د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د ټي‌ټي‌پي د بريدونو ډېروالی؛ پاکستاني چارواکي له افغان طالبانو سره خبرې کوي


د پاکستان او طالبانو بيرغونه
د پاکستان او طالبانو بيرغونه

په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) له‌خوا د بریدونو له زیاتېدو وروسته، د دغه هېواد حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرو اترو ته خپل چمتووالی اعلان کړی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وايي، دوی د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) سره د خبرو پر ځای په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره خبرې کوي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې هوکړې ته په اشارې سره وویل، چې په دوحه کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد ونه کاروي، که خبرو ته اړتیا وي نو باید د افغانستان له طالبانو سره وشي.

هيچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې له دې خاورې څخه د نورو هېوادونو پر وړاندې ګټه پورته کړي."

نوموړي ويلي: "له هر هغه تنظیم سره چې د ریاست پر وړاندې په ترهګرۍ کې ښکېل وي، په ښکاره توګه پرېکړه شوې چې له هيڅ ترهګر تنظیم سره به خبرې ونه‌شي. په افغانستان کې چې کوم حکومت شتون لري، یا هر ډول واک لري، بیا هم یو جوړښت لري، نو دا پرېکړه پر دې اساس شوې، چې که هر ډول خبرې اترې کېږي، باید له دوی سره وشي او له هغوی وغوښتل شي، چې خپلې هغه ژمنې پوره کړي، چې نه یوازې له پاکستان، بلکې له ټولې نړۍ سره یې کړي او ویلي یې دي، چې هيچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې له دې خاورې څخه د نورو هېوادونو پر وړاندې ګټه پورته کړي."

په اسلام اباد کې د پاکستان کورنیو چارو د وزیر دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه دي چې نوموړي وویل، د پاکستان حکومت هڅه کوي چې له وسله والې مبارزې څخه د لاس اخیستلو په شرط پاکستاني طالبان د خبرو مېز ته راولي.

رانا ثناءالله
رانا ثناءالله

خو د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې تحریک طالبان پاکستان او افغان طالبان یو دي.

سیاسي کارپوه، احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل: "پاکستاني طالبان او يا ټي‌ټي‌پي له افغان طالبانو نه‌شي بېلېدلى، دواړه يو شان دي، دوى له شلو کلونو زيات له یو بل سره په ځانمرګو بریدونو او چاودنو کې همکاري کړې، په یوه لیکه کې وو. افغان او پاکستاني طالبان دواړه يو دي او هبت الله د دوی مشر دى. ځکه پاکستان له افغان طالبانو غوښتي، پوهېږي چې افغان طالبان په واک کې دي، نفوذ لري او کولای شي، څرنګه چې پاکستاني طالبان یې د یو کال او درېیو میاشتو لپاره اوربند ته اړ کړل."

تحریک طالبان پاکستان د تېر کال د نومبر په میاشت کې د پاکستان له حکومت سره د خبرو له ناکامېدو وروسته رسماً اوربند پای ته ورساوه او په ټول پاکستان کې یې خپل بریدونه زیات کړل.

د پاکستان حکومت په دې باور دی چې دغه ډله په افغانستان کې خوندي پټن‌ځایونه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا تکل په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان له یوه شخصي ټلوېزیون "جیو نیوز" سره په مرکه کې ادعا وکړه، چې که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کاروي، خو په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ډلې بریدونو په افغانستان کې پلانیږي.

ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د پاکستان د دفاع وزیر دا ادعا بې اساسه بللې ده.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوه ټویټ کې د پاکستان د دفاع وزیر دا ادعا بې اساسه بللې ده.

تر دې مخکې د روان کال د غبرګولۍ په ۱۱مه د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو او د دغه هېواد د حکومت ترمنځ د سولې په هدف د پاکستان د پخواني سناتور صالح شاه په مشرۍ د ۵۰ کسیز پلاوي کوربه و.

پاکستاني رسنیو هغه مهال خبر ورکړی و، چې په دغه پلاوي کې د وزیرستان، اورکزیو، کرم، خیبر، باجوړ او ملاکنډ د قبایلي سیمو قومي مشران هم شامل دي.

هغه مهال پاکستاني طالبانو د اوربند په غځولو سره په قبایلي سیمو کې د شریعت د نافذیدو غوښتنه وکړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG