د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۳

پاکستان کې نا امني؛ چارواکي: د طالبانو له حکومت سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې کوو


د پاکستاني پوځيانو موټرې
د پاکستاني پوځيانو موټرې

د پېښور په پولیس لاینز کې تر خونړي برید وروسته پاکستاني چارواکي وايي، له افغان طالبانو او ایراني چارواکو غواړي چې اجازه ور نه‌کړي خاوره یې د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.

د پاکستان د صدراعظم ځانګړي دستیار او د دولت وزیر فیصل کریم کُنډي رسنیو سره په خبرو کې د لوړپوړو حکومتي چارواکو د یوې ناستې هغه پرېکړه یاده کړه چې غواړي له افغان طالبانو او ایراني چارواکو سره د ترهګرۍ ضد اړوندو مسلو باندې خبرې وکړي.

موږ پوهېږو چې د هغوی هم په‌کې لاس کېدای شي."

نوموړي ويلي: "دا خبره هم وشوه چې موږ له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره که افغانستان دی او که ایران له هغوی سره به خبرې کوو چې که زموږ یا د هغوی خاوره ده هغه د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي. ځکه که زموږ یا د هغوی ځمکه د ترهګرۍ لپاره کارول کېږي موږ پوهېږو چې د هغوی هم په‌کې لاس کېدای شي."

د خیبرپښتونخوا یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته د نوم د نه خپرېدو په شرط ویلي چې، دوی د طالبانو له رهبر ملا هبت‌الله سره د یادې مسلې په تړاو خبرې کول غواړي.

لوړپوړو پاکستاني چارواکو له هغې ډلې د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو تور لګولی چې په پېښور کې د جومات دننه خونړی برید د تحریک طالبان پاکستان اړوند وسله‌والو له افغانستانه پلان کړی و.

د پېښور په برید کې چې د جنوري په دېرشمه وشو د اطلاعاتو د وزیرې مریم اورنګزیب په خبره د وژل شویو کسانو شمېر ۱۲۴ ته رسېدلی دی.

ټي‌ټي‌پي په وروستيو کې پاکستان کې د ګڼو بريدونو مسؤليت منلی دی.
ټي‌ټي‌پي په وروستيو کې پاکستان کې د ګڼو بريدونو مسؤليت منلی دی.

په برید کې اکثر پولیس ځواکونه مړه او ټپيان شوي، د ټپيانو شمېر تر دوو سوو هم زيات ښودل شوی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پېښور د برید په اړه د پاکستاني چارواکو تورونه رد کړي وو او او ویلي یې و چې، پاکستان دې افغانستان ته د ملامتۍ ګوته نه نیسي.

متقي په کابل کې یوې غونډې ته بیا تکرار کړې چې له افغان خاورې چاته زیان نه پېښيږي.

د متقي خبرې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند شنبه ناوخته په خپل ټوېټر خپرې کړي.

نوموړي ويلي: "اسلام د دې اجازه نه راکوي چې یو وار تعهد وکړو او بیا هغه عملي نه‌کړو. نو موږ ټولو ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته ثابته کړې چې افغانستان نور د چا په زیان نه‌دی او نه چاته اجازه ورکول کېږي چې د نورو په زیان دلته فعالیت وکړي."

مولوي اميرخان متقي
مولوي اميرخان متقي

اخوا د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي له امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، پاکستانیان د ترهګرو بریدونو له ګواښ سره مخ دي او پاکستان حق لري چې د ځان دفاع وکړي.

"د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیمه د دغو ډلو لپاره اوس هم خوندي ځای دی

جان کربي ويلي: "د پاکستان او افغانستان ترمنځ سیمه د دغو ډلو لپاره اوس هم خوندي ځای دی، موږ له اسلام اباد سره په اړیکه کې یو چې موږ څه کولی شو او څه ممکن کېدی شي. په عین حال کې موږ د پاکستان خپلواکۍ او هغو پرېکړو ته درناوی لرو چې غواړي د دغو ترهګرو د ځپلو لپاره پسې ورشي."

تحریک طالبان پاکستان ډله په دغه هېواد کې د اکثرو بریدونو مسووله بلل کېږي.

دې ډلې که څه هم تېر کال د یو څه وخت لپاره له پاکستاني ځواکونو سره اوربند وکړ خو وروسته یې بیا پر پوځیانو بریدونه پيل کړل.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انستیتوت ویلي، په افغانستان کې د طالبانو په بیا واکمنېدو په پاکستان کې د ټي‌ټي‌پي بریدونه دوه برابره زیات شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG