د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

کابل کې د ډزو او چاودنو غږونه؛ طالبان: د داعش پر یو پټنځای عملیات شوي


ارشیف: په کابل کې د طالبانو وسله وال غړي
ارشیف: په کابل کې د طالبانو وسله وال غړي

د طالبانو ځواکونو بېګا یوځل بیا د کابل ښار په ختیځ کې په اتمه ناحیه کې پر یوه کور چې د طالبانو په وینا د اسلامي دولت ډلې یا داعش مرکز و، برید وکړ.

د کابل ښار د اتمې ناحیې په سید نورمحمدشاه مېنه کې بېګا د ماښام له لمانځه وروسته یوځل بیا خلک د ډزو او چاودنو آوازونو ووېرول.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، هغه ځای چې امنیتي ځواکونو عملیات پرې وکړل، د اسلامي دولت ډلې یا داعش پټنځای و او په دې ځای کې پټو کسانو په پخوانیو حملو کې لاس درلود.

هغه زیاته کړه: "د کابل ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې د داعشي خوارجو یو پټنځای باندې عملیات ترسره شول. دا یوه مهمه شریره ډله وه چې د کابل په وروستیو پېښو کې یې لاس درلود او تعقیب شوي وو چې ځای یې پیدا شو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي چې په سیمه کې د ملکي خلکو د شتون له کبله د دوی عملیات په احتیاط سره پرمخ تلل.

په افغانستان کې د امنیتي پېښو په اړه د کره معلوماتو ترلاسه کول د خبریالانو او رسنیو پر فعالیت د طالبانو د بندیزونو له کبله ستونزمن شوي دي.

د بېګانۍ نښتې د تلفاتو په اړه خپلواکو سرچینو تردې دمه څه نه دي ویلي، خو مجاهد پر ټویټر په یو بیان کې یادونه کړې چې د داعش ډلې څو تنه وسله وال هلته وژل شوي دي.

هغه همداراز ویلي چې د داعش په دې مرکز کې بهرني وګړي هم اوسېدل.

طالبانو له دې مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې د داعش ډلې پر مرکزونو حملې کړي او دې ډلې ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا یې کړې ده.

څه باندې پنځه اونۍ مخکې طالبانو خبر ورکړ چې د دوی ځواکونو په کابل او نیمروز کې د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې اته غړي وژلي او اوه تنه یې ژوندي نیولي دي.

داعش ډلې په دې وروستیو کې چینايي وګړو پر یو مېلمستون او له هغه مخکې د کابل پر هوايي ډګر د بریدونو په ګډون د یوشمېر خطرناکو حملو مسوولیت منلی دی.

دې ډلې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو په شپو ورځو کې هم د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د هغې خونړۍ حملې مسوولیت ومانه چې نږدې ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري یې ووژل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG