د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

پېښور کې د وروستۍ پېښې په تړاو اعتراضیه غونډه کېږي


د دوشنبې په ورځ د پېښور په پولیس لاین جومات کې چاودنې تر سل ډېر کسان ووژل او تر دوه سوه ډېر یې ټپيان کړل.
د دوشنبې په ورځ د پېښور په پولیس لاین جومات کې چاودنې تر سل ډېر کسان ووژل او تر دوه سوه ډېر یې ټپيان کړل.

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ نن د دوشنبې د ورځې د خونړۍ چاودنې په تړاو اعتراضیه غونډه کوي.

د دې غورځنګ یوه غړي ازادي راډیو ته وویل چې د افغان نجونو د زده کړو مسئله به هم دوی د غونډې په ترڅ کې راپورته کړي.

د دوشنبې په ورځ د پېښور په پولیس لاین جومات کې چاودنې تر سل ډېر کسان ووژل او تر دوه سوه ډېر یې ټپيان کړل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جمعې په ورځ په خپل فېسبوک کې ولیکل چې د افغان نجونو د زده کړو په تړاو په ملګرو ملتونو کې د پاکستاني استازي بې بنسټه څرګندونو روښانه کړه چې د نجونو پر زده کړو د بندیزونو تر شا څوک دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین

پښتین په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي منیر اکرم د چهارشنبې د ورځې خبرو ته اشاره کوله چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په نیویارک کې جوړې شوې غونډې ته یې ویلي و، هغه محدودیتونه چې د افغان موقت حکومت له لوري پر ښځو وضعه شوې دي له دین سره ارتباط نه لري دا د پښتنو د ځانګړي فرهنګ پر اساس دي.

د دې په ځواب کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق وویل چې دا د افغانانو کلتور نه دی چې نجونې زده کړو ته پرې نه ږدي.

د جمعې په ورځ منیر اکرم په خپله ټویټر پاڼه کې بخښنه وغوښته، ده ولیکل چې د ده خبرې سمې نه وې.

ده دا هم لیکلي دي چې دی پښتني کلتور ته ژور درناوی لري او زده کړو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي مخنیوی نه اسلامي دی او نه هم پښتني کلتور.

د سیاسي چارو کتونکي نجیب ازاد ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان تر دې فشار لاندې دی چې د افغانستان په مسئله کې دوی منفي نقش لوبولی دی او داسې فشارونه د اسلام اباد دیپلوماتان په ضد او نقیض خبرو راولي.

د سیاسي چارو کتونکی نجیب ازاد
د سیاسي چارو کتونکی نجیب ازاد

هغه وویل: "له دغسې فشارونو څخه د خلاصون لپاره داسې څرګندونې کېږي چې په همغه وخت کې تصمیم نیسي او غواړي چې د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي، خو وروسته پوه شي چې په داسې معتبرو سټیجونو باندې دغسې خبرې دوی ته زیان رسوي اما له واقعیتونو څخه خلک نه شي لرې کولی."

په افغانستان کې د طالبانو د دوهم ځلي واکمنۍ له پیله نن پنځه سوه یو ورځې وشوې چې تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګېدلی او څه باندې یوه میاشت مخکې دوی په پوهنتون کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او ویې ویل چې تر ثاني امر پورې به دا تعلیمي مرکزونه د نجونو پرمخ تړلي وي.

د ډېرو افغانانو او د نړیوالو د پراخو غبرګونو سربېره دا بندیزونه په خپل حال دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG