د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

پاکستاني طالبانو په پنجاب ایالت کې د دوو استخباراتي چارواکو د وژنې مسؤلیت ومانه


د پاکستاني طالبانو د تحريب غړي، انځور - ارشيف
د پاکستاني طالبانو د تحريب غړي، انځور - ارشيف

د پاکستاني طالبانو تحریک ادعا کوي چې په پنجاب ایالت کې یې د استخباراتو دوه لوړپوړي چارواکي وژلي دي.

رویټرز خبري اژانس د ټي‌ټي‌پي د پرونۍ اعلامیې له‌مخې وایي چې، د تحریک طالبان پاکستان مخفي غړو د پاکستان د استخباراتو د ادارې مرستیال نوید صادق په ملتان او د استخباراتو یو افسر ناصر بهټ یې په بسم الله سړک کې وژلی دی.

د پاکستان پولیسو ویلي چې، دغه دواړه افسران د سه‌شنبې په ورځ، د جنورۍ په درېیمه په پنجاب ایالت کې له یوه هوټله بهر په ډزو وژل شوي دي.

د پاکستاني طالبانو تحریک چې د افغانستان له اوسنیو حاکمانو سره نژدې اړیکې لري له اسلام اباد سره څو میاشتنی اوربند مات کړی او د پاکستان بېلابېلو سیمو کې یې خپل بریدونه له سره پيل کړي دي.

"نه، موږ داسې نه‌دي ویلي چې هوډ لرو پر افغانستان برید وکړو

له دې سره هم‌مهاله د پاکستان د کورنیو چارو وزیر خپله خبره بېرته اخیستې او ویلې یې دي، په هیڅ صورت یې نه‌دي ویلي چې پر افغانستان د برید غوښتونکی دی.

رانا ثناالله پرون په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، د نړیوالو قوانینو له‌مخې هر هېواد د ځان د دفاع حق لري.

نوموړي ويلي: "نه، موږ داسې نه‌دي ویلي چې هوډ لرو پر افغانستان برید وکړو، یا هلته په چا د حملې نیت لرو. ما داسې ویلي او بیا یې هم وایم که ترهګر داسې ځای غوره کړي چې پر موږ ترهګریز برید وکړي، د نړیوالو قوانینو له‌مخې موږ کولای شو له هغه ګواښ سره وجنګېږو او اړتیا هم ده چې داسې چلند وکړو."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پرون چهارشنبه دا خبرې څو ساعته وروسته له هغه وکړې چې تحریک طالبان پاکستان د دغه هېواد له حکومت سره د جګړې اعلان وکړ.

د پاکستاني طالبانو په خبرپاڼه کې چې ځینو رسنیو خپره کړې راغلي، له دې وروسته د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف او د بهرنیو چارو وزیر یې بلاول بوټو زرداري د هغو کسانو په ډله کې شامل دي چې د ټي‌ټي‌پي هدف دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت، چې مخکې یې د پاکستاني طالبانو او حکومت د خبرو منځګړیتوب کړی، وایي د هیڅ لوري، یعنې نه د پاکستان د حکومت او نه هم د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي، دا د پاکستان کورنۍ موضوع ده او که د منځګړیتوب غوښتنه ترې وشي، په اړه به یې پرېکړه وکړي.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد

پاکستاني طالبان څو ځله د افغاني طالبانو په منځګړیتوب له خپل حکومت سره په کابل کې خبرو ته کېناستل، خو خبرو کومه پایله ورنه کړه او تېره نومبر میاشت کې پاکستاني طالبانو له خپل حکومت سره شوی اوربند مات کړ.

پاکستاني چارواکي وایي، له کله چې افغانستان کې طالبان واکمن شوي، په پاکستان کې د بریدونو او نا امنیو کچه زیاته شوې ده.

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر چې تېره میاشت یې کابل ته سفر کړی و ویلي، د پاکستان امنیت ورته سره کرښه ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG