ده د نومبر میاشتې په پای کې له خپلې دندې ګوښه شي، د سې شنبې په ورځ د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمېټه کې د پارلمان د غړو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

فایننشل ټایمز د جنرال کارټر د خبرو دا برخه راخیستې چې وايي په طالبانو کې داسې کسان شته چې غواړي نسبتاً عصري حکومتوالي وکړي، خو د ده په وینا په هغوی کې اختلافات شته.

د ورځپاڼې په لیکنه، جنرال کارټر ویلي چې که د طالبانو لږ سختګیره مهرې ډېر واک ترلاسه کړي، ښايي په پنځو نورو کلونو کې په افغانستان کې یو ټول‌مشوله حکومت رامنځته شي.

جنرال کارټر چې د بریتانیا تر ټولو لوړپوړی نظامي چارواکی دی، د دې هېواد د پارلمان نظامي کمېټې ته بلل شوی و چې د افغانستان د وضعیت په اړه پوښتنو ته ځواب ووايي.

XS
SM
MD
LG